د پانګوال اقتصادي نظام ډولونه

لیکنه: قیام صدیقي

په کاپیټالېزم کې بېلابېل ډولونه ليدل کېږي، چې هر يو يې خپل ځانګړی نظم او اصول لري.

تجارتي کاپیټالېزم

دغه نظام په شپاړسمه پېړۍ کې د مرکنتلیستانو د فکر او له هغه څو لسیزې وړاندې د همدې نظام د عملي بنسټ د چمتو کیدلو پر بنسټ پیاوړی شو او د اتلسمې پېړۍ په منځ کې د صنعتي کاپیټالېزم تر جوړېدو پورې یې دوام وکړ. د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره یو اړین شرط د «فردي آزادۍ» او «شخصي مالکیت» په رسمیت پېژندل وو، کوم چې په رقابتي شرایطو کې کولی شي د یادې موخې لپاره کافي انګېزه رامینځته کړي. له همدې امله د پانګوال اقتصادي نظام بنسټیز اصل یعنې «فردي ازادي» په دې دوره کې رامنځته شوه.

صنعتي کاپیټالېزم

که څه هم د صنعت وده د یوې اوږدې او تاریخي پروسې څخه تېریږي، خو هغه څه چې نن ورځ په نړۍ کې د عصري او پراخو صنعتونو بنسټ جوړوي د 18 پیړۍ په دویمه نیمایي کې پیل شو. په دقیقه توګه، په 1769 میلادي کال کې د جیمز واټ لخوا د اوبدلو ماشین کې د بخار ځواک کارول د صنعتي پانګوال سیسټم د رامینځته کیدو لپاره د بدلون او عطف نقطه ګڼل کېږي. د ژان باتیست سې (۱۸۳۲-۱۷۶۷) په وینا، صنعتي کاپیټالېزم د خپلې سوکالۍ او پراختیا لپاره درې اساسي عواملو ته اړتیا لري چې عبارت دي له: «د پانګې زیاتوالی او راغونډیدل»، «تخنیکي پرمختګ او پراختیا» او د «کاروباریانواقتصادي ازادي».

لیبرال پانګوال نظام

دا نظام د اتلسمې پېړۍ په پای کې رامنځته شو او د نولسمې پېړۍ تر نیمايي پورې د پرمختیا اوج ته ورسېد او بیا په تدریج سره د انحطاط طرف ته لاړ. «د تولید په وسایلو باندې د لویې کچې د مالکیتونو رامینځته کیدل»، «د ټیکنالوژۍ پرمختګ»، «د تولید د صنعتي وسایلو وده او د تولید تنظیمولو پرمختللي تخنیکونه»، «له اقتصادي فعالیتونو څخه د ګټې د اعظمي کولو په موخه د کار سم او دقیق ویش» د دې سیسټم اصلي ځانګړتیاوې دي. دوامداره رکودي انفلاسیون، د راتلونکي په اړه د کارګرانو مایوسي، طبقاتي واټن، طبقاتي دښمني او داسې نورې بې خوندې پدیدې ددې سیستم د عملي کولو پایلې وې، له همدې امله د دغه نظام پلويان اړ شول چې له دغو ستونزو څخه د خلاصون لپاره خپل اصول بدل کړي.

دا هم ولولئ:   په مدیریت کې Z تېوري (د جاپانیانو مدیریتي تیوري) / قیام صدیقي

مقرراتي کاپیټالېزم

د نولسمې پیړۍ له نیمایي څخه په پانګوال نظام کې بدلونونه پیل شول او د پخوانیو پانګوالو نظامونو ځینې اصول تعدیل شول. لوی بدلونونه په لاندې برخو کې وو:
1) د مالکیت په اړیکو کې بدلون؛ دا پدې مانا ده چې ځیني وخت د فرد ګټې د ټولنې له ګټو سره سمون نه لري، له همدې امله د کاپیټالېزم پیروان دې پایلې ته ورسیدل چې ډله ییز مالکیت د فرد څخه مخکې دی، باید د ټولنې مصالح هم په نظر کې ونیول شي او د فرد ګټې باید د ټولنې په زیان تمامې نه شي.
2) په اقتصاد کې د دولت مداخله؛ د بازار د میکانیزم نیمګړتیاوې، ټولنیز او اقتصادي بحرانونه، د خلکو نارضایتي او همدارنګه د جګړې عوامل د دې لامل شول چې د پانګوال نظام پلویان د وضعیت ښه کولو په موخه د حکومت شتون ومني.
3) ټولنیز امنیت؛ د نولسمې پیړۍ په دویمه نیمایی کې، د کارګرانو د ساتنې او حمایت لپاره قوانین وضع شول.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*