خپل ارزښتونه مشخص کړئ/ فريد ستانکزی

لیکنه: فريد ستانکزی

يوه تر ټولو مهمه ځانګړنه چې اوچت او موافق خلک يې لري او د‌ ژوند په ټولو اړخونو کې ورڅخه برخمن وي , هغه د خپل ځان , خپلوباورونو او خپلو علاقو پېژندنه ده. زياتره خلک مبهم ناڅرګند او ګډوډ هدفونه ارزښتونه او ارمانونه لري او د ژوند په بهير کې يې ډېر اخوادې خوا لاس اچولی , مګر بيا يې هم موفقيت په نصيب شوی نه دی. ستاسې شخصيت د ننه له خوا څخه راجوړېږي , ستاسې دشخصيت مرکزي هسته , ستاسې ارزښتونه دي او همدغه ارزښتونه ستا شخصيت ته بڼه او لوری ټاکي , ستاسې له لاسو څخه چې هرکار سرچينه اخلي , په حقيقت کې د هغو فرمانونو حاصل دی چې ستاسې ارزښتونه يې له باطن او دننه څخه صادروي. ارسطو وايي: پهژوند کې د انسان وروستی هدف د نېکمرغۍ لاسته راوړل دي , هر کله چې ستاسې بهرنی او ظاهري چنلد ستاسې د داخلي او باطنيارزښتونو سره همغږي شي په همغه اندازه د خوښۍ او نيکمرغۍ احساس وکړی , هغه ظاهري کړه وړه چې له تاسو څخه د باطنيارزښتونو په خلاف ترسره شي , د رواني فشار , خفګان , بدبينۍ او حتی قهر , غوسې او يو بل رواني ګوزار سبب کېږي , تر ټولو څوښاو خوشحاله انسانان همغه دي , چې باطني باورونه او ارزښتونو يې له ظاهري اعمالو سره جوړجاړی ولري او ترټولو غمجن انسانان هغهدي , چې هڅه کوي د خپلو باورونو او ارزښتونو خلاف ژوند وکړي.

دا هم ولولئ:   ځوان او ټولنه _سیف الله صدیقي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*