د بریالیو خلکو ځانګړنې / ستاره وېسا

لیکنه: ستاره وېسا

د بریالیو او ځواکمنو خلکو په هکله ډول ډول کتابونه، رسالې او مقالې لیکل شوي او د لیکلو دا لړۍ یې لا هم روانه ده.

ټول هیله لري چې د بریالیو اشخاصو په څیر و اوسي او د هغوی په لاره ګامونه پورته کړي.

هر څوک غواړي چې په راتلونکي کې په یوه بریالي او منلي شخص بدل شي، خو بریالي خلک کومو ځانګړنو دې ځای ته رسولي؟

دلته به د هغو کړنو او خویونو په هکله لنډ معلومات در کړو چي دا هوډمن او بریالي اشخاص یې لرونکي دي.

۱_ بریمن کسان خپل عاید ته په کتو مصرف کوي، بې ځایه لګښتونه نه کوي او تل سپما کوي.

۲_ بریالي خلک هیڅکله هم د چا خبره یا مشوره نه ردوي بلکي فکر پرې کوي او که یې په ګټه وه نو عملي کوي یې.

۳_ بریالي خلک د وخت په ارزښت پوهیږي او بې ځایه یې نه لګوي.

۴_ بریالي خلک په چورلټ ډول غوسه نکوي، ځکه دوی د غوسې له زیانونو خبر دي.

۵_ د خپلو ورځنیو، اونیزو، میاشتنیو…..کارونو لپاره پلان او برنامه لري.

۶_ له منفي خلکو، کارونو، ځایونو او منفي خبرو سره اړیکه نه ساتي.

۷_ په مطالعه روږدي وي او په ورځني پلان کې مطالعې ته خامخا ځای ورکوي.

۸_ د عصري، مروجو او ژوندیو ژبو په زدکولو کې تر بل هر چا هڅانده دي.

۹_ غښتلي او بریالي خلک دوه زړي او بې جرعته نه دي.

۱۰_ خپلې کړنې تل په ځیرکۍ او دقت ترسره کوي.

۱۱_ تل د هغو شیانو په هکله فکر کوي چي مینه ور سره لري.

دا هم ولولئ:   تلیفوني اړیکه دې په وخت ځواب کړه/ رفيع الله سیال

۱۲_ د نشه یي توکو څخه کرکه لري.

۱۳_ پخپل ځان باور لري.

۱۴_ هیڅکله هم د خپلې لټۍ لپاره بهانه او منطق نه را وړي.

۱۵_ بریالي خلک خپلې تیروتنې مني او د خپلو کړنو مسولیت په غاړه اخلي.

۱۶_ دنن ورځي کار سبا ته نه پریږدي.

۱۷_ له هر چا سره په مسکا او ورین تندي مخ کیږي.

۱۸_خپلي موخې او پلانونه نه هیروي.

۱۹د یادښت کتابچه لري او عملي کوي یې.

۲۰کورنۍ ورته لمړیتوب لري او د مور او پلار په خوشحالولو کي هڅاند وي.

۲۱خبري لیږي کوي خو عمل یې ډیر وي .

۲۲د خپل هر کار لپاره ضرب الاجل ټاکې.

۲۳ورزش ته وخت ځانګړی کوي.

۲۴تل له ځانه پوښتي : ایا هغه کار چي تر سره کوم یې له وخت څخه سمه کار اخستنه ده؟

۲۵له نورو سره د خبرو پر مهال د هغوی خولې او سترګو ته ځیر وي.

۲۶بریالي خلک لکه حسابداران دلسو دقیقو حصول ته پام کوي او له هري شیبې ګټه پورته کوي.

۲۷ټولنیزي رسنۍ د اړتیا په اندازه کاروي.

۲۸پریکړو ته ژمن وي.

۲۹تیر پسي نه ګرځي بلکې د اوسمهال په اړه فکر کوي او خپلو کړنو ته متوجه دي.

۳۰د هرې ماتې نه درس اخلي او د خپلې ماتې لاملونه پیدا کوي.

۳۱په نازکو حالاتو کې هیڅکله نه وارخطا کیږي.

۳۲له هر چا سره د لمړۍ لیدني پر مهال هڅه کوي څو د هغه نوم زدکړي.

دا هم ولولئ:   وخت بیا نه راځي/عبدالرحمن اریوبي

۳۳هیڅکله نه ناهیلي کیږي.بیا بیا هڅه کوي او

خپل راتلونکي ته خورا هیله من وي.

۳۴د هر کار څخه وړاندي ښه فکر کوي.

۳۵خپله ملامتیا په بل چا نه اچوي.

۳۶له ماتي نه ویریږي.

۳۷کار نیمګړی نه پریږدي.

۳۸هیڅکله دروغ نه وایي.

۳۹قران لوستل او نور عبادات ورته تر هرڅه ډیر ارزښت لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*