څنګه کولای شو چې په یوې غونډې کې خپله وينا مدیریت کړو؟ خیرالله هوتک

لیکنه: خیرالله هوتک

وينا هغه خبرې دې چې یو شخص یې د دریځ او مایک له لارې نورو اشخاصو ته کوي.

دغه وينا کیدای شي په يوې رسمي غونډې کې وشي او یا هم په يوه غیر رسمي غونډې کې ترسره شي.

هر کله چې مونږ او تاسو وغواړو چې خپلې خبرې د وينا له لارې تر نورو ورسوو نو باید ځینو لارښونو ته پاملرنه وکړو ځکه که مونږ داوریدونکو په خوښه خبرې ونه کړو، کیدایشي اوريدونکي له لاسه ورکړو او زمونږ وينا بې معنا شي.

تر ټولو مهمه او اړينه خبره چې د وينا څخه تر مخه مونږ باید ورته پاملرنه وکړو، د هغې غونډې ماهيت او محتوا پېژندل دي، کومه چېغواړو وينا ورته وکړو ځکه که مونږ پوه نه شو چې دغه غونډه د کومې موضوع لپاره جوړه شوې او کوم اهداف لري نو کیدایشي داسېخبرې وکړو چې اوریدونکو ته هېڅ ارزښت ونه لري.

په دغسې حالاتو کې ډیری وخت دا هم شوې ده چې ويناوال خبرې کوي او اوريدونکي یې له خبرو ستړي شوي او غونډه یې پریښې ده.

خپلې خبرې باید ګونګې او بې معنا هم ترسره نه کړو، ځکه دا کار هم د اوريدونکو د ستړيا او تېښتې لامل کیږي.

همدرانګه يواځې خبرې ونکړو، باید د خپلو خبرو اړوند بدن ته هم حرکات ورکړو تر څو اوريدونکي زمونږ د بوت په شان له دریدو ستړي اوخسته نشي.

خبرې په يو حالت کې یعنې ورو او یا تېزې ونکړو، ځکه کیدایشي اوريدونکو ته په زړه پورې تمامې نشي.

پورته ټکو ته په پاملرنې سره بايد داسې خبرې وکړو چې یواځې د يو څو کسانو لپاره نه وي، بلکې ټول هغه کسان چې زمونږ وينا اوريخپل ځان په کې وويني.

دا هم ولولئ:   موږ باید ولې د وینا/ بیان ښه مهارتونه ولرو؟_ فیضان الله نظرخیل

هر څومره چې مونږ په حقیقت ولاړې خبرې وکړو، هومره زمونږ اوريدونکي زیاتیږي او زمونږ د پاتې خبرو سره علاقه ښکاره کوي.

تر ډېره باید هغه خبرې وکړو چې نوې او تکرار نه وي، ځکه هیڅوک نه غواړي تکرار خبرې بیاځلي واوري.

تر ټولو مهم ټکی چې د ويناوالۍ په وخت کې باید ورته پاملرنه وکړو، د اوريدونکو سره مستقیمه اړيکه رامنځته کول دي يعنې هغه کسانچې مونږ ته غوږ دي باید په سترګو هم ورسره خبرې وکړو او د هرې زاويې اوریدونکو سره په نوبت اړيکه ونیسو.

که د پورته مواردو په پام کې نیولو سره وينا وکړو کیدایشي د اوريدونکو له هر کلي سره مخ شو، چې دغه عمل زمونږ د شخصيت په لوړلوکې نېغ رول لوبولی شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*