دحمل په دوران کې دTorch انتانات (‏Torch infection in pregnancy)/شغله شېنوارې

لیکواله: متخصص دوکتورس شغله شېنوارې.

د انتاناتو یو ګروپ دی چې په  باکتریا، پرازیټ او ویریوس پکې شامل دی او د ا هغه انتانا دي چې د مور نه کوچني ته لېږدول کېږي.

او په کوچني کې د Anomalies او Fetal loss سبب کېږي.

لاندې انتانات پکې شامل دي:

Toxo phlasmosis _ : T

(Syphilis – vari cella zoster  provirus – listeriosis) other infection _ o

Rubella _R

Cytomegallo virus _ C

Herpes simplex type 2 _ H

چې موږه یواځې د Toxoplas mosis په اړه معلومات ارایه کوو.

Toxoplas mosis:

دا یوه پرازیټي ناروغي ده کوم چې Toxo plasma gondi په واسطه پیداکېږي او دا پرازیټ په غوښه او Veget able  کې شتون لري.

نو که غوښه ښه سمه پخه نشي او یا هم ترکاري سمه ونه مېنځل شي، ددې پرازیټ Cyst او هګۍ انسان ته لېږل کېږي او د ککړو اوبو لهلارې لېږدول کېږي.

د یادونې وړ ده چې دغه خوراکي شیان او د څښلو اوبه د پیشوګانو او سپیو د غایطه موادو په واسطه ککړېږي.

Maternal and fetal effect:

د حمل په جریان کې جنین د انتان د خطر سره مخ کېږي چې دپلاسنتا له طریقه ورته انتقالېږي.

دا انتان  حمل ډېر د خطر سره مخامخ کوي او د جنین وژونکی دی، خصوصاً د حمل په اولو وختونو کې، همدا راز شل سلنه کوچنیانFetal syndrome ورکوي لکه Choroidoretinitis microcephaly hydrocephaly convulsions

Patchy cerebral calci   fication کیدای شي راتلونکې کې د دید مشکلات ولري.

او که چېرته انتان د حاملګۍ په وروستیو وختونو کې پیدا شي نو کیدای شي نوزاد اختلاجات jaundice یا ژیړی ـ pneumonistis دیدد مشکلات او او داسې نور پیدا کړي.

دا هم ولولئ:   د مصنوعي ځیرکتیا د خطرونو کچه / قریب آرین

کلنیک:

اکثره بې عرضه وي، خو ځینې ناروغانو کې لمفاوي عقداتو پړسوب د وجود په ځینو برخو کې او همدارنګه تبه، کسالت، بې اشتهایي، دعضلاتو دردونه، د ستوني درد او سردردۍ په ناروغ کې لېدل کېږي.

معاینات:

Serology

Sabin feld man dye test

Aeute infeetion کې  IGM انتي باډي شتون.

Lymph node Biospy

PCR

وقایه:

ددې لپاره چې انتان د خپریدو څخه مخنیوی وشي. باید لاسونه په صابون ومېنځل شي دغه راز دې د پیشوګانو غایطه مواد په کور، باغونواو نورو ځایونو کې خوندي شي.

غوښه باید په ښه شکل سره پخه شي بیا وخوړول شي هم د حمل په دوران کې او هم هغه وخت چې پلان د حمل اخېستو موجود وي.

تداوي:

هغه دواګانې چې د حمل په جریان کې استعمالېږي عبارت دي له:

Spiramycin

Sulphadiazin

Pyrimethamine

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*