‏‎د وينې لوړ فشار (Hypertension )!

لیکوال:نبي الله سادات

کله چې د وینې فشار140/90mm Hgته ورسیږی نو د وینې لوړ فشار بلل کیږي چې نارمل یې 120/80mm Hg دی
او د اسبابو له مخې په دوه ډوله ویشل شوی
‏1 :Primary
‏2: Secondary

‏1:Primary
چې 95% پیښې یې نامعلومې دي
چې Risk factor (د رامنځته کیدو عامل) یې عمر، نژاد ،چاغوالی، د فزیکي تمرین کموالی او زیاته مالګه خوړل دی.
‏Secondary:-
چې 5% معلومو اسبابو له امله رامنځته کیږې
چې Renal artery stenosis یې عام سبب دی
کله چې رینل ارټری کې Stenosis رامنځته شي نو د وینې جریان د پښتورګو ګلومیرول ساخی ته کمیږي . چې ده سره د Juxtaglomerular apparatus پواسطه Renin افرازیږی کوم چې Angiotensin په Angiotensin I بدلوي
چې بیا د angiotensin converting enzyme پواسطه angiotensin I په angiotensin IIباندې بدلېږي
او angiotensin II د وینې فشار د لوړوالی سبب ګرځي
چې شخص ته د سردرد، ستړیا، په لیدلو کې مشکل،د سینی درد، او شدید حالت کې د پوزی څخه وینه بهیدل، په ساه اخیستلو کې مشکل او په تشو متیازو کې د وینې بهیدلو لامل ګېږي

‏(Sever Headache)لومړی: د سر شديد درد
‏‎د سر درد په ځينو خلکو کې د سينوسونو د بندښت، نيم سري او يو شمير نورو صحي ستونزو له امله رامنځته کېږي، چې د درد ضددواګانو د استعمال په پايله کې له منځه ځي.
‏‎خو هغه سر دردي چی د وينې د لوړ فشار د لوړيدو په پايله کې رامنځته شوي وي، د درد ضد دواګانو د استعمالولو سره له منځه نه ځي.
‏‎دوهم: (fatigue or dizziness)ګنګسیت او ستړيا
‏‎هغوی چې د فشار اندازه يې له نورمال حالته لوړه شي خپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه پرمخ نشي وړلی.بلکې د ځان درد،ګنګسیت او دستړيا احساس کوي او ممکن قلبي سکته هم رامنځته کړي.
‏‎درېيم: (Vision problems)د ليد/نظر اړوند ستونزې
‏‎د وينې د فشار د لوړيدو له کبله د سترګو په نسجونو کې د وينې ټکي/دانې رامنځته کېږي چې په پايله کې صفا ليدل نشي کولای. همداراز شايد افټيک نومی عصب اختلال رامنځته او د دايمي ړوند والي سبب شي.
‏‎څلورم: (Chest pain) د سينې درد
‏‎د وينې د لوړ فشار او د زړه د حملې په نتيجه کې د سينې شديد درد رامنځته کېږي. د دې سربيره ډېری کسان کيدای شي چې د غاړې درد او د چپ لاس د درد څخه هم شکايت وکړي.
‏‎پنځم: (Difficulty in breathing)په سختۍ سره تنفس کول
‏‎زړه او سږي په مشترک ډول د اکسيجن د انتقال دنده ترسره کوي. چې د همدې له کبله د لوړ فشار درلودونکي د ستونزمن تنفس کولو له ستونزې سره مخ کېږي.
‏‎شپږم: (Irregular heart beat)د زړه د ټکانونو غير منظم کيدل
‏‎د زړه ټکان د ورزش کولو پروخت له نورمال حالت څخه زياتيږي.خو دغه زیاتیدل د لنډ مهال لپاره وي او د استراحت کولو په پايله کې نورمال کېږي. خو د فشار د لوړوالي په نتيجه کې انسان د زړه ټکان د زياتيدو سبب ګرځي چې همدا ټکان د فشار د منظم کيدو په پايله کې نورمال کېږي.
‏‎اووم: (Hematuria)په ادرارو کې وينه
‏‎د فشار لرونکو کسانو د ادرار رنګ تغير کوي. په ادرارو کې وينه د پښتورګو د نورو ناروغيو کې هم رامنځته کېږي. لکه د پښتورګو انتان، دپښتورګو ډبرې، د پروسټاټ غټوالي…
‏‎اتم: د پزې څخه د وينې بهيدل
‏‎له پزې څخه د وينې بهيدل د نورو موسمي الرژيکو ناروغيو په نتيجه کې هم رامنځته کېږي، خو په زياتره خلکو کې د وينې د لوړ فشار څخه هم رامنځته کېږي

دا هم ولولئ:   ژینوفوبیا(Gynophobia)یا له ښځو رواني وېره (لومړۍ برخه) / ډاکتر سیف‌الله غریب‌یار

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*