ای وخته بیا راستون شه…. / ډاکټر مبارک علي

ژباړه: میراحمد یاد

دا به د انسان کمزوري وي چې له خپل حاله تنګ او چاپېریال کې ستونزو سره مخ شي؛ نو غواړي چې بېرته پخواني وخت ته ستون شي،ځکه پخوا ډاډ او ارامتیا وه، خلک لږ وو، له یو بله خبرېدل، کلي او ښارونه په ځنګلونو پوښلي وو، چاپېریال ښکلی، تازه او تک شین و.

تېر وخت چې څومره پخوانی کېږي هومره یې ښایست او زړه راښکون زیاتېږي، خلک داسې فکر کوي چې ستونزې ګني پکې لږې وې اوخلکو یو بل سره ډېره مینه لرله.

حقیقت دا دی چې مورخین پخوانی وخت په کتابونو کې راجوړلی شي، خو عملاً یې ټولنې ته بېرته نه شي را ګرځولای، وخت ځان پسې نهراګوري، یوازې یادونه ترې پاتې کېږي.

دې سره هم ځينې لرغونپوهان او مورخین هڅه کوي چې که پخوانی وخت بېرته نه شي راتلی، ځینې برخې یې باید د تجربو پر بنسټراجوړې شي او دا سبق دې ترې واخیستل شي چې پخوانیو انسانانو څه ډول ژوند کاوه؟ کړه وړه یې څنګه وو؟ او څه شوقونه یې لرل؟

مثلاً د دې کار لپاره انګلستان کې د اوسپنې د پېر (دورې) يو کلی جوړ شو او رضاکارانو ته یې پکې د یوه کال اوسېدو وویل شول.

موخه یې په دې پوهېدل وو چې دغه چاپېریال د انسان په روان او کړو وړو څه اغېز کوي؟ له موسمونو او سختیو سره ځان څنګه بلدوي؟ پهانساني اړیکو څه اغېز کېږي؟ او یو بل سره څه ډول چلند کوي؟

ورسره دا تمه هم وي چې د پخوانیو توکو او وسلو کارونه ولېدل شي، د دې لپاره ډبرین توکي وټاکل شول او دا ترې معلومه شوه چې په تېرهژۍ غوښه څومره په اسانه پرې کېدای شوه.

دا هم ولولئ:   انارشي: د ختیځ هند سوداګریز شرکت( کمپني)، د شرکت لخوا تاوتریخوالی، او د یوې امپراتورۍ لوټ.

وروسته یې دا هم وویل چې په اوسنیو عملیاتو کې دې پخواني تېره وسایل وکارول شي.

ځينې خلکو په کرنیزې ټولنې پوهېدو لپاره له هډوکي لور جوړ کړ او فصل یې پرې ورېبه. له دې یې دا معلوموله چې پخوا به خلکو له تیږو یاډبرو او هډوکو جوړ وسایل څنګه کارول؟

پخوا انسانانو ډېر تمدنونه رامنځته کړي، له آثارو او شواهدو یې ښکاري چې په هر پېر کې د انسان تخلیقي وړتیاوې څرګندې شوې دي.

د تاریخ غمیزه دا ده چې د تمدنونو له زوال سره یې علم هم خاورې کېږي، اوس نو پوهان هڅه کوي چې هغه لرغونی علم بېرته څنګه ترلاسهکړي؟ د دې لپاره اوس له ساینس او ټکنالوجۍ ګټه اخیستل کېږي، مثلاً انسان لا په دې نه پوهېږي چې لرغونو مصریانو دومره لویاهرامونه څنګه جوړ کړي او له کومو لارو چارو یې پکې ګټه اخیستې ده؟ بله پوښتنه دا ده چې د مومیایي کولو چل یې له کومه زده کړ او داجسدونه یې په کومو وسایلو او طریقو مومیایي کړل؟ ځینو ساینسپوهانو د دې تجربې هڅه کړې چې لرغوني مصري وسایل څنګه وکاروياو د علم هغه حقیقت بیا ترلاسه کړي چې د وخت په تېرېدو خاورو سره خاورې شوی دی.

له اوسنیو څېړنو سره بیا هم ځینې داسې لرغوني رازونه شته چې پلو ترې نه دی اخیستل شوی، مثلاً له یونانه د اولمپیک مجسمې ترلاسهشوي، یوه مجسمه داسې ده چې لوړ ټوپ به یې واهه او په لاسونو کې به یې څه نیول، شواهد ښيي چې هغو لوبغاړو د اوسنیو په پرتله لوړټوپ واهه، خو په لاسونو کې یې وزن ولې نیوه؟ په دې اړه هېڅ معلومات نشته.

دا هم ولولئ:   د مطالعې پر وخت ولې تمرکز نه لرو او خیال پلو وهو؟

اوس پوښتنه دا ده چې د اوسني پرمختللي وخت انسان ولې په پخواني علم پسې نښتی او د ترلاسه کولو هڅه یې کوي؟ ځينې مفکرینوایي چې اوسنی معاصر علم هم ځينې ټولنیزې، سیاسي او اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای، هڅه کېږې چې پخوانی علم او پوههبېرته را ژوندي شي ځکه په انساني ذهن پوهېدو کې علم مرسته کوي، هغه زوړ وي او که نوی؛ نو لرغوني علوم او عالمان باید له یوه سره ردنه شي.

د دوی د کشف لپاره چې کومه څېړنه کېږي او کومه ذهني وړتیا کاورل کېږې، دا په انساني تمدن یوه زیاتونه ده او موږ سره مرسته کويچې د تاریخ په تسلسل پوه شو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*