مختلط(ګډ) اقتصادي نظام ( Mixed Economic System)

لیکنه:قیام صدیقي

مختلط اقتصادي نظام هغه نظام دی چې د پانګوالۍ او سوسیالیزم دواړه اړخونه سره یوځای کوي. یو مختلط اقتصادي سیستم د شخصي ملکیت ساتنه کوي او هم د پانګې په کارولو کې تر یوې کچې اقتصادي ازادۍ ته اجازه ورکوي. همدارنګه دولتونو ته اجازه ورکوي چې د ټولنیزو موخو د ترلاسه کولو لپاره په اقتصادي فعالیتونو کې مداخله وکړي.

د نیوکلاسیک تیورۍ له مخې، مختلط اقتصادي سیستم د «خالص آزاد بازار» په پرتله لږ اغیزمن دي، مګر د حکومت د مداخلې پلویان استدلال کوي چې په آزادو بازارونو کې د مؤثریت لپاره اړین اساسي شرایط (لکه: مساوي معلومات او د بازار منطقي برخه اخیستونکي) په عملي توګه نشي ترلاسه کیدای.

مختلط اقتصاد هغه اقتصاد دی چې د آزاد بازار او ځینې سوسیالیستي عناصرو څخه ترکیب شوی دی، چې د خالص پانګوالېزم او خالص سوسیالېزم ترمنځ په دوامداره توګه قرار لري.

مختلط اقتصادي سیسټمونه عموماً د تولیدي وسایلو شخصي ملکیت ته اجازه ورکوي او دولت د مقرراتو له لارې په اقتصادي چارو کې مداخله کوي، همدارنګه مختلط اقتصادي سیسټمونه هغه غوره صنعتونه ټولنیز کوي چې اړین ګڼل کېږي یا عامه توکي تولیدوي.

ټول پېژندل شوي تاریخي او عصري اقتصادي سیسټمونه د مختلط اقتصاد مثالونه دي، که څه هم ځینې اقتصاد پوهانو د مختلط اقتصاد د مختلفو ډولونو اقتصادي اغیزو باندې نیوکه کړې.
ډیری عصري اقتصادي سیسټمونه د دوه یا ډیرو اقتصادي سیسټمونو څخه ترکیب شوې دي. په مختلط اقتصادي نظام کې عامه سکتور د خصوصي سکتور تر څنګ کار کوي. ممکن دوی د ورته محدودو سرچینو لپاره سیالي هم وکړي. مختلط اقتصادي سیسټمونه د خصوصي سکټور د ګټې تعقیبولو مخه نه نیسي. دا سیستم سوداګري تنظیموي او کیدای شي هغه صنعتونه ملي کړي چې د عامه ګټو لپاره مهم دي.

دا هم ولولئ:   بې روزګاري، لاملونه او پر هیواد یې اغېزې | خیال شینواری

د بېلګې په ډول متحده ایالات یو مختلط اقتصادي نظام لري، ځکه چې د تولید د وسایلو ملکیت اکثرا شخصي لاسونو ته پریږدي مګر ځینې عناصر لکه د کرنې په برخه کې سبسایډي، د تولیداتو مقررات او یا هم د ځینو صنعتونو جزوي یا بشپړ عامه ملکیت (لکه: ملي دفاع) دولت په لاس کې اخلي. په حقیقت کې ټول پیژندل شوي تاریخي او عصري اقتصادي سیستمونه مختلط دي. «خالص سوسیالیزم» او «خالص ازاد بازار» دواړه یوازې د نظري جوړښت استازیتوب کوي.

مختلط اقتصاد نظام د آزاد بازار په مقابل کې

مختلط اقتصادي سیسټمونه د «لیسز فایر» سیسټمونه ندي، ځکه چې حکومت د ځینو سرچینو د کارولو په پلان کې ښکیل دی او کولی شي د خصوصي سکټور په کارونو باندې کنټرول ولري همدارنګه دولتونه کولی شي د خصوصي سکټور د مالیې په ورکړې، له دې مالیې څخه د ټولنیزو اهدافو د تعقیب او د عاید او شتمنۍ په بیا وېش کې هڅه وکړي.

د کاروبارونو ملاتړ، سبسایډي، مالیات وضع کول او مالي خوځښتونه د حکومت د مداخلې عام مثالونه دي.

همدارنګه هیوادونه اکثراً په بازارونو کې مداخله کوي ترڅو هدفي صنعتونو ته وده ورکړي.

مختلط اقتصاد د سوسیالېزم په مقابل کې

سوسیالیزم د تولیدي وسایلو مشترک یا مرکزي مالکیت ته اړتیا لري. د سوسیالیزم پلویان پدې باور دي چې مرکزي پلان کولی شي د لوی شمیر خلکو ګټې تامین کړي.

