په خپله خوښه ژوند وکړه / صادق ترابزی

لیکنه: صادق ترابزی

زموږ ټولنه کې زیات خلک له دې زوریږي او ژوند یې محدود کړی وي چې خلک به څه وايي؟

زه د یوې کلیوالې سیمې اوسیدونکی یم او که تاسو هم د کلیو له وضعیت خبر یې حتما به درته مالومیږي چې ولې ځینو مواردو کې خلکمجبور دي چې د نورو په خوښه ژوند وکړي.

دا مجبوریتونه حتا کله له اسلام سره ټکر کې وي خو د دې لپاره چې خلک ورباندې خبرې و نه کړي، ځینې ناسم کارونه د خلکو له پيغور اوژبې څخه د ساتلو په موخه کوي.

ایا تاسو د خلکو له خبرو خلاصیږئ؟

ددې ځواب نه دی

ځکه چې ناسم رقابتونه د دې لامل کیږي چې تاسو باندې هر کله خبرې وشي او هر ډول چې کیږي د خلکو پروړاندې منفي تصویر کېښکاره شئ.

د کلیو تربورولي خو درمالومه ده، که دې لږ پرمختګ وکړ، د بې دینه، ملحد، بې لمانځه اوټاپې درباندې وهل کیږي، که دې د ټولنې داصلاح لپاره یو ګام پورته کړ چې د ټولنې له مزاج سره برابر نه وي، بیا به سل او شل ټاپې درباندې لګول کیږي.

یو مثلا ذکر کو، ولور په اسلام کې یو ناروا عمل دی، ښه به پوهیږي چې ولور ګنا ده، د لور ژوند یې هم خرابیږي، خو دا چې ټولنې او یاسیمه کې رواج دی، د نجلۍ کورنۍ مجبوره ده چې په لور باندې پيسې واخلي، ځکه خلک پيغور ورکوي چې لور باندې په تنګ و او د خپلویې مفته ور واده کړه.

بل مثال، له میرمن او اولادونو سره مینه کول، د میرمن نه وهل، هغې ته نه غوصه کیدل، په ځینو ټولنو کې بد منل کیږي، هغه سړی دووس اوبې غیرته یادیږي چې ښځې ته خاندې، ښځې سره یو کار کې مشوره کوي، ښځې سره بازار او چکر ته ځي، په داسې حال کې چې لهښځې او اولادونو سره مینه کول زموږ د دین یوه برخه ده، له ښځې سره مشوره کول او اولادونه ښه ساتلو باندې خدای خوشحاله کیږي.

دا هم ولولئ:   کتاب لوستنه/زلمی حلیمي

خو دلته چې ټولنه کې خلک درباندې خبرې و نه کړي، دووس او بې غیرته ټاپه درباندې و نه وهي، ځینې مجبور دي چې د د کورنیو نوروغړو په مخ کې ښځه بې ابه کړي، اولادونو باندې غوصې وکړي، ښځه له ځان سره بازار او چکر ته نه بیايي. تاسو به پوهیږئ چې دا ټولشیان موږ ناارامه کوي چې د ټولنې د مجبوریت له خاطره یې کو، خو بیا هم مجبور یو.

نو ولې په خپله خوښه ژوند و نه کړو؟

زموږ ټولنه کې له خبرو خلاصیدل نشته، ښه به دا وي چې دا ځینې بد رواجونو سره مبارزه وکړو، د بې غیرتۍ او دووسۍ پيغورونه واورو،خو د ټولنې له مجبوریتونو او پيغورنو له ډاره باید ناسم رواجونه تعقیب نه کړو.

یو کس به په یو چا ، یا په یو کور باندې ډول ډول خبرې کوي چې داسې دی، هاغسې دی، خو که همدې کس یا کورنۍ کره اوړه نه و، واللهکه یې یو هم پوښتنه و نه کړي، د هغې ټول ژوند کې به کار لري، خو که هغه یوه ورځ وږی شو، یو به یې هم پوښتنه و نه کړي.

د خلکو له خبرو خلاصیدل نشته، ښه دا دی چې خپل ملي او اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسئ او د ټولنې ټول هغه بد رواجونه ماتکړئ، چې هر کله یې تاسو ته خلک د پيغور په ډول یادوي.

داسې ژوند وکړئ، چې تاسو پکې ارامه یاست، د خلکو له خاطره داسې ژوند مه کوئ چې تاسو پکې ناارامه یاست او د مجبورې ورځېمو ورته مخه کړې وي.

دا هم ولولئ:   څنګه کولای شو چې د شپې ښه خوب وکړو؟_ بلال احمد رحیم زوی

له میرمن، کورنۍ غړو، خپلوانو او کلیوالو سره په تربګنۍ ښه نه ښکارئ، بلکې په خندا ښه ښکارئ، خو هغوی چې تاسو سره ستاسو دښه ژوند له کبله وران وي، یوه ورځ راځي چې ستا لار به غوره کوي.

تاسو خپله ښه ژوند وکړئ، خلک به خپل کار کوي. ژوند یواځې په پيسو نه دی چې مالداره به له مینې ډک او غریب به له کرکې ډک ژوندلري، مینه په پيسو نه ده، بلکې یو الهي نعمت دی چې په غریبۍ کې له سرمایه دارۍ ډيره وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*