یو نصیحت; چې هر څوک یې باید ولولي

مولانا وحیدالدین خان

بنجمین فرنکلین امریکايي مفکر دی، په ۱۷۰۶ز کال کې زېږېدلی او په ۱۷۹۰ز کال کې مړ شوی دی. د نوموړي یوه وینا ده چې: له واده مخکې سترګې پرانیزئ او له واده وروسته یې پټې کړئ.

یعنې له واده مخکې د ژوند له ملګري/ ملګرې په اړه پوره معلومات پيدا کړئ، خو واده مو چې وکړ، بیا یوازې په اجمال اکتفا وکړئ. ځینې خلک دا خبره په دې طریقه هم کوي چې له واده مخکې یې تلئ او له واده وروسته یې زغمئ.

هېڅ انسان کامل نه وي، هېڅوک په ټولو معیارونو برابر نه وي. په دې خاطر له خپلوۍ مخکې څېړنه په کار ده، خو له خپلوۍ وروسته باید د ژوند د ملګري/ملګرې ښېګڼې ولیدل شي او په بدګڼو یې سترګې پټې شي.

اوسنۍ نړۍ کې په ټولو معیارونو پوره کېدل ممکن نه دي او دا هم اړینه نه ده چې یو کس ته یو شی سم ښکاري، بل ته دې هم سم ښکاره شي. که یو کس هر څومره ښه وي، مقابل کس تر اخره نه شي قانع کولای. دواړو ته به هم په یو بل کې ځينې نیمګړتیاوې ښکارېږي.

په داسې حالت کې یوه لاره دا ده چې د مقابل لوري یوه نیمګړتیا را ونیول شي، شخړې ورسره وشي او بالاخره ترې لاره جلا شي. دا حل لاره په دې خاطر سمه نه ده چې انسان یوازې نه شي اوسېدی، که له یوه انسانه لاره جلا شي او بل سره ژوند شریک شي، نو بیا به په هغه یا هغې کې هم نیمګړتیاوې ګوري. که دویمه خپلوي هم پرېښودل شي او درېیمه جوړه شي، نو  هلته به هم نیمګړتیاوې ګوري. په دې حالت کې تر ټولو ښه لاره د منلو او تفاهم ده. هر انسان ښېګڼې او نیمګړتیاوې لري. په کار دا ده چې ښېګڼې ولیدل شي او نیمګړتیاوې وزغمل شي. له عملي اړخه یوازې همدا طریقه ممکنه ده. له دې پرته په دې نړۍ کې نورې لارې چارې او طریقې سختې دي.

دا هم ولولئ:   تاسې يې نه بايلئ / ماهر سادات

2 Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*