د‌علم ارزښت تر عبادت زيات دی/ مسعود رښتين

لیکنه: مسعود رښتين

د علم ارزښت له يو جلا زاويې څخه؛

بسم الله الرحمن الرحيم

د علم د فرضيت، فرض کفايې، دينې او عصري اړوند مختليف او لامثاله اياتونه، حديث شريفونه، منطقې دلايل، د وخت ضرورت او معقولېشتون لري، په همدې اړه ما وغوښتل چې نن د علم ارزښت د خپلې مقالې په دننه کي په يو جلا مثالو او طرزو سره بيان کړم.

داچې دعلم ارزښت د لومړنی وحيې، اقرا بسم ربک الذي څخه راپيل، قُل هل يستوي الذين، العلم نور، ولجهل ظلمة، علم فرض دی پر هر نراو ښځه او همدې ته ورته نور ډير قرانې اياتونه او احاديث شتون لري، زه د خپلې مقالې په محتوا کي يوڅه نور هم مخکي ځم، د انسان لهپيدايښت څخه يې راپيلوم، هغه وخت چې الله ج په ځمکه کي د خپل خليفه د پيداکولو اراده وکړه او ادم عليه ص يې پيداکړ، ملايکو په خپلمنځ کي مشوره وکړه او ويې ويل چې افضليت په علميت سره دی دا چې ادام عليه ص تر موږ وروسته الله ج پيداکړی دی نو هغه په علميلحاظ تر موږ کمزوری دی، ځکه هغه هغه حالات نه دي ليدلې کوم چې دده تر پيداکيدو مخکې پيښ سوي دي، هغه به زموږ تر چطر لانديژوند کوي، د ځمکي او اسمانو نماينده ګان يا مخکښان به د الله ج په امر سره موږ يو، الله ج خپل خليفه ته په ځمکه‌کي د ټولو شيانونومان ور وښول او همدا غلم يې ورکړ، ملايکو ته يې وويل چې تاسو په همدې قناعت لرئ چې فضليت په علميت سره دی، نه په عبادتسره، هغو ورته وويل چې هو، نو الله ج ورته وويل چې ووياست نومان د شيانو ملايکو ورته وويل چې موږ نه يو خبر، ادام عليه ص ته وويلهغه د نومانو يادونه وکړه الله ج ملايکې و ادام عليه ص ته په سجده کولو باندي ماموري کړي، همدلته ثابته سوه چې په ځمکه کي د خليفهمقام د انسان سو په همدې خاطر چې د انسان علميت زيات دی، همدالته دې ټکې ته متوجه کيږو چې‌د‌علم‌ ارزښت تر عبادت زيات دی، کهفکر وکړو ملايکې له هر ډول ګنا څخه معصومي پيدا سوي دي، هغوی ډير عبادت کړی‌ دی خو چې خبره د علميت سوه نو تر عبادت دعلميت خاوندان د ښه مصنب خاوندان سول.

دا هم ولولئ:   د پانګوال اقتصادي نظام ډولونه

دويم ټکی همدا دی چې د ملايکو په منځ کي شيطان لعين له سجدې‌کولو څخه انکار وچړ، هغه وويل چې انسان له خټې او زه له اور څخهجوړ يم، ځکه اور پر خټې ارزښتمند‌ ګڼل کيږي او زه ددنيا او اسمانو له حالاتو خبر يم، شيطان په خپل علميت سره غرور وکړ په همدېسبب الله ج هغه له خپل ديدار او دربار څخه و شړی. همدلته درس دا دی چې هيڅ د علم لرونکی انسان دي په خپل منصب او علميت سرهغرور نه کوي.

د همدې تر څنګ د امام فخرالدين رازي رحمة الله‌ عليه چې يو ستر اسلامي مفسير او فيلسوف دی، هغه د‌علم ارزښت ته په يو تحليليڅيړنه کي‌ همدې ټکې ته متوجه سوی دی او ليکلي يې دي:

که فکر وکړو بغير له مالکې مذهب څخه په نورو درې واړه مذاهبو کي سپی نجس او حرام ګڼل شوی دی، د هغه د خولې ښکار، اوسيدنهاو ساتل حرام شوي دي، خو که‌‌همدې سپي ته د ښکار کولو روزنه او د باغداري يا پټيو د ساتنې درس ورکړل شوی وي، په همدې‌ درېسره مذاهبو کي په اتفاق د امامانو د روزل شوي سپي د خولې ښکار حلا، په کور کي اوسيدل حلا او ساتنه حلاله ګڼل شوي ده.

هغه رحمة الله عليه د يوې دقيقې لپاره چپ کيږي وروسته وايې:

يو حيوان چې د روزنې او يا تربيې وروسته حلاليږي او د خولې ښکار يې د خوراک مصدر ګرزي نو تاسو فکر وکړئ چې د يو انساناهميت، مقام او منصب به د علم په تر لاسه کولو سره کوم مقام ته رسيږي.

دا هم ولولئ:   سهم څه ته وايي؟_حزب الله میاخېل

له‌همدې څخه موږ ته د علم فرضيت، ارزښت، فضليت او مقام څرګنديدلای سې چې موږ بايد په کومه اندازه‌ د‌علم د ترلاسه کولو لپاره هڅېوکړو، علم له نور او جهالت له تورتم سره برابر جڼل شوی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*