ژوند تاسو ته څه در زده کوي؟ /سعید خان شینواری

لیکنه: سعید خان شینواری

له ژوند مې دا زده کړي چې؛ هیڅوک په پوره مانا له خپل ژوند څخه راضي نهٔ دی.

که څوک دولت لري ذهني سکون نهٔ لري، که څوک ذهني سکون لري مالي کمزورتیاوې لري.

که څوک په خپل هېواد کې په تنګ دي او بل هېواد ته د ارام لټولو په موخه ځي د هماغه بل هېواد مسافر وطن ته د راتګ هیلې لري.

څوک دومره اولاد لري چې ساتنه یې پرې بوج وي او څوک د یوه اولاد درلودلو لپاره په زیارتو او ډاکټرانو ګرځي، اوڅوک واده غواړي اوڅوک له خپلې میرمنې سره تر دوه سپږمو را رسیدلي وي.

په ټوله کې؛ د هیچا ژوند هغسې نهٔ دی څنګه چې یې هر څوک هیله لري.

د هرچا په ژوند کې د یوه څه/چا تشه شتون لري.

خو!

کله چې په دې ټولو پوه شوم دا مې هم درک کړل چې ددې نشته څیز/چا په لټه کې انسان دومره په نظر کمزوری شي، چې شته څه/څوکیې بیخي پر وړاندې پیکه شي.

زه اوس پوهیږم چې د خوښ ژوند دویم نوم جوړجاړی دی.

له ژوند، هیلو، شته او نشته سره جوړجاړی هغه چې نشته نو نشته!

خو!

هغه چې شته غواړم له همغې سره خوښ واوسم.

د هیچا ژوند یو ډول نهٔ دی.

زه په خپل ژوند تمرکز کوم او په شته څیزونو کې وړې وړې خوښۍ لټوم او له دې وړو وړو لویې خوښۍ جوړیدلی شي.

تاسو هم همداسې وکړئ ځکه که د څه لرلو خوښي وي یا نهٔ لرلو غم بیا هم ژوند تیريږي او یوه ورځ هرومرو وروستۍ ورځ ده، مرو خو ولېپه خوښۍ ونه مرو؟

دا هم ولولئ:   پۀ ځان باور که غرور؟ / عمران صمیم

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*