د انټي بيوټيکونو بې درېغه کارونه / حامد مشواڼی

ژباړه:حامد مشواڼی

د داسې يو حالت تصور وکړه چې له دې امله جراحي عمليات نه شې کولای چې داسې انټي بيوټيک به نه وي چې له جراحي عملياتو څخهوروسته يې د مکروبونو د مخنيوي لپاره وکاروې!

همدا وخت ډېر نژدې شوی دی، يوه نوې څېړنه چې په لينسټ (The Lancet) ژورنال کې خپره شوې ده، ښيي چې د مکروبضد درملوسره د مقاومو بکترياوو له امله په ۲۰۱۹ زېږديز کال کې ۱.۲۷ مليونه انسانان مړه شوي دي. زه او ته هم بايد د انټي بيوټيکونو د مقاومتپيدا کېدو په اړه اندېښنه ولرو. د دې لپاره چې ځان او کورنۍ مو له انټي بيوټيکونو سره د مقاومت له پيدا کېدو څخه ژغورلي وي، بايدلاندې نقطې په کلکه عملي کړو:

په خپل سر درمل مه کاروئ، د درملو په ناسمه توګه کارولو سره دا شونتيا ډېرېږي، چې د سختې اړتيا پر مهال به درته بيا هغه درمل کارنه کوي، ځکه چې ستا په بدن کې به ورسره بکتريا مقاومت پيدا کړی وي.

په لاندې انځور کې د يو ناروغ د کلچر معايناتو نتيجه وينئ چې له دې ټولو انټي بيوټيکونو سره يو عادي مکروب (Staphylococcus) چې د ناروغ په پوستکي يې سطح جوړه کړې ده، مقاوم دی. په دې دومره انټي بيوټيکونو کې يو هم د هغه دا مکروب نه شي ختمولی، ځکهچې مقاومت يې ورسره پيدا کړی دی.

3a024b78 c5c5 4786 ad44 4220972c2c98

انټي بيوټيکونه هغه درمل دي چې د بکترياوي مکروبونو پر ضد عمل کوي، نه د ويروسي مکروبونو پر ضد، له همدې امله د زکام او نزلېلپاره انټي بيوټيکونه مه کاروئ، ځکه چې دا ويروسي ناروغۍ دي. کله چې تاسو د زکام او نزلې لپاره انټي بيوټيکونه وکاروئ، ستاسېناروغي ورسره نه ښه کېږي؛ خو ستاسو بدن له دې درملو سره مقاومت پيدا کوي، بله ورځ چې تاسې بله ناروغي لرئ او همدې انټيبيوټيک ته واقعي اړتيا ولرئ، دا به بيا په تاسو کار نه کوي.

دا هم ولولئ:   د شین چای روغتیايي ګټې  

کله چې انټي بيوټيکونه [د ډاکټر په لارښوونه] کاروئ، نو کورس يعنې ډوز پوره کړئ، حتی که ناروغي مو ښه هم شي، درمل په نيماييکې مه پرېږدئ، کورس نه پوره کول او درمل په نيمايي کې پرېښودل د بکترياوو د مقاومت پيدا کېدو لامل کېږي.

مقاومې بکترياوې هغه بکترياوې دي چې هغوی دا وړتياوې پيدا کړې وي چې د انټي بيوټيکونو له ځانګړتياوو سره مقاومت وکړي، يعنېانټي بيوټيک پرې کار نه کوي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*