پېشلمي او روژه ماتي کې دا لارښوونې له پامه مه غورځوئ / محمد عزيز پردېس

ليکنه: ډاکتر عبدالرحمن حمید/ ژباړه: محمد عزيز پردېس  

روژه د انسان د نفس د تزکيې او د بدن د روغتيا ترټولو لپاره غوره ډالۍ ده. معمولا انسان د يوولسو مياشتو په اوږدو کې د خوراک اوڅښاک سره طبيعي شوی وي، کله چې روژه راورسېږي؛ نو  د انسان د هاضمې سيستم د نه خوړلو او څښلو له وجې د يو لړ ستونزو سرهمخامخېږي.

د همدې ستونزو د لرې کولو په موخه دا لاندې په دوه برخو کې راټولې کړل شوې لارښوونې، په غور ولولئ او عملي يې کړئ:

څو مهم ټکي چې بايد په پېشلمي کې مراعت شي:

۱کله چې د پېشلمي لپاره پاڅېږئ، بايد د آذان تر وخته کم ترکمه يو نيم ساعت وخت پاتې وي.

۲په پېشلمي کې ترخه، تېز او ډېر سره شوي خواړه مه کاروئ.

۳د پېشلمي لپاره ترټولو غوره خواړه هغه دي چې د جوشولو په بڼه پاخه شوي وي، هڅه وکړئ چې د سرو کړل شويو خوړو څخه ډډهوکړئ. وريژې، مکروني، کچالوهغه کاربوهايډريټ لرونکي مرکب خواړه دي چې، د ورځې په اوږدو کې مو له ډېرې ولږې ژغوري.

۴لبنيات هم د پروټينو په درلودو سره هغه خواړه دي چې هضمول يې ډېره موده نيسي او د چرګ بانګي لپاره مناسب بلل کېږي. 

۵که د کاربوهايډريټ لرونکو مرکبو خوراکونو ترڅنګ، د خوسکي له غوښې، د چرګ له غوښې او يا هم د کب له غوښې ګټه پورته شي؛ نوډېر به ګټور تمام شي، ځکه د ورځې په اوږدو کې به ډېر لږ د ولږې احساس وکړئ.

دا هم ولولئ:   ستاسو ارزښت_ عبدالبصیر مومند

۶په پېشلمي کې چای مه څښئ. د چرګ بانګې لپاره ترټولو غوره څښاک خالصه اوبه دي، ترڅنګ يې کولی شئ د اوبه لرونکو مېوو څخههم ګټه پورته کړئ. لکه: هندواڼه او داسې ورته مېوې. 

۷هغه خواږه يا شيرين باب چې ډېر ژر هضمېږي، په پېشلمي کې يې مه خورئ. لکه: چاکلېټ، زلوبۍ، بوره… .

۸په پېشلمي کې د خوراک څخه وروسته، ژر مه ويده کېږئ. هڅه وکړئ چې د خوراک څخه حد اقل يو ساعت وروسته ويده شئ.

۹په پېشلمي کې د ډېرو خوړلو هڅه مه کوئ او په  ګېډه کې مو د ساه اخېستلو لپاره ځای پرېږدئ.

۱۰که د سګرټو معتاد ياست، لومړنۍ توصيه دا ده چې په چورلټ ډول يې پرېږدئ. که دې کار ته غښتلې اراده نه لرئ، حد اقل هڅهوکړئ چې په پېشلمي کې يې ونه کاروئ، ځکه په سګرټو کې موجود کافين د دې لامل کېږي چې تاسو دې د ورځو په اوږدو کې تږي شئ.

هغه ټکي چې بايد په روژه ماتي کې يې مراعت کړئ:

۱هېڅکله په يخو اوبو او سور چای سره روژه ماتی مه کوئ. خرما او معتدله اوبه يا هغه چای چې ډېر ګرم نه وي؛ د روژه ماتي لپارهغوره او مناسب دي.

۲په روژه ماتي کې له ډېرو سرو کړو او کباب شويو خوراکونو څخه ډډه وکړئ.

۳يو مناسب خوراک مو د روژه ماتي لپاره غوره کړئ. دا خوراک کېدای شي، د چرګ او يا هم د خوسکي د‌ غوښې څخه کمچربه يخنيوي؛ د چرګې له هګيو څخه هم ګټه پورته کولی شئ. که ممکن وي سوپ برابر کړئ او نوش جان يې کړئ.

دا هم ولولئ:   نوي ځوانان، د یو باریک پړاو لارویان دي/ رضاءالله ځار

۴له روژه ماتي څخه يو ساعت وروسته شپنۍ ډوډۍ نوش جان کړئ.

۵له روژه ماتي څخه تر پېشلمي پورې کم ترکمه ۴ لېټره اوبه وڅښئ.

۶د روژي ماتي پرمهال د خوړو په خوراک کې وارخطايي مه کوئ.

۷د روژه ماتي پرمهال له ترشي بابو څخه ډډه وکړئ، که ډېر مو خوښېږي؛ د شپنۍ ډوډۍ پر مهال يې خوړلی شئ.

۸که وروسته له شپنۍ ډوډۍ څخه د چای څښلو عادت لرئ، هڅه وکړئ چې د چای سره د شيرني بابو او چاکلېټو پرځای، له مغزي جاتو( بادام، چهارمغز… ) ګټه پورته کړئ.

۹په شپنۍ ډوډۍ او پېشلمي کې د مولټي ويټامينونو څخه ګټه اخېستل مه هېروئ، ځکه چې ډېره ګټه لري.

۱۰د روژه ماتي او شپنۍ ډوډۍ پرمهال ترکاري باب هرو مرو وکاروئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*