سوسیالیستان باور نه لري چې د آزاد بازار پایلې به د کلاسیک اقتصاد پوهانو لخوا وړاندیز شوي مؤثریت او اصلاح ترلاسه کړي، نو سوسیالیستان د ټولو صنعتونو ملي کولو او ټولو خصوصي سرمایوي توکو، ځمکو او د طبیعي زیرمو د استخراج د سلبِ مالکیت ملاتړ کوي. خو مختلط اقتصادي سیستم په ندرت سره تر دې حده افراط کوي. دا سیسټم یوازې هغه غوره موارد پیژني په کوم کې چې مداخله کولی شي هغه پایلې ترلاسه کړي چې په آزاد بازارونو کې یې ترلاسه کول امکان نلري لکه: د نرخ کنټرول او د عاید بیا ویش.

دا هم ولولئ:   ریاضي څنګه تدریس کړو؟ / عبدالغفار فضلي

د مختلط اقتصاد نظام ځانګړتیاوې

د ټولنیزې هوساینې پروګرامونه

ډیری مختلط اقتصادي سیسټمونه حتا هغه اقتصادي سیسټمونه چې په شدید ډول بازار محوره دي بیا هم بې وزلو خلکو سره په کافي اندازه مرسته کوي. په متحده ایالاتو کې فدرالي حکومت د ټیټ عاید لرونکو اشخاصو لپاره د SNAP ګټې، Medicaid او عامه کورونه چمتو کوي.
په لویدیزې اروپا کې ډیری هیوادونه د ټولنیزې هوساینې خورا سخاوت لرونکې برنامې لري په تېره بیا د دولت له لورې چمتو شوي روغتیایي خدمات او د کاریګرو قوي ملاتړ.

د قیمت کنټرول / سبسایډي

پداسې حال کې چې په مختلط اقتصادي سیستم کې نرخونه عموما د بازار له لورې ټاکل کیږي خو دولت ممکن مداخله وکړي ترڅو د ځینو اجناسو بیې د یوې ټاکلې کچې څخه د لوړیدو یا راټیټیدو مخه ونیسي. د بیلګې په توګه ډیری مختلط اقتصادي سیسټمونه د «حداقل مزد» قوانین لري تر څو د کاري ځواک د استثمار مخه ونیسي همدارنګه دولتونه ممکن د کروندګرو یا نورو کلیدي صنعتونو د ملاتړ لپاره له سبسایډي استفاده وکړي.

د سوداګرۍ قوي مقررات

پداسې حال کې چې په مختلط اقتصادي سیسټم کې ډیری سوداګریز فعالیتونه د آزاد بازار له لورې رهنمایي کیږي خو حکومتونه ممکن د مضرو محصولاتو، ککړتیا، یا انحصاري سوداګریزو کړنو څخه د خلکو د ساتنې لپاره مداخله وکړي او مقررات وضع کوي.

د حقیقي نړۍ مثالونه

له تخنیکي پلوه نږدې هر هیواد یو مختلط اقتصادي سیسټم لري ځکه چې دا د یو هیواد لپاره ستونزمن کار دی چې اقتصادي فعالیت ته د حکومت د مداخلې یا د بازار د فعالیت پرته دوام ورکړي. حتا شمالي کوریا هم محدود شمیر خصوصي بازارونو ته اجازه ورکوي.

دا هم ولولئ:   پانګوالي او خاني د فکر تولیدونکي

مګر د مختلط اقتصاد غوره مثالونه هغه هیوادونه دي چیرې چې حکومت د بازار اقتصاد کې د پام وړ رول لوبوي. په لویدیزې اروپا کې ډیری هیوادونه مختلط اقتصاد سیسټم لري ځکه چې حکومت د سخاوتمندانه سوکالۍ پروګرامونه وړاندې کوي او د سوداګریزو فعالیتونو برخه کې سخت مقررات وضع کوي. د بېلګې په توګه متحده ایالتونه ډیری ټولنیز پروګرامونه او دولتي تصدۍ لري چې بې وزله خلکو ته ګڼې ښېګڼې وړاندې کوي.

برعکس ډیری سوسیالیست هیوادونه د دوی د لوی خصوصي سکتورونو له امله مختلط اقتصاد ګڼل کیدای شي. چین او ویتنام دواړو په بریالیتوب سره خپل ډیری دولتي تصدۍ خصوصي کړي او هم یې په اقتصادي چارو .کې یې د دولت د رهبرۍ رول ساتلی

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*