مه ناهیلي کېږئ / جلا سلطان

ليکنه: جلا سلطان

کله چې حالت خرابېږي,بد او سخت وخت کې تاهیلي تر ټولو ساده او آسانه کار ده. نو مونږ بايد خپل زړه ونه بايلو نو په ياد ولره, که په ژوند کې د جونګړه وسوڅيده اوخاورې شوه نو امکان لرې هغه دودونه د دې نښه وي چې الله تاسو سره کومک وکړي او الله تعالی يو ښکلی ژوند در په برخه کړي.

ناول:👇🏻

یو پاتې کيدونکی سړی له ماتې کيښتۍ په يو وړه او خالی جزيره کې په يو ډاګ کې يوازې پاتې شو.

هغه په ډير لړزونکي زړه دعا له خدايه غوښته تر څو الله تعالی مرسته وکړي په همدغه يوازې پاتې کيدو او په سختې تيريدو سره سره څوورځې تيرې شوې مګر هيڅ څوک يې هم مرسته لپاره رانغلل. نو  ځان سره يې تصميم ونيولو چې له هغه ماتو شويو لرګيو څخه ځان لپارهيوه جونګړه جوړه کړي تر څو ورته کوم څه زيان ونه رسېږي او هغه څه چې ورسره دي هغه په خپله جونګړه کې وساتي.

مګر يوه ورځ ووتلو د خواړو په لټه کې شو نو کله چې واپس راوګرځيدو خپلې جونګړې ته ګوري چې جونګړه يې آور اخيستې ده او دود يېتر آسمانه رسيږي. بدبختانه چې ډير بدې پېښې سره مخ شو او هر څه يې له لاسه ورکړي وه.

دی ډير غوصې او غم په خپل ځای کينستو او ډير خفه او ناهيلې شوخدايه څنګه راضي شوې چې له ماسره يو داسې کار وکړې“?

په بله ورځ ګوري چې د کښتۍ آواز يې تر غوږ شو له خوبه ويښ شوګوري چې يوه کښتۍ راغلې وه چې مرسته ورسره وکړي.

دا هم ولولئ:   زیاتره خلک وايي سکون نه لرو، خو ولې؟ / عزیز پردېس

هغه ستړي ستومانه او د مرسته کولو ناهيلي سړي ورته وويل چې تاسو له کوم ځايه پوه شوئ چې زه دلته يم?

هغه ځواب ورکړو: مونږ هغه دود ته متوجه شوو هغه چې تا د آور په دود باندې اشاره ورکوله.

پند: هيڅ کله هم مه ناهيلي کيږئ هر څه په صبر سره حاصليږي که ژوند هر څومره سخت هم وي خو شايد همدغه آور او دود زمونږ د نوي ژوند‌ پيدا کولو په خير وي نو هر څه تر وخت تيريدو بهتره کيږې.

إن شاءالله

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*