په ژوند کې د اهدافو ټاکل،لارې چارې او ګټې يې/جاوید کریمي

لیکوال:جاوید کریمي

په ژوند کې د اهدافو ټاکل،لارې چارې او ګټې يې:

د اهدافو ټاکل، یانې څه؟

د خپلو مطلوبو لاسته راوړنو حاصلولو  په خاطر د فعالو او موثرو فعالیتونو د ټاکلو يوه پروسه ده.شاید تاسې ددې خوب وینی چې په راتلونکې کې يو ښه ډاکټر،يو ښه انجینیر او یا هم يو د بل مسلک اړوند متخصص شی،چې دغه هر خوب پر اهدافو ټاکلو او ورته رسېدلو مشتمل دی.چې بیا دغه هر هدف پر نورو کوچنیو اهدافو ویشل کیږي چې د ترلاسه کیدو وړ وي.

اهداف له دې نګاه نه په درېېو ډلګيو ویشل شوي:

Process Goals, Performance Goals & Out Come Goals

Process Goals: دا ډول اهداف د یو لړ مشخصو کړنو او فعالیتونو ته ویل کیږي،مثلاً که يو کس ووايي چې هره شپه له ويده کېدو مخکې به دوه ساعته مطالعه کوم.چې دغه ډول اهداف ۱۰۰ سلنه د یو کس له لوري د کنترول وړ دي.

Performance Goals: دا ډول اهداف بیا د افرادو له معیار او سټنډرډ پورې تړاو لري مثلاً که یو کس وايي زه به سږ کال د خپل ټولګي اولنمره ګي تر لاسه کوم،چې دا ډول اهداف هم تر ډیره د کنترول وړ دي.

Out Come Goals: دا ډول اهدافو تر لاسه کیدل پر بریالي کیدو متکي وي،مثلاً که يو کس وغواړي پخپل مسلک کې په يوه ځانګړې اداره کې ځانته دنده پیدا کړي،چې دغه ډول اهدافو کنترول سخت وي ځکه چې زموږ د اهدافو ترلاسه کیدل د بیروني تاثیراتو تر اغیز لاندې هم راتللای شي،مثلاً،موږ غواړو تر روان نوي کاله پورې په X اداره کې ځانته پخپل مسلک کې يوه دنده پيدا کړو،خو نوموړي اداره د ځينو دولتي پالیسیو پر اثر خپل فعالیت محدود کړي او یا هم د ځینو نورو عواملو پراساس نور پرسونل ونه ګماري.

دا هم ولولئ:   د مطالعې سرعت زیاتولو لارې چارې / جاويد کريمي

دغه پورته درې واړه اهداف پخپلو کې يوه خطي اړیکه لري،که موږ خپل process اهداف تر لاسه کړل موږ Performance اهدافو ته نږدې او ترلاسه مو کړل او همدا شان که خپلو performance اهدافو ته ورسېدو نوموږ خپلو Out come اهداف ترلاسه کړل.

L5gSEnco9Ilp4HnCCIu4QuTi5+XrBdPAM+UvYUHAsTBrD5cAAAAASUVORK5CYII=

د اهدافو د ټاکلو عمومي لارې چارې:

دواړه (لنډ مهاله او اوږد مهاله) اهداف مو مشخص او وتاکئ.
خپل اهداف مو SMART وټاکئ:

3gglmFBb5AVgbCCd3ZQ4r8SyKvK30D+BvI3kP9IIP8Huk8b8SnXh3cAAAAASUVORK5CYII=

Specific مشخص: اهداف باید مشخص وي.

 Measurable د اندازې وړ : اهداف  باید د اندازې وړ وي

Attainable د ترلاسه کېدو وړ: اهداف بایدخپلو امکاناتو او توانایی ته په کتو وټاکل شي چې د ترلاسه کېدو وړ دي او که نه.

Realistic واقع ګرایانه:اهداف باید واقعي وي او تش خیالي نه وي.

Time Bound/Time Based: مشخص وخت: اهدافو لپاره باید مشخص وخت ټاکل شوی وی چې له دې وخت نه تر هغه وخته به دا هداف ترلاسه کوو.

داسې اهداف وتاکئ چې تاسې يې ترلاسه کېدو ته تشویقیږی.
اهداف مو ولیکئ،بیا هغه کاغد داسې يو ځای کې ځوړند کړئ چې تاسې يې هر وخت وینی.
د یو هدف ترلاسه کيدو په صورت کې ځان سره یو یاداشت واخلئ چې دا به تاسې ته خوښي در وبخښي او د نورو اهدافو ترلاسه کولو لپاره به لا وهڅېږی.

 

د اهدافود ټاکلو ګټې:

اهداف داسې معنا لري لکه يو کس چې په نابلده ښار کې روان وي او ددې ښار د خلکو په ژبه هم نپوهيږي،خو دې وخت کې ورته GPS ورکړل شي او پکې منزل يې مشخص کړای شي،څه فکر کوی چې دغه آله به دغه کس لپاره څومره د اهمیت وړ وي،یقینا چې ډيره زیاته.

اهدافو ټاکل مو پر کارونو تمرکز برابروي.
په کارونو کې د ځنډ مخنیوی کوي.
کړنې مو اندازه کوي (څومره هدف ته نږدې یو او څومره نور کار باید وکړو)
د وخت ښه مدیریت رامنځته کوي
تشویق او هڅونه رامنځته کوي
ژوند کې مو ذهني فشار کمیږي/ختمیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*