څنګه پر خپل ځان مین شو؟ له ځان سره دمینې معنا څه ده؟ / محمد راتب آریا

لیکنه : محمد راتب آریا

«د ښکلا معنا چې موږ ووسو،نور اړتیا نه لري چې موږه تائد او وستایي، خپله باید خپل ځان ومنو،څرنګه چې موږ ټول انسانان یو له بلسره تړلي یو،که ځه له ځان سره مینه ولرم!نو تاسو سره به هم مینه ولرم،موږ کولی شو خپل ځان، یو او بل د خپلې مینې سره ښه کړو،مینهزموږ هدف دی،خپل ځان پیژندل،خدای پیژندل دي.هغه څه چې الله ج زموږ پروجود کې خلق کړي، په ډیرو کې شاید نه وي موجود، نو بایدله خپل خلقیت رازي او د خپل خالق شکر ادا کړو چې موږه یې اشرف مخلوقات پیدا کړي یو.

الحمدالله!

څنګه پر خپل ځان مین شم؟

زموږ د ژوند ترټولو مهمه پریکړه چې زموږ پر راتلونکي ژوند اغیزه کوي،هغه د خپل ځان منل او له خپل ځان سره مینه کول دي،باید د مینېاو ځان منلو ژمنه وکړو.دا پریکړه په مستقیم ډول زموږ د اړیکو پر کیفیت،کار،وخت او زموږ پر باور اوراتلونکي اغیزه کوي.

ولي دا کار دومره سخت دی؟

کلتوري اغیزې: زموږ ټولنه زموږ په کلتور او فرهنګ کې ارزښت لري،کله چې موږ خپل ارزښت د بهرنۍ نړۍ په اساس کوو،نو موږ هیڅ کلهنشو کولی له خپل ځان سره مینه وکړو،زموږ داخلي انتقادکوونکي موږ په فکرونو کې ډوب کوي.

لکه(زه کافي نه یم، زه کار نشم کولی،زه ولې بدرنګه یم،په کافي اندازه کار نشم کولی، ولې خلک ما نه خوښوي…)همدغه منفي فکرونه ديچې موږ نه پریږدي چې موږ په خپل ژوند کې

پرمختګ وکړو,هیڅ وخت د نیمګړتیاوو احساس نه ختمیږي،هرکله چې یو هدف موږ ته نږدي کیږي او

دا هم ولولئ:   ځان ته انګېزه ورکړئ!

یا هم یوي ستري هیلي ته درسیدو لار پیدا کوو،زموږ داخلي غریزه زموږ د لارښوونو مخنیوی کوي.

دخپل ځان په اړه تصور بدل کړی!

ددې لپاره چې د ارزښتمند کیدو احساس وکړو،نو باید خپلې سترګې ومینځواو ځان ته په مینې سره وګورو منل او مینه باید له خپل ځانڅخه شروع کړو،ددي لپاره چې ځانګړي ووسئ،اړتیا نشته چې متفاوته ووسئ،ترسو ارزښت ولرئ،زموږ ارزښت زموږ په

ریښتیا او ښه جوهر کې دی،موږ دیو ښکلي روښانه لمر په څیر یو،موږ عاشقان یو،موږممکن د ځمکې لاندې خپل عظمت خښ کړی وي مګرموږ نشو کولی هغه له منځه  یوسو په ځان مینیدل هغه څه نه دي چې یوځل پیښیږي،دا یو نه ختمیدونکي او دوامداره

پروسه ده چې له خپل ځان سره پیل کیږي،خپل ځان د مینې او ستاینې په غیږ کې ونیسئ ددې لپاره چې پو شو چې موږ دا کار څنګهکولی شو.

په خپل ځان باور ولرئ!

زموږ ژوند به څنګه وي.خپل ژوند د ځان سره مینه کولو ته وقف کړئ،دا باید زموږ په ژوند کې مهمه پیښه وي.

ځان له پامه مه غورځوئ!

په انتخابونو کې محتاط اوسئ،په ټوله ورځ کې له ځانه وپوښتئ چې! ایا دا انتخاب ماته ارزښت راکوي؟؛؛

دخوښۍ ځواک کشف کړئ!

له ځان سره مینه کول وخت ته اړتیا لري، آرام وکړئ، ساتری وکړئ او له نورو سره اړیکې ټینګې کړئ،دنن ورځې پرمختللي نړۍ موږمجبوروي چې په دوامداره توګه سیالي وکړو او اهداف وټاکو.

هغه څه وکړئ چې موږ ته ارزښت راکوي!

په هغو فعالیتونو کې برخه مه اخلئ چې اصلیت مو ټیټوي،اجازه مه ورکوئ چې زهر جن خلک زموږه ژوند ته ننوځي،له هر چاسره مینهوکړی مګر محتاط اوسئ چې موږ په خپل ژوند کې څوک پریږدو او څوک انتخاب کوو.

دا هم ولولئ:   شخصیت څه ته وایي؟ / شیراوازخان پکتین

له خپل ځان سره په خوښي خبري وکړئ!

د خپل ذهن د روزني لپاره تاییدات وکاروی تر څو ډیر مثبت ووسئ،په خپل ښي لاس کې تاسو یو بند واچوئ،کله چې تاسو وګورئ چې یوناوړه عمل درڅخه صادریږي نو هغه لاس بند چپ لاس ته انتقال کړئ.

دا مرحلي ولولئ او په خپل ژوند کې یې عملي کړئ، راځئ خپله ورځ په مینه پیل کړو نه په ټیکنالوژي مخکې له دې چې له خوبهپاڅیږو،خپل ارزښت مو په یاد ولرئ،راځئ چې مینه خپلو سږو کې تنفس کړو او ژوند له مینې ډک کړو.

دا تل تکرار کړئ( زه له خپل ځان سره مینه لرم).

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*