خپله حافظه څنګه غښتلې کړو؟_ سردار محمد سمسور

لیکنه:سردار محمد سمسور

د حافظې دنده په ذهن کې د معلوماتو ثبتول او بيا يادول دی څومره چې يوه موضوع ښه درک شې هغومره ښه په حافظه کې ثبت او ځاى پرځاى کيږي په حافظه کې د مفهوم ثبت کيدل د وخت اواشخاصو کې توپير لري ځينې کسان يې ژر حفظ کوي او ځينې يې په ورو ډول ځينې ټول مطالب ظبط کولى او ځيني يې څه برخه،
له حافظې څخه هيريدل هم توپير لري ازميښتونه ښيې چې %٥ معلومات په لومړى ساعت کې %٦٥ په 24 ساعتونو کې او %٨٠ له زده کړي او پوهيدلو څخه وروسته تر يوې مياشتي پوري هيريږي او له حافظې څخه وځي حافظه د نورو غړو په څير تمرين غښتلې کيږي او دغه راز د تمرين په نه کولو کمزوري کيږى ارامتيا، مناسب خواړه، بدني روزنه او تفريح، جسمي او ذهني روغتيا ته پام کول، مهالويش درلودل او مطالعه کول هغه څه دي چې حافظه ورباندي غښتلې کيږي تر کچې ډير ذهني کار او له حافظي څخه بيځايه ګټه اخيستل حافظه او مغز کمزوري کوي،
د مغزي روغتيا لپاره بايد وينې ته پوره اکسيجن ورسيږي پوره خوب او آرام وکړئ، د سګرټ څکلو او د ځينو مسکنو او اراموونکو درملو له استعمال څخه ډډه وکړئ ښه خواړه وخورئ که کولائ شئ له هګئ، ينې، غوښې، سبزيجاتو، کبانو، شيدو او مستو څخه ګټه پورته کړئ، په نومونو، شعرونو،ورځني کارونو او د معلوماتو په ترلاسه کولو سره خپله حافظه غښتلې کړئ حافطې ته د معلوماتو د رسيدلو لارې زمونږ پنځه ګوني حواس دي د هغوى د روغتيا او ورڅخه د ښې ګټې اخيستلو ته بايد پام وشى دا ځان ته معلومه کړئ چې په اوريدلو که په ليدلو سره ستاسو حافظه معلومات ښه خوندي کولاى شي په همغي لاره معلومات ورکړئ د ځينو خلکو حافظې داسې وي چې که خپله معلومات وليکي حافظه يې
ښه ساتلئ شي په هر حال که ستاسو حافظه په هره لاره عادت شوي وي له هغې لارې څخه ګټه اخيستل اغيزناک تماميږي.

دا هم ولولئ:   اقدام کول مو لاسته راوړنې ډېروي_ عبدالرحمن آریوبي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*