تلیفوني اړیکه دې په وخت ځواب کړه/ رفيع الله سیال

لیکنه: رفيع الله سیال

په تلفون اړیکه نیونه کله هم بې ارزښته نه وي بلکې؛ د ضرورت په اساس په ټلیفون یا موبایل د دوستانو، پیژندویانو، خپلوانو او وطندارانوسره اړیکه نېول کیږې. اړیکو ته په کمه کتل او په وخت یې نه ځواب کول بې انصافي ده. ته که هرڅه یې او هرڅومره مصروف یې خو کلهچې تاته څوک په موبایل زنګ وهې نو حتمې ده چې تاسره به یې ضرور کار وي، یا خو به ستا لپاره داسې خبر لري چې ستا لپاره به بېنهایته زیاته مهمه وي. که نه یې تاسره ضرور کار وي او نه درته کومه مهمه خبر ولري نو حتمې ده چې ستا د روغ رنځور پوښتنه به کوي،نو تاته ښایې چې باید اړیکه یې ځواب کړې. که عین وخت کې ته مصروف یې او اړیکه نشي ځواب کولای نو دا په یاد ولره چې دا یېنزاکتا حق جوړیږې چې له اوزګارتیا وروسته ورته زنګ ووهې.

په کوم وخت کې باید اړیکه ونیسې!

زموږ و ستاسې هغه خپلوان، دوستان او په ټوله کې پیژندویان چې مصروفیت لري یا په اصطلاح وظیفه لري. هغه که هرڅه وي، قاضي،ډاکتر، انجینر، مدیر، ښوونکی، حتا که ډریور هم وي خو که ډېره ضرور نه وه په رسمي وخت کې باید اړیکه ورسره ونه نېسې ځکه؛ واضحده چې مصروفه به وي. که ضروري وه او اړیکه مو ونېوله، له سلام کلام وروسته سیده خپلې خبرې ته راوګرځه او خپله خبر یا موضع دېپه لنډ ډول مطرح کړه، دا ډېره نامناسبه ده چې یو وظیفه لرونکي شخص سره دې په رسمي وخت کې له ضرورت پرته اوږدې خبرې وکړې. بیا هم که ستا اړیکه یې ځواب نکړه نو ته باید پدې پوه شي چې هغه به ډېر مصروف وي، دا ډېره نامناسبه ده چې بیا بیا د اړیکې نیولوهڅه کوې.

دا هم ولولئ:    په ځان د باور ترلاسه کولو لپاره ۷ مرحلې / محمد راتب آريا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*