ملي کرنسي او د کرنسۍ راتلونکی / شهزاد اریوبي

شهزاد اریوبي- په پراګ کې د افغانستان سفیر

د ملي کرنسۍ او پیسو ساتل او درناوی د هر افغان مسوولیت دی. د نويو پيسو چاپ ښه قدم دی او زه یې هرکلی کوم.

دا واقعیت دی چې د ملي کرنسي د ملي اقتصادي اهدافو ترلاسه کولو لپاره مهمه وسیله او د ملي حاکمیت یوه برخه ده. که د کوم هیوادکرنسي پایداره نه وي، نو هغه هیواد به مالي بحران سره مخ شي او دا به پر مالي او پولي سیستمونو ډېر فشار وارد کړي. د نړۍ مالي اوبانکي سیستم په چټکۍ سره د بدلون په حال کې دی. نوې ټکنالوجي په پراخه ډول منظمه شوې او بانکداري، تادیات او مالي او تادیاتيسیستمونه تقویه کوي، په دې خاطر زیاتره هیوادونه او مالي ادارې د پيسو په ترتیباتو او بڼې بیاکتنه کوي. د ترتیباتو دې نوې بڼېډيجیټلي کرنسي، ډيجیټلي بانکداري، پرلیکه (online) دوکانداري او پرلیکه تادیات وړاندې کړي، حتی د کرپټوکرنسې کارونې د فزیکياو چاپي پيسو استعمال محدود کړی دی.

په افغانستان کې د کرنسۍ د نوې بڼې لپاره اقدام ته لا وخت شته، خو ځینو پرمختګونو د فزیکي پیسو اړتیا کمه کړې وه، تېر کال چېحکومت سقوط وکړ، ورسره دا جریان هم ودرېده. په افغانستان کې د سوداګریزې بانکدارۍ په سیستم کې معاصرۍ بانکدارۍ د پام وړپرمختګونه کړي وو. دا پرمختګونه په مالي سیستم کې وو چې د اقتصادي سسیستم اساس دی، همدارنګه Swift شبکې سره وصل وچې د نړیوالو تادیاتو او راکړې ورکړې لوی او ډېر کارېدونکی میتود دی او د دې تر څنګ د ډيبټ کارتونو او برښنایي تادیاتو کارونه وه.

دا هم ولولئ:   د سیلفي شوق بېړۍ ډوبه کړه او ۷ تنه یې ووژل

د بانکدارۍ معاصر سیستم د پام وړ وده وکړه او بانکي سکتور کې یې ولسي باور پيدا کړ. په بانکي ورکړو او تادیاتو کې نږدې اووه ډولهډبېټ کاروتونه کارېدل. زیاتره مخابراتي شبکو د موبایل د پيسو (Mobile Money) یوپارچه سیستم معرفي او تطبیق کړ او د شریکانو،استازو، دوکاندارنو او خدماتو د کارونکو په شمول یې د ایکوسیستم ملاتړ وکړ. د افغانستان دولت، د دولتي مالي سیستم د مدیریت لپارهد AFMIS تطبیق کړ او د برښنايي تذکرو په شمول یې د برښنایي حکومتولۍ ترویج کړه.

دا ډېر ښه فکر دی چې ولس اوس د ملي کرنسۍ او بانکنوټو د ساتنې او خوندیتوب لپاره د بټوې کارولو کمپاین کوي. خو اړتیا دا ده چېد اوږدمهالي او دایمي حل لارې لپاره کمپاین او هلې ځلې وشي. لکه څنګه چې مخکې وویل شول په هیواد کې ځينې پرمختګونه شوي اوسیستمو رامنځته شوي وو چې د ولس په ګټه وو. د افغانستان د اقتصاد د ساتنې او پیاوړتیا، د ټولنیز پرمختګ لپاره لارې هوارولو او لهنړیوال اقتصاد سره اوږه په اوږه قدم اخیستو لپاره باید نور عملي ګامونه هم واخیستل شي او د فزیکي یا چاپي پیسو د اړتیا کمېدو لپارهکار وشی. خو څنګه؟

