تاسې ته څه ناشوني ښکاري

لیکوال:روبین شرما/ژباره میر احمد یاد

ارتور شوپنهاور ویلي: (زیاتره خلک د خپل لیدلوري محدودیتونه د نړۍ محدودیتونه کوي او لږ خلک ورسره په دې کار کې نه ملګري کېږي.)
دا ډېره ژوره خبره ده. ژوند چې اوس څنګه دی، حتمي نه ده چې راتلونکی دې هم داسې وي. تاسې به شیانو ته ښایي د وېرې، محدودیتونو او ناسمو اندونو په سترګه ګورئ، خو که یو ځل خپلې عینکۍ یا د هغې کړکۍ ښیښې پاکئ کړئ، چې نړۍ ترې ګورئ، نو نوي نوي امکانات به ووینئ.
دا یاد ساتئ، نړۍ چې څنګه ده هغسې یې نه وینو، بلکې موږ چې څنګه یو هغسې یې وینو.
دې مفکورې زما ژوند بدل کړ.
کلونه مخکې خلک پر دې باور وو چې څوک په ۴ دقیقو کې د یو میل ځغاستې جوړ شوی ریکارډ نه شي ماتولای. خو روجیر بانیسټر چې دا ریکارډ مات کړي، په اونیو کې دننه ورپسې نور خلک هم ور ورسېدل. ولې؟
ځکه هغه نړۍ ته وښودل چې څه کېدای شول. بیا چې چا باور درلود، هغوی ناشوني کارونه وکړل.
نو تاسې ته کوم کار ناشونی ښکاري؟
تاسې ځان ته پخپله څه شی ناشونی کړی دی؟
تاسې ځان ته داسې کوم ناسم اند اچولای چې تاسې یو کار نه شئ کولای او نه کیږي؟
ستاسې فکر ستاسې حقیقت جوړوي.
که تاسې دا فکر کوئ چې یو کار نه کیږي، نو د هغه کار کولو او خپلې موخې ته رسېدو لپاره په ژوند کې یو ګام هم نه شئ پورته کولای.
ستاسې (ناشونی فکر) پخپله ستاسې وړاندوینه کېږي.
ستاسې فرض کړو محدودیتونونو نه زنځیرونو سازېږي او تاسې له هغه سترتوبه لرې ساتي چې ارزښت یې لرئ.

دا هم ولولئ:   ولې پرته له دليله بېړه کوو؟

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*