په ځان کې به د مسوولیت احساس څنګه پیدا کوو؟

میراحمد یاد

نوې ځوانۍ کې رانه پلار په دې ناراضه و چې راته یې ویل ته مسئولیت نه اخلې!

زه هغه وخت په دې نه پوهېدم چې ستونزه مې څه ده، خو ښایي ستونزه مې پلار احساسوله، وخت تېرېده، خو کله مې چې لومړۍ رسمي دنده واخیسته، نو د پلار په خبره ورو ورو پوه شوم، پخپله مې احساسوله چې ځينو شویو ته سم متوجه نه یم.

بیا مې د کار ځای کې مخې ته یوه جمله را وځړوله چې: (زه مسوول یم!)، په دې جملې به هر وخت زما سترګې لګېدلي… څه وخت وروسته مې پام شو چې پخپله هم نه یوازې له رسمي بلکې له شخصي موضوعاتو سره چلند مسوولانه شوی دی.

اوس چې ګورم، زما په دې چلند بدلېدو کې تر ټولو لویه ونډه د همدې یوې جملې وه چې ما ځان ته مخامخ لیکلې وه او هره ورځ مې په شعوري او غیرشعوري ډول څو څو ځله تکراروله.

ما په زیاتره کتابونو کې لوستي چې هره ورځ د داسې مثبتو جملو تکرار په انسان کې داسې بدلون راوړي چې دده به ورته خپله پام هم نه وي.

که ژوند او چلند بدلول غواړئ، دغه جملې ځان ته په داسې ځایونو ولیکئ چې هره ورځ مو پرې سترګې ولګېږي.

دا هم ولولئ:   ستاسو د ژوند موخه څه ده؟

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*