د دمشق سوداګر (ناچاپ کتاب) – لومړۍ برخه

حفیظ ښاېسته شېبه د سپينو زرو هندارې ته ودرېده او په صېقل شوې اوسپنه کې خپل انځور ته ځير شو. 

له ځان سره یې وویل: (یوازې سترګې ځوانې پاتې شوې دي.) دا یې وویل، له هندارې یې مخ واړوه او په ښایسته مرمرین فرش روان شو. دی ستونزو په منځ کې روان و، ستنې له تورو عقیقو سازې شوې وې، په سرو او سپينو زرو سینګار شوی چت په همدې تورو ستنو تکیه و. دی په عمر خوړلو پښو له نښتر لرګي جوړو شویو مېزونو ته نږدې شو، د فیل غاښ په کې د سینګار لپاره کارېدلای و. 

په دیوان، کوچونو او دیوالونو کې د کیشپ د شا تیږه ځلېده، ورسره پرې قیمتي ډبرې کارېدلې وې، د کیمخواب (مقیش) ښایسته ډيزاین شوې ټوټه هم په کې کارېدلې وه. د سپینو زرو په لوښو کې د کجورو لويې ونې ولاړې وې، له سپينو مرمرو جوړه شوې فواره کې مجسمې هم ولاړې وې او ګلدانۍ هم وې، دا ټولې په غمیو ښایسته شوې وې او هر یوه په ښایست او زړه راښکون کې له بل سره سیالي کوله. د حفیظ ماڼۍ ته چې هر څوک راغلی وی، نو دده په شتمنۍ کې به یې هېڅ شک نه کاوه. 

زوړ سړی په یوه باغچه ور تېر شو او خپل زېرمتون ته ننوت، چې له ودانۍ ورهاخوا پنځه سوه متره غځېدلی و. دده مشر منشي (ایراسموس) تیار په دروازه کې ولاړ و، دده په ور رسېدو یې ورته وویل: 

  • ستړي مه شئ صېبه 

حفیظ سر وخوځاوه او همداسې غلی روان شو. منشي یې ورپسې شو، په څېرنه کې یې دا اندېښنه ښکارېده چې بادار یې څنګه په ماڼۍ کې د ناڅاپي کتنې لپاره راغلی دی. حفیظ چې د مال ښکته کولو ځای ته ور ورسېده، یوه شېبه ودرېده، خلک لګیا وو له موټرو یې مالونه راښکته کول او په زېرمتون کې یې ځای پر ځای کول. 

بېلابېل شیان وو، وړۍ وې، رختونه وو، شات وو، قالینې وې، د کوچنۍ آسیا (اناتولیا) غوړي وو؛ شیشه وه، انځر وو، وچه میوه وه، د خپل وطن بلسان بوټي یې وو؛ د پالميرا (تدمر) ښار ټوکر او درمل وو؛ د عربو ادرک، زېړلرګی او قیمتي ډبرې وې؛ د مصر جوار، کاغذ، ګرانیټ، رخام او بازالت وو؛ د بابل پردې وې؛ د روم انځوګري  او د یونان مجسمې وې. د ګل حنا (بالزام) بوی په هوا کې خپور شوی و او د حفیظ زړې او حساسې پوزې په کې د الوچو، مڼو، پنېر او ادرک بوی هم احساس کړ. 

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / پنځلسمه برخه

بالاخره یې خپل منشي ایراسموس ته مخ کړ، ورته یې وویل: (پخوانیه اشنا! زموږ دې خزانه کې څومره شتمني راټوله شوې ده؟) 

ایراسموس ورته وویل: 

  • هر څه صېبه! 
  • هر څه؟ 
  • ما لا حسابونه نه دي لیدلي، خو زه اټکل کوم چې اوه میلیونه د سرو زرو سیکې به وي . 
  • که زموږ په زېرمتون او دوکانونو کې شته ټول شیان په سرو زرو بدل شي، نو څومره به راشي؟
  • زموږ سږني مالونه لا پوره شوي نه دي، خو زما په حساب به درې میلیونه د سرو زرو سیکې نورې راشي. 

حفیظ سر وخوځوه، ورته یې وویل: 

  • نور مالونه مه اخلئ. د دغه مالونو خرڅولو او په سرو زرو بدلولو لپاره چې هر پلان سازوئ، کار پرې پیل کړئ. 

منشي هک پک شو، خو څه یې ونه ویل. لکه خوله یې چې وچه شوې وي، بیا یې د زړه په زور دا خبره وکړه چې: 

  • زه پوه نه شوم صیبه. سږ کال زموږ ګټه تر نورو ډېره وه. هر دوکان وایي چې تر پخوا یې خرڅلاو لا ډېر شوی دی. تر دې چې د روم لژیون پوځیان هم اوس زموږ پېرودونکي دي، هغه نه وو چې تا پرې په دوو اونیو کې دوه سوه عربي آسونه پلورلي وو؟ زما دا ګستاخي وبښئ چې ستاسې په امر کې مې خبره وکړه، خو زه دا حکم نه پوره کولای… . 

