د هر هغه څه ترلاسه کول شوني دي چې موږ ورته ارزښت ورکوو /عزت الله عابد

لیکنه:عزت الله عابد

موږ په ورځني ژوند کې ډېر څه په سترګو وینو، په غوږنو اورو او په حواسو یې احساسوو، خو هغه څه ترلاسه کوو او حافظې ته یې سپارو چې خپله ورته په ارزښت قایل یو.
ارزښتمنتیا هغه کلمه او احساس دی چې د انسان پنځه ګوني حواس فعال او ګړندی ساتي.
خالق خپل مخلوق ته په فطري توګه د ډېرو څیزونو د ترلاسه کولو او ساتلو واک په اختیار کې ورکړی دی.
دا فطري او طبیعي خبره ده چې انسان څه ته ارزښت ورکوي هغه په خپل نصیب مومي.
دغه کچه او برخه په ټولو کې یو شان نه ده؛ هر وګړی بېلابېلې غوښتنې او هیلې لري؛ څوک مادیاتو ته ارزښت ورکوي، ځینې معنویاتو ته او يوه ډله د دواړو ترلاسه کولو لپاره هڅاند دي. هغه څوک چې د علم او پوهې په ګاڼه باندې سمبال دي هغوی تر ډېره دغه تعادل ساتلی شي او د هر یوه په ارزښت پوهېږي.
دا باید ووایم چې انسان اړ دی چې په ورځني ژوند کې د شته څیزونو په اړه حساس اوسي، کوم فرصت یا څه چې یې په واک کې وي او لاسرسی ورته لري، له هغه څخه پوره پوره ګټه واخلي او ارزښت ورکړي.
په نړۍ کې ډېری خلک ډول ډول بوختیاوې (علمي او یا نور فعالیتونه) لري، کوم خلک چې د زده کړې په بهیر کې دي هر یو یې په ښکاره د مثبتې پایلې په لټه کې ځان ښودنه کوي، خو هغه څوک بریالي او لوړو موقفونو ته رسېږي چې وخت، شته فرصت او موجوده کار یا فعالیت ته ارزښت قایل وي.
هر وګړی د خپل دروني احساس او متقابلو پدیدو ته د ارزښت ورکوونې د کچې له مخې هوسا او ارامه ژوند لري، دا نو زمونږه ټاکنه ده چې کوم لوري ته مو ژوند بیایو.

دا هم ولولئ:   ایا ستاسو هدف هره ورځ ستاسو د وخت 30 دقیقو ارزښت لري؟

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*