خلک څوک ستایي او له چا مننه کوي؟ میر احمد یاد

لیکوال:میر احمد یاد Meerahmad Yaad

زه د کریکټ ډېر مینه وال یم، بېلګې یې په دې خاطر ډېرې راوړم چې زموږ ټولنه کې یې هم مینه وال ډېر دي. تاسې به لیدلي وي چېبالران د ځینو لوبغاړو په سوځېدو سخت خوشالېږي او د ځینو نورو په سوځېدو هېڅ غبرګون نه ښيي. یو وخت داسې راشي چې بالروېکټه واخلي، خو هېڅ غبرګون نه ښيي. دا ولې؟

بله بېلګه:

کله مو فکر کړی چې خلک څوک ستایي او له چا مننه کوي؟ یوه شېبه فکر وکړئ چې ستاسې په چاپېریال، ملګرو او پېژندګلو کې څوکستایل کېږي؟ دوی څه کړي چې دومره ستایل کېږي؟ ولې د ګوتو په شمار څو تنه ستایل کېږي او نور نه؟

لامل یې دا دی چې په عادي چارو هېڅوک نه ستایل کېږي او نه ترې مننه کېږي. عادي چارې کومې دي؟ عادي چارې هغه دي چې خلکیې له موږ تمه لري. د کرېکټ لوبغاړی چې په د لوبې په وروستیو کې لوبغاړی اوټ کوي هغه عادي لوبغاړي وي، په دې خاطر یې سوځولهم کومه لویه لاس ته راوړنه نه وي. په همدې کریکټ کې په اسانه کېچ هېچا ته ډالۍ نه ورکول کېږي، بلکې په ډېرو سختو کېچونو انعامورکوي.

نو که موږ وایو چې ودې ستایلو شو، ودې هڅول شو، خلک مو دې درناوی وکړي او ومو دې نازوي، نو د عادي خلکو له کچې لوړ کار بهکوو. یوازې خپل مسئولیت به نه ترسره کوو، بلکې ځان به ثابتوو. د کوم کار معاش او امتیاز چې اخلو په هغې مو هېڅوک نه ستایي، خوکه مو له دې معاش او امتیازه لوړ کار وکړ، خلک به مو وستایي او مننه به راځنې وکړي.

دا هم ولولئ:   د منفي احساساتو درملنه / بریان ټرایسي

نو اوس انتخاب زموږ په لاس کې دی چې په ټولنه کې د ډېرو خلکو په څېر عادي او بې نوم و نښانه ژوند کوو او که نه د ځينو خلکو په څېرراوځو، زیار کاږو، لاس ته راوړنې لرو، ستایل کېږو او په زړونو کې ځای مومو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*