پردی!

لنډېز: عاقب عمر

البرټ کامو، نوبل ګټونکی فرانسوی فلسفي لیکوال دی، چې
په ۱۹۱۳م کال کې له فرانسوي پلار او اسپانوۍ مور څخه د الجزایر په مندر ښار کې وزیږد. د کامو پلار د ده تر زیږېدنې یو کال وروسته په لومړۍ نړیواله جګړه کې ووژل شو؛ دی او مور یې پاتې شول سره د ژوند له ناچاریو.

البرټ کامو د “ژان پل سارتر” په څېر یو فلسفي لیکوال دی او ټول اثار یې د “اګزسټنسیالېزم” یا وجودي فلسفې پر ستنو ولاړ دي.
”د هغه ټولې لیکنې د مرګ، ناامیدۍ او تلپاتو رنځونو په رنګ لړلې دي؛ د کامو په نظر انسان په خپل ځان کې ژوند کوي او له خپل ځان پرته چندان اړتیا نه لري.“

د کامو “پردی” هم لکه د ده نور اثار په دې رنځ اخته دی. دا اثر یې په ۱۹۴۲م کال کې ولیکه او پینځه-شپږ کاله وروسته د یوه ګاډي په ټکر کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. “پردی ناول د یوه روحي حالت تصویر انځوروي، چې
دغه حالت ته په ټولنپوهنه کې˝انومي˝ وایي. انومي داسې حالت ته ویل کېږي چې انسان د پردیوالي احساس کوي او هېڅکله له ټولنې سره خپل احساسات نه شي شریکولای. د دغه ناول اتل د خپلې مور پر مرګ نه ژاړي، په هماغه شپه له یوې ښځې سره خلوت کوي، سیمنا ته ځي فلم ګوري او بیا وروسته یو عرب وژني. د عرب د وژنې لامل هم لمر ګڼي.”

دا هم ولولئ:   له ژونده مې دا زده کړل / چارلي چاپلین (برښنايي کتاب)

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*