د مصنوعي ځیرکتیا د خطرونو کچه / قریب آرین

لیکنه: قریب ارین

د مصنوعي ځیرکتیا یا AI بې شمېره ګټې او هغه آسانتیاوې، چې پۀ ګڼو برخو کې یې رامنځته کړي؛ د ملاحظې وړ دي. خو بل اړخ تهخلک د مصنوعي ځیرکتیا لۀ لورې د پېښېدونکو خطرونو پۀ اړه اندېښمن دي. پۀ نړیواله کچه دا پوښتنې مطرح کېږي، چې د AI زیانونهکوم او څۀڅۀ پېښېدونکي دي. دلته به څو خبرې، چې د AI پر زیانونو را څرخي، تر بحث لاندې ونیسو:

ـــ انساني کاري ځواک کمېدل، حتیٰ لۀ منځه تلل:

دا تر ټولو اساسي وېره او خطر ګڼل کېږي. ماشین، ماشین ته د زده کړې پۀ اساس، د چلېدو وړ ګرځي. AI دا وړتیا لري چې ټولې دندېاتومات کړي او د ماشینونو لۀ لورې یې سرته ورسوي. سیستم ته د معلوماتو داخلول (ډېټا انټري)، د پېرودونکو چوپړتیاوې، طبي څېړنې،تشخیص او سلګونه نورې ورځنۍ چارې، چې انسانانو پر مټ تر سره کېږي؛ د منځه تلو لۀ کواښ سره مخ دي.

ـــ کنټرول: دا وېره موجوده ده، چې AI به تر دې کچې پیاوړی او پرمختللی شي، چې کنټرول به یې د انسان لۀ وسه وتلې خبره وي.

ـــ تعصب: داسې وېره هم شته، کوم چې ماشینونه نویو ماشینونو ته پۀ داسې شکل مصنوعي پوهه ورکړي؛ چې د انسان پۀ مقابل کې یېراپورته کړي.

ـــ وسلې: داسې احتمال شته، چې AI به خپلواکې ویجاړوونکې وسلې منځ ته راوړي، چې انسان به یې لۀ کنټروله عاجز وي.

ـــ پۀ لوړه کچه هوښیارتیا (سوپر انټلېجېنس): ممکن AI به دومره ځیرک شي، چې د خپلې مصنوعي ځیرکتیا کچه یې د انساني ریښتونېځیرکتیا سره برابره یا ترې لوړه شي.

دا هم ولولئ:   د سټریس کمولو لپاره مهم ټکي/ جلا سلطان

پایله:

پۀ هر څۀ کې لۀ ګټو سرهسره، خپل زیانونه هم ملۀ وي. پورته یادو شویو خطرونو ته اندېښنه پر ځای ده. زما باور دا دی، چې د مصنوعيځیرکتیا دومره پرمختګ ناممکن ندی، خو بېخي ډېر وخت ته اړتیا شته. بل خوا د AI متخصصین هم پۀ ټینګار وایي، چې دوی پر خپلوکړنو، ماشین ته د زده کړې پۀ چارو او د ماشین د ټولو کړنو پر کنټرول برلاسي دي.

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*