اقدام کول مو لاسته راوړنې ډېروي_ عبدالرحمن آریوبي

لیکوال: عبدالرحمن آریوبي

دې نړۍ کې چې څومره انسانان پیدا شوي دي، که د بشر تاریخ وکتل شي له اولې ورځې ټول په تپو تلاش کې دي.

انسانانو په لومړیو کې د ډوډۍ پیدا کولو لپاره کر و کرونده پیل کړه، د دې لپاره چې کرنه وکړي وسايل یې ورته جوړ کړل او هغه خلک چې د کرنې پر چارو به بوخت وو تر ټولو نجیب او شریف به بلل کېدل.

همدې د کرنې وسایلو پرمختګ وکړ، ورځ تر بلې په هره برخه کې پرمختګ راغی، د اړتیاو ډېرېدو خلکو ته انګېزه ورکړه، تجربې وشوې، علوم ایجاد شول او بالاخره اوس وینو چې نړۍ له څومره نادره امکاناتو برخمنه ده.

دا هر څه د پېړیو پېړیو او زرګونه کلونو مزل وروسته ګام په ګام ترسره شوي دي.

د پورته خبرو څخه زما هدف دا دی چې هره لاسته راوړنه، هر پرمختګ او په ژوند کې چې هر بدلون راځي، د کار کولو او عملي اقدام له اخيستلو وروسته راځي.

که د لومړیو دورو انسانان همداسې بې فعالیته پاتې شوي وای اوس به هم نړۍ په هغه حال کې وای چې زرګونه پېړۍ وړاندې وه.

د اوسنۍ نړۍ امکانات او بریاوې دا ټول د هڅو او تپو تلاش نتیجه ده.

هغه هېوادونه چې خلک یې ډېر کار کوي، هڅې کوي، خپلو دندو ته ژمن دي او د کار کیفیت یې لوړ دی، تاسو وګورئ تر نورو هېوادونو پرمختللي او له عالي امکاناتو برخمن دي.

بریالي شخصيتونه هوایي نه دي بريالي شوي، دوی شپه او ورځ خواري کړې ده، ستونزې یې ګاللي، مبارزه یې کړې او لوړو مقامونو ته رسېدلي دي.

دا هم ولولئ:   ډیژاو: کله کله ولې داسې احساسوو چې دې ځای ته مخکې هم راغلي یوو؟/ ځار

موږ پښتو کې یوه اصطلاح لرو چې له بېکارۍ د خان بیګار هم ښه دی.

د دې هدف دا دی چې انسان باید لاس تر زنې پاتې نه شي، بلکې کار دې وکړي، هڅه دې وکړي، تپو تلاش دې وکړي ترڅو خپل ژوند روان کړي.

هره کوچنۍ هڅه ستاسو د لوی بري تضمین کوي او هره لویه لاسته راوړنه د کوچنیو ګامونو له اخیستلو وروسته ترلاسه کېږي.

ځکه خو یو شاعر وایي:

عشق کوه، مستي کوه، خمار کوه
ژوند دی هسې مه کښېنه څه کار کوه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*