د ژوند سختو شېبو کې د بريا لپاره ځينې لارښوونې/ عزيز پردېس

ژباړه او زیاتونه:محمد عزیز پردېس

ژوند له لوړو او ژورو سره مل دی، هر څوک د خپل ژونداوږدو کې له يو لړ ستونزو او نېکمرغيو سره مخ کېږي. بريالي کسان هغه دي چې له نېکمرغيو خوند او له بدمرغيو درس واخلي.

دې ليکنه کې به تاسو ته يو لړ هغه لارښوونې وړاندېشي، چې د ژوند سختو شېبو کې درسره مرسته وکړي؛څو پر ستونزو برلاسي شئ:

۱ تاسو هغه څه نه ياست، چې پخوا ورسره مخ شوي وئ

که پخوا او تېر وخت مو هرڅومره له ستونزو ډک و؛ خو پرته له شکه چې يو روښانه او نېکمرغه راتلونکې مو په انتظار ده. تاسو نور هغه پخوانی کس نه ياست. تاسو نور هغه پخواني حالت کې نه ياست، چې خلکو به درسره ښهچلند نه کوه. تاسو همغه څوک ياست چې همدا اوس يېپه اړه فکر کوئ. تاسو پرته له شکه هغه څه ياست چېهمدا اوس د هغه په ترسره کولو بوخت ياست. پخوا، پخوا وه او اوس؛ اوس دی.

تاسو همغه څوک ياست چې وئ او همغه څيزونه لرئ چېاوس يې لرئ. ترټولو مهمه خبره دا ده چې داسې يو مثبت فکر پيدا کړئ چې ستاسو لپاره الهام بښونکیوي او تاسو ته د ژوند کولو لپاره انګېزه درکړي. په همدې اړه فکر او تمرکز وکړئ. ښايي فکر وکړئ چېډېر څه نه لرئ يا هم هېڅ څه نلرئ، خو ذهن لرئ چېتاسو ته انګېزه درکړي. د ژوند د مخکې تګ لپاره همدا هم بسنه کوي.

دا هم ولولئ:   ايا موخو ته رسېدل اسان کار دی؟_عبدالرحمن آريوبي

۳ستونزو سره مخامخېدل د پرمختګ يوه طبيعي برخه ده

د ژوند يوه برخه د غيرمنتظره ستونزو او کړاوونو تجربه کول دي. اشخاص خپل کار له لاسه ورکوي، ناروغېږي او کله ناکله بېلابېلو پېښو کې حتی خپل ژوند هم لاسه ورکوي. کله چې ځوان ياست او هرڅه په سمه توګه روان وي، نو د دې ډول پېښو تجربه کول واقعاً ستونزمن او سخت کار دی. داسې حالاتو کې ترټولو غوره او مناسب کار چې موږ يې کولی شو، هغه نه عصباني کېدل او نه غوسه کېدل دي. دا ومنئ چې احساساتي او عصباني چلند اوضاع نوره هم ګډوډوي او دا پېښې دومره بدې او کرغېړنې هم نه دي او که وي هم؛ نو د غښتلتيا او پخېدولپاره يو فرصت دی.

۴ توپير نه کوي چې د څه مودې لپاره مو د ژوند برنامه ګډه وډه شي

لازمه نه ده تل داسې وښايئ چې غښتلي ياست او هېڅڅه ته اړتيا نه لرئ او تل خلکو ته دا ثابت کړئ چې هرڅهپه ښه توګه مخ ته ځي. همدارنګه په دې اړه بايدتشويش هم ونه لرئ چې نور خلک ستاسو په اړه څه فکر کوي. که د ژړا لپاره اړتيا وي، وژاړئ او زړه مو تش کړئاو په بېړه دا کار وکړئ؛ څو وشئ کولی چې ډېر ژر مُسکا ته هم زمينه برابره کړای شئ. مُسکا او خندا کول تل د دې مانا نه ورکوي چې ته دې خوشحاله يې. مُسکا او خندا کول ځيني وختونه دا مانا هم ورکوي چې تاسو دومره غښتلي ياست چې د ستونزو سره د مخامخېدو پر مهال هم کولی شئ مُسکا وکړئ.

دا هم ولولئ:   له خلکو سره کار او مینه وکړئ | ګلاب بهار

۵ ژوند له هغې هم ماتوونکی، ناڅاپي او لنډ دیچې تاسو يې په اړه فکر کوئ

ښايي چيغن او غالمغالي ونه اوسئ. همدا اوس به يو څوکګورئ چې د خپل سبا لپاره د برنامې پر جوړولو بوخت دی، پرته له دې چې په دې پوه شي چې دی نن مړ کېږي. واقعا دردوونکې ده، خو واقعيت لري. په همدې اساس هڅهوکړئ چې له وخته مو په ښه توګه ګټه پورته کړئ او د ژوند په قدر پوه شئ. د ژوند هره شېبه د الله تعالی له لوري تاسو ته يوه ډالۍ ده. هڅه مه کوئ چې ځان په ستړي کوونکو او بې ګټې کړنو بوخت وساتئ. وخت د هغه څيزونو لپاره ولګوئ چې تاسو سره د موخو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*