ژوند یو مستقیم سړک نه دی_سیف الدین الماس

لیکوال: سیف الدین الماس

زما فکر به تل د یوې مستقیمې کرښې پر شتون باور درلود او په همدې توگه به وړاندې تللو. يوه کرښه چې له A څخه B ته ځي او که چېرې د B پرځای C اوسي، بيا هم A له C‏ سره نښلوي زه به پر ظاهري حالاتو او لومړنيو فکرونو تکيه وم او ډېرې انگيرنې به مې کولاې، خو په دې ډول زما فکرونه گټور ثابت نشول وروسته مې له نورو سره سلا او مشورې کولو ته مخه کړه. ما دوی ته اجازه ورکړه چې زما لپاره فکر وکړي.

موږ زياتره همدا ډول یوو. يوه بېلگه یې راوړم ما فکر کاوه چې له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته به د دندې ترلاسه کولو په اړه هیڅ اندېښنه و نه لرم تر ٢٦ کلنۍ مې همدا باور درلود او پرې يقيني وم. وروسته په ډېرې سخته پوه شم چې په ژوند کې د هېڅ شي ضمانت نه شته او د پیسو گټلو لپاره سخت کار کولو ته اړتیا ده همدارنگه پیسې گټل له تعليمي سند سره هېڅ تړاو نه لري.

زه کولای شم ووایم چې په مسلکي ژوند کې ستا د بریا یو بل غوره اټکل کوونکی ستا مهارتونه او وړتیاوې دي. هر څومره چې د یو کار په ترسره کولو کې اغیزناک ثابت شی هومره ډېر نورو ته ارزښت پیدا کوي او خلک ستا د ارزښت په بدل کې تا ته پیسې درکوي.همدا ډول زموږ موخو ته هم کوم مستقیم سرک غځیدلی نه دی موږ ډېر وخت په دې باور یوو چې زموږ له اوسني ځای څخه هغه ځای ته چې ورتلل غواړو، یوه مستقیمه کرښه تللې ده.

دا هم ولولئ:   د برياليتوب لار!!

راځئ فرض کړو چې د يو نوي تجارت پيلول ستاسې موخه ده، ترڅو په ژوند کې ډېره خپلواکي ولرئ. ما هم تل دا موخه درلوده ما فکر کاوه چې د خپلې موخې لاس ته راوړلو لپاره یوازې کار ته اړتیا ده.خو داسې نه وه زه له ډېرو خنډونو او ځنډونو سره مخ شوم په همدې جریان کې د نورو لپاره کار کولو ته اړ شوم ما تجارت هم پیل کړ چې ناکام شو. دا درک کول چې ژوند مستقیمه کرښه نه ده، موږ سره مرسته کوي ترڅو خپله د فکر بڼه تغيير کړو. زه د دې سفر په دوام کې ډېر کله زړه ماتی او حتی ډیر ځلی تسلیم هم شوم. اوس زه پوهېږم چې کارونه همیشه زموږ د پلان له مخې وړاندې نه ځي، د همدې لپاره د دوهم پلان او بدیلو لارو په اړه هم فکر کوم، ترڅو موخو ته نږدې شم چی زما یوه بله شخصي موخه دا وه چې د کورونو او ځمکو د پیر او پلور پر سوداگری پانگه اچونه وکړم. کله چې زه په لندن کې اوسېدم، دا چاره راته سخته وه ځکه ما هغومره کافي بودیجه نه لرله. نو د پیسو لپاره پر ځان د فشار اچولو او د خپل ژوند اسانتياوو قرباني کولو پرځای مې نور ځایونه وپلټل له ډېرو پلټنو وروسته مې د د سوداگرۍ لپاره خپل ټاټوبی و تاکه، ما له ډېرو خلکو سره پېژندل، نفوس په ډېرېدو و، او په ښار کې پر تجارت او زدکړو ډېره پانگونه شوې وه. دوه مياشتې وروسته زه د یو بل ځای په لټه کې شوم او هلته مې خپله لومړی معامله وکړه. هدف دا دی، چې د موخو ترلاسه کولو لپاره ډېرې مختلفې لارې شته او همدارنگه که ومو لېدل چې هر څوک په يو کار پسې نښتي دي، دا په دې مانا ده چې تاسو باید هغه کار و نه کړی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*