موږ باید ولې د وینا/ بیان ښه مهارتونه ولرو؟_ فیضان الله نظرخیل

لیکوال: فیضان الله نظرخیل

ډیر ځله به مو اوریدلي وي له خپلو ملګرو، ټولګیوال، همکارانو او داسې نور ډیرو کسانو څخه چې غواړئ د خپلې وینا مهارتونه لوړ کړي خو دوی ولې غواړي چې دغه مهارتونه لوړ کړي، د څه لپاره او د کومو موخو لپاره راځي دلته يې تاسو ته وایم.
ولې باید د وینا مهارتونه ولرو؟
د دې پوښتنې دې ځواب لپاره ډير ځوابونه شته خو موږ دلته ۶ اساسي ځوابونو لولو.
۱ـ د ځان څرګندولو او نظر بیانولو لپاره :
موږ ډیر کله په د خاطر چې ښه د وینا مهارتونه نه لرو، خپل نظر او شتون په دفتر،پوهنتون،کورنۍ او نورو ډیرو ځایونو کې نشو څرګندولی او بیانولی.

د دې لپاره چې خپل نظر او ځان خلکو ته څرګند کړو نو اړتیا ده چې د وینا ښه مهارتونه ولرو.
۲- د خپلې دندې د بریا لپاره:
ډیر ځله موږ له خپلو همکارانو څخه خورا زیاتې وړتیاوې او د قدرت ټکي لرو،خو دا چې د وینا ښه مهارتونه نه لرو نو نشوکولي چې خپلې دغه وړتیاوې ښکاره کړو او خپل ځان په کاري ساحه کې پیاوړي خپلو همکارانو ته وروپیژنو. دې وینا ښه مهارتونه زموږ د کاربار د پرمختګ سبب ګرځي او هغه کسان چې ښه د وینا مهارتونه لري هغوي تر نورو په خپلو چارو کې بریالي دي.
۳- د احساسات بیان لپاره:
موږ دير وخت خپل احساسات له دی کبله نشو بیانولی چې د وینا ښه مهارتونه نه لرو او مقابل لوري ته خپل احساسات څرګند کړو. د خپلو احساساتو د بیان لپاره اړینه ده چې د وینا ښه مهارتونه ولرو.
۴- خپل حق تر لاسه کولو لپاره
ډېر ځله زموږ حق د دی له امله تر پښو لاندې کیږی چې د وینا کولو جرئت نه لرو او نشو کولای چې د خپل حق غوښتنه وکړو دا چې خپل حق تر لاسه کړو اړتیا ده چې غوره دی وینا مهارتونه او د وینا کولو جرئت ولرو. په همدې موخه ټول وګړي هڅه کوي چې خپل د وینا مهارتونه لوړ کړي.
۵- د دې لپاره چې خلک له موږ څخه ستاینه وکړی.
ډېر خلک په ‌ډېر څه پوهیږي،خو دا چې د وینا مهارتونه نه لري، نشي کولی چې خپلې شته وړتیاوي ښکاره کړی. دا چې موږ په ټولنه کې د خلکو له لوري وستایل شو، اړتیا ده چې د وینا ښه مهارتونه ولرو. تاسي ډېر ځله اورېدلي چې د خلکو په منځ کې بحثونه روان وي، چې ډېره په زړه پوري وینا دغه وینا کوونکي وړاندې کوي یا هم وایي چې ډېرې په زړه پورې خبرې کوي او ستاسي ستاینه کوي.

دا هم ولولئ:   که موخې ونه لرئ د نورو د لاس آلې به شئ / عبدالرحمن اریوبي

۶- د دې لپاره چې موږ له نوي فرصتونوڅخه کټه پورته کړو

موږ ډیر فرصتونه له دی کبله له لاسه ورکو چې د بیانولو وړتیا یې نه لرو او د دغه فرصتونو غوښتنه نشو مطرح کولی، دا ځکه چې د وینا ښه مهارتونه زموږ سره نشته. دا چې د شته فرصتونو څخه کټه پورته کړو او له د فرصتونو غوښتنه وکړو اړینه ده چې ښه د وینا مهارت ولرو.

جالبه خو دا ده چې زموږ د ټولنې ډیر وګړي دا فکر کوی چې د وینا غوره مهارتونو لرل به یوازې دی خبریالانو او هغه کسانو کار دی چې د وینا مسؤلیت ور په غاړه دی. خو داسې نه ده زموږ ټول کړه وړه په ارتباطاتو تړلي دا چې ښه ارتباطات ولرو اړتیا ده چې ښه دې وینا مهارتونه ولرو. د ژوند په هره برخه کې د وینا د مهارتونو لرل خورا مهم دي.
د بریا یو راز هم دا دی چې غوره د وینا د مهارتونه ولرو!

1 Comment

  1. ډیر عالی په قلم مو برکت شه واقعا زما لپاره خو یوه په زړه پوری لیکنه وه

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*