د مطالعې سرعت زیاتولو لارې چارې / جاويد کريمي

لیکوال: ‏Esther Lombardi ژباړه: جاويد کريمي

ځینې وخت، ورو ورو(کم سرعت) لوستل مهم وي،لکه په يوه موضوع کې د يوې خاصې جملې لوستل، چې جمله یا ډيره مبهمه وي او یا همنهايي مهمه،او یا هم ځینې وخت اړتيا پیدا کیږي چې تیرې پاڼې ته رجوع وشي او له سره پرې کتنه وشي،چې دا حالت ډیر کمپيښېدونکی دی،ولې تر ډيره موږ په سرعت سره د لوستنې نه زیاته ګټه اخیستی شو.

د لوستلو اوسط سرعت په يوه دقیقه کې ۲۰۰ نه تر ۳۵۰ کلیمو کيدای شي.مګر دا سرعت د لوست موادو او لوستونکي تجربې پورې تړلی.

لاندې لارو چارو عملي کول،کولای شي د لوستلو سرعت کې زیاتوالی او ښه والی راولي:

 

هغه مواد چې تاسې يې لوستل غواړی،لومړی يوه عمومي کتنه ورته وکړئ،عناوین او فصلونه يې له نظره تېر کړئ،تر څو د کتاب ،مجلېاو یا هر هغه څه، چې تاسې يې لوستل غواړی

په عمومي جوړښت يې ځان پوه کړی.

د لوست سرعت مو موادو ته په کتو تنظیم کړئ،هغو ځایونو کې يې سرعت کم کړئ چې پوهیږئ دا جمله یا پارګراف نوی او مهمدی،برعکس په هغو برخو کې مو سرعت زیات کړئ پوهیږی،دا جمله یا پارګراف تکراري او یا هم ډير مهم ندی.

لوستونکي کولای شي،خپل د لوستنې سرعت په فوق العاده شکل زیات کړي،هغه داسې چې ددې پر ځای چې په متن کې په هرېکلیمې تم شي ،تمرکز وکړي او یا يې تلفظ کړي،پر ځای يې يو څو کلیمو په يو وخت کې له نظره تېر کړي،چې پدغه برخه کې د Ace Reader/Rapid Reader پنوم پروګرامونو نه مرسته اخیستل کیدای  شي.

دا هم ولولئ:   د بریالي ژوند اووه لنډ اصول / عدنان نجیبي

بله لاره هم د سرعت د زیاتولو دا کیدای شي،په متن کې په کلیدي کلیماتو تمرکز وشي،نه په حروف اضافه،حروف ربط او یا نور ضمنيکلیماتو لکه(مګر،بلکه،نه،او ….)

د لوست په وخت  په هغه کرښه چې تاسې يې همدا شیبه لولی، د قلم،پنسل او یا هم د ګوتې ګرځول کولای شي ستاسې تمرکز حفظکړي او د عین کرښې د بیا بیا لوستلو مخنیوی کوي چې  سرعت د ښه کېدو باعث ګرځي.

د لوستلو/مطالعې لپاره مهال وېش وټاکئ،کیدای شي تاسې ونشی کړلای، له يوه ساعت /نیم ساعت څخه زیات په موادو خپل تمرکزوساتی،نو په همدې اندازه باید د ورځې مطالعه یا لوستل وکړئ،او یا هم د ورځې په اوږدو کې په هغه وخت کې تاسې لوستلو ته وختوټاکئ چې تاسې پوهیږئ هغه وخت کې تاسې ورته ذهنا اماده ياست او خپل تمرکز ساتلای شی.

د لوستلو لپاره هغه ځای وټاکئ چېرته چې تاسې ته خنډونه او مزاحمت نه وي.

تمرین ،تمرین او بیا هم تمرین کولای شي ستاسې د لوست سرعت زیات کړي،پورته ياد شوي تخنیکونو عملي کول کولای شي،د لوستلوسرعت مو زیات کړي.

یادونه: مطالعې لپاره د ځانګړو عینکو کارول هم پدې برخه کې مرسته کولای شي،او همدارنګه نباید د سرعت د زیاتولو په خاطر دموضوع مهمې برخې له پامه وغورځول شي او بله دا چې په هغه برخه چې سم پوه نشوی،سمدستي بیرته لوستل يې کولای شيستاسې د لوست سرعت را کم کړي،پکار دا ده چې لږ وروسته بېرته پرې له سره يوه کتنه وشي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*