پیسې ټولنې بدلوي او ټولنې پيسې بدلوي، همداسې مخکې هم شوي او دوام به هم کوي. د فزیکي پيسو اړتیا کمېدل سیاسي اواقتصادي پرېکړې، ولسي باور ترلاسه کول، بشري ظرفیت او داسې پرمختللی سیستم غواړي چې حکومتونه، بانکونه، کاروبارونه او ولس پهکې مشارکت ولري.

ولس د سیاسي او اقتصادي ثبات موندلو لپاره پر فزیکي پيسو تکیه کوي او د ارزښت او تادیاتو د زېرمو په توګه ډاډ او امنیت ترلاسهکوي. په وروستیو کلونو کې د کرېډټ کارتونو استعمال ډېر زیات شوی دی. VISA او MasterCard په شریکه د کرېډټ ۸۰ فیصدهمارکېټ نیولی چې منظم انحصار یې بللی شو. خو یو بل پراخه سیستم هم چټکه وده کوي او دا سیستم د موبایل د تادیاتو سیستم دی. نوې ټکنالوجۍ د موبایل، اپلکېشنونو او بلوتوت سیستم له لارې د تادیانو او پيسو د لېږد نوې لاې لارې چارې وړاندې کوي. خو دا خطرهم شته چې ټولنه له نویو اخلاقي ننګونو او د برښنايي پيسو او مجازي تادیاتو په برخه کې له امنیتي ستونزو سره مخ شي، خو دا دخونديتوب ترتیبات او حل لارې لري.

دا هم ولولئ:   هلمند کې د انګورو بڼونه او حاصلات ډېر شوي دي

دولتي سکتور باید د لومړي ګام په توګه عامه پوهای رامنځته کړي. پر دې سربېره باید د دولتي سکتور بنسټونه لکه مرکزي بانکونه، دمالیې وزارتونه او تنظیمونکې ادارې یو چاپېریال رامنځته کړي؛ خپلې پالیسۍ، مقررات او پروسیجرونه نوې کړي؛ او د ودې او تطبیق دمستقیمې او غیرمستقیمې څارنې سیستمونه تازه کړي. مرکزي بانک باید له عامه کرنسیو څخه د په مخ پر ودې ډيجيټلي کرنسیو طرف تهتللو لپاره ولسي باور رامنځته کړي.

دویم ګام د خصوصي سکتور او شرکتونو دی چې له مخکې یې په دې برخه کې ونډه لرلې او د ډیجیټل کرنسۍ او ډيجیټلي اقتصاد پهبرخه کې به لوی پراختیايي فرصتونه ولري. خصوصي سکتور د ډیجیټلي اقتصاد او لوړې کچې اقتصاديټولنیزې پراختیا ته رسېدولپاره، د نوښت محوره پراختیايي الګو په رامنځته کولو کې مهم عامل دی. د دې لپاره باید د استعدادونو پاللو ته لومړیتوب ورکول شي،تشبث پراخه شي او تقاضا تقویه شي.

درېیم ګام د نړیوال ملاتړ ترلاسه کول دي. په اوسنیو شرایطو کې د قوي اقتصاد او مالي ثبات رامنځته کول او ساتل باید د پیسو نړیوالصندوق ته لاره هواره کړي چې هغه د افغانستان د لوی اقتصاد او اقتصادي ثبات ملاتړ وکړي، د پالیسۍ په برخه کې لارښوونې وړاندېکړي او د ظرفیت رامنځته کولو ملاتړ وکړي. پر دې سربېره نړیوال بانک هم د افغانستان  د مالي او تخنیکي ملاتړ په وسیله، د اوږدمهالهاقتصادي ودې او د فقر په کمولو کی مهمه ونډه لرلی شي.

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*