مدیریتي دندې Managerial Functions / محمدطارق طلازوی

چمتو کوونکی: محمدطارق طلازوی

په سازمانونو (اداراتو) کې مدیران بېلابېلې دندې پرمخ وړي، ترڅو سازماني موخو ته ورسیږي. دا چې مدیریتي دندې کومې او څو دي،پدې هکله پوهان بېلابېل نظریات لري، چې له دې جملې د اداري علومو دوه پوهان Luther Gulick او Lyndall Urwick مدیریتي دندوپه هکله د POSDCoRB کلیمې ته اشاره کوي. دا کلیمه کومه ټاکلې معنی نلري، اما هر یو توری یې د پورتني پوهانو د نظریاتو څخه یوهدنده راته په ګوته کوي، چې په لاندې توګه دي:

لومړی: پلان جوړونه Planning: پلان جوړونه د راتلونکي عملیاتو لپاره طرحه ده، چې په ټاکلې وخت او لګښت سره معلومې پایلېولري. یعنې دې پریکړې ته وایي چې کومې چارې څه وخت او څرنګه ترسره شي. معمولاً په پلان کې ټاکلې موخې باید د SMART ځانګړتیا ولري، پدې معنی چې موخې مشخصې Specific، د اندازې وړ Measurable، د لاسته راوړلو وړ Achievable، د واقعیتپربنسټ Realistic او د زماني محدودې لرونکې Time-bound وي.

دوهم: سازماندهي (سمبالښت) Organizing: سازماندهي هغه پروسه ده چې د کار وېش او ډلبندي،  د صلاحیت او مسئولیت دحدودو تعیین او تثبیت او د سازمان د اجزاوو (واحدونو) تر منځ منطقي اړیکې د سازماني سلسله مراتب (مراتبو لړۍ) پر بنسټ ترسرهکیږي.

درېیم: ګمارنه Staffing: گمارنه هغه پروسه ده چې په ترڅ کې یې د سازماني چارو ترسره کولو لپاره کارکوونکي د لیاقت، وړتیا،مسلک او رشتې مطابق ګمارل کیږي. د ګمارنې په پروسه کې درې اساسي عناصر دي:

1. شایستګي: بست ته نوماند کس باید لیاقت او وړتیا ولري. همدارنګه د بست مقتضی د پوهې او مهارتونو درلودنکی وي.

دا هم ولولئ:   د اتصال لاره / نذيراحمد نصرت

2. ارزونه (ازموینه): د نوماند د لیاقت، وړتیا او مهارتونو د ارزونې پروسه باید روڼتیا ولري.

3. د ارزونې ټیم یا ډله: د ارزونې ډله باید د نوماند کس د ګمارنې په موخه معیاري ارزونه ترسره کړي.

څلورم: تصمیم نیونه Directing: د یوې ستونزې یا مسئلې د حل لپاره یوې ځانګړې او معقولې حللارې ټاکلو ته تصمیم نیونه ویلکیږي. مدیران د چارو ترسره کولو په جریان کې له بېلابېلو ستونزو او حالاتو سره مخ کیږي، ددې لپاره چې پېښ شوې ستونزې حل کړي،باید معقوله او منطقي تصمیم نیونه وکړي.

پنځم: همغږي Coordination: همغږي د ادارې اصولو یو له بنسټیزو اصولو څخه ده، پدې معنی چې که د سازمان د واحدونو پهکړنو کې وحدت او یووالی وي دې ته همغږي (همآهنګي) ویل کیږي. ددې لپاره چې مدیران بنسټیزو موخو ته رسېدلي وي، باید د سازمانيواحدونو ترمنځ لازمه همغږي ترسره کړي.

شپږم: اړیکې او راپور ورکَوَنه Reporting and Relations: په اداره یا سازمان کې د معقول، منطقي او صحیح ارتباطيسیستم شتون، د ښه سازمان ځانګړتیا ده. کارکوونکي د چارو پرمخ بیولو لپاره له خپل مستقیم آمر Supervisor، نورو داخلي او بهرنيواحدونو سره د اړیکو ټینګولو ته اړتیا لري. د اغیزمنو اړیکو ټینګول اړین مهارت دی، چې مدیران یې باید ولري.

ددې لپاره چې یو مدیر د ترسره شوي چارو څخه خپل مستقیم آمر خبر کړي او ځواب ویونکی واوسي، باید کاري راپور چمتو او وړاندېکړي. د کاري راپور په چمتو کولو کې باید د 5W&1H اصل په پام کې ونیسي، پدې معنی چې لاندې پوښتنو ته ځواب وویل شي:

دا هم ولولئ:   باورونه ولې ماتېږي / اسدالله دولتزی

What, When, Why, Where, Who & How

اووم: بودیجه جوړونه Budgeting: دا چې سازمانونه د ټاکلو موخو لپاره کار کوي، نو د چارو پرمخ بیولو لپاره تمویل او لګښت تهاړتیا ده. او یا هم په بل عبارت هر سازمان مالي طرحې ته اړتیا لري، چې عواید، مخارج او د تطبیق څرنګوالی یې پکې واضح شوی وي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*