حفیظ موسکی شو، د ایراسموس لاس یې ورو ونیوه، ورته یې وویل: 

  • زما باوري ملګریه! ستا حافظه کې دومره قوت شته چې زما یو بل امر را یاد کړي، هغه څو کاله مخکې چې دې په لومړیو ورځو کې چې تا ماسره کار پيل کړی و او ما درته څه ویلي و؟
دا هم ولولئ:   هر څه خراب دي (Everything is Fucked) / قیام صدیقي

ایراسموس په ذهن زور راوړ، بیا یې د تندي ګونځې خلاصې شوې، ویې ویل: 

  • بالکل تا راته ویلي وو چې هر کال ستاسې له خزانې نیمه شتمني وباسم او بهر یې په بېوزلو ووېشم.
  • نو په هغه وخت کې درته زه ډېر ساده سوداګر ښکاره نه شوم؟ 
  • ما اندېښنه درلوده صیبه

حفیظ مالونو ته لاس ونیو، ویې ویل: 

  • اوس خو به منې کنه چې هغه وخت دې هم اندېښنه بې ځایه وه؟ 
  • هو صیبه! 
  • ښه نو، تر څو چې درته زه خپل پلانونه ووایم، تر هغې زما پر پرېکړه باور ولره. زه نور زوړ شوی یم او اړتیاوې مې کمې شوې دي. زما ګرانه لېشا هم رانه تللې ده، نو له ډېرو خوشاله کلونو وروسته مې زړه غواړي چې خپله ټوله شتمني ددې ښار په بې وزلو ووېشم. ځان ته به یوازې دومره پرېږدم چې ژوند مې پرې ښه تېر شي. د مالونو خرڅولو تر څنګ راته د دوکانونو اسناد هم ساز کړه، هر څوک چې کوم دوکان مدیریت کوي، مالکیت یې د هماغه کس په نوم کړه. دغو مدیرانو ته موږ سره د کلونه کلونه ښه کار او وفادارۍ په انعام کې پنځه پنځه زره د سرو زرو سیکې هم ورکړه، پرېږده چې هغوی بېرته خپل دوکانونه په خپله خوښه ډک کړي. 

ایراسموس خبرې ته خوله جوړوله چې حفیظ ورته لاس وخوځوه او غلی یې کړ، بیا یې ورته وویل: 

  • دا کار درته سخت دی که څنګه؟ 

منشي وخوځاوه، موسکی شو، ویې ویل:

  • نه صیبه! سخت دی، خو زه ستاسې د دې کار په دلیل پوه نه شوم. تاسې خو لکه هغه کس غږېږئ چې په شمار ورځې ورته پاتې وي. 

حفیظ ورته وویل: 

  • دا ستا شخصیت ایراسموسه چې د خپل ځان پر ځای باید ماته اندېښنه وکړې، خو زموږ سوداګریزه امپراتوري چې ختمه شي، د خپل ځان په اړه دې فکر کړی دی؟ 
دا هم ولولئ:   معاصره سویلي اسیا، تاریخ، کلتور، سیاسي اقتصاد

هغه ورته وویل: 

  • موږ له کلونو راهیسې ملګري یو، اوس زه څنګه یوازې د خپل ځان په اړه فکر کولای شم؟

حفیظ خپل پخواني اشنا ته ور غاړې ووت، ورته یې وویل: 

  • دا مهمه نه ده، ته به داسې وکړې چې سمدستي به پنځوس زره طلاوې په خپل نوم کړې، یوازې دومره درنه غواړم چې زما د هغه پخوانۍ ژمنې تر پوره کېدو پورې راسره اوسه. هغه ژمنه چې پوره شوه، زه به دا ماڼۍ او زېرمتون ټول تاته پرېږده او پخپله له لېشا سره یوځای کېدو ته ځان ساز کړم. 

زوړ منشي خپل بادار ته ځير شو، خو په خبره یې سر نه خلاصېده، ورته یې وویل: 

  • پنځوس سره طلاوې، دا ماڼۍ، زېرمتون… زه د دې لایق نه یم.

حفیظ ورته وویل: 

  • ما تل ستا ملګري خپله ستره سرمایه ګڼلې ده. دا نن چې زه تاته څه درکوم، دا ستا د وفادارۍ په مقابل کې ډېر لږ شی دی. تا دا هنر زده کړی چې ژوند یوازې د خپل ځان لپاره نه، بلکې د نورو لپاره هم وکړې او همدې کار ته په خلکو کې غوره کړی یې. اوس درته زه وایم چې زما د پلانونو په عملي کولو کې تادي وکړه. وخت اوس زما تر ټولو مهمه شتمني ده او زما د عمر پياله نوره په ډکېدو ده. 

ایراسموس مخ واړه وه چې دی یې اوښکې ونه ویني. په غریو نیولي غږ یې وویل: 

  • خو تا مخکې کومه ژمنه یاده کړه، ما او تا د دوو ورونو غوندې وخت تېر کړی، خو مخکې مې درنه داسې څه نه دي اورېدلي. 

حفیظ خپل لاسونه پرانیستل او په موسکا یې وویل: 

  • زما د نن سهار در سپارلي کارونه چې دې پوره کړل، بیا به درسره وګورم. بیا به درته هغه راز ووایم چې په تېرو دېرشو کالو کې مې له خپلې مېرمنې پرته بل هېچا سره نه دی شریک کړي. 

2 Comments

1 Trackback / Pingback

  1. د دمشق سوداګر (ناچاپ کتاب) – اتمه برخه - پرمختګ

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*