د بریا لپاره څو مهم ټکي / سمیع ذهین

ترتیب د ځان جوړونې هنر له ڪتابه

۱بریا هېڅ وروستی حد نه لري دا يو دوامداره سفر دی، یوې موخې ته له رسېدو وروسته دویمې ته په تمه اوسئ.

۲هره بریا مو تجربه ډېروي او د پخوا په پرتله ښه ڪېږي، یوه بریا د دویمې لپاره لارہ هواروي.

٣له ستونزو او ننګونو سره په مبارزه ڪې د ژوند اصلي خوند وي.

۴پر ځان دا باور پیدا ڪړئ چې راتلونڪی مو روښانه او په زړه پورې دی، له باور پرته بل لوی قوت نه شته، له باوره وړتيا پيدا ڪېږي؛همدې ته مثبت افڪار وایي.

۵یوې موخې ته له رسېدو وروسته مو پر ځان باور قوي ڪېږي او بلې موخې ته رسېدنه درته اسانېږي.

٦هدف وټاڪئ، دې هدف ته د رسېدو لپاره په ځان ڪې مثبت افڪار پیدا ڪړئ، حالات ښه وارزوئ، په ځان ڪې دا باور پیدا ڪړئ چې هدفته مو خامخا رسېږئ، د دغو څلورو خبرو په مرسته هره ماته په بریا بدلولی شئ.

۷منفي فڪر له مغزو لرې ڪړئ! په مغزو ڪې پوخ باور پیدا ڪړئ. ڪه باور ولرئ، سخت ڪارونه هم ڪولای شئ. په باور ڪې يو ډول جادوييځواک شته، چې په مرسته يې هر ډول ماتې په بریا بدلولای شئ.

۸په لارو ڪې له پېښېدونڪو ستونزو مه وېرېږئ، ستونزې له ژوند سره يو ځای سفر ڪوي؛ خو د تل لپاره نه وي، تېرېږي، او ڪله چې تېرېشي بېرته نه راګرځي.

۹خپل ځان ته د بې ڪاره فڪر مه ڪوئ، تاسو د الله تعالی ډېر ښايسته او په زړه پورې مخلوق یاست، هغه متعال ذات هېڅ شی بې ګټېنه دی پیدا ڪړی، په تاسو ڪې هر ډول وړتياوې موجودې دي، خپل ځان ته په درنه سترګه وګورئ، خدای پاک درته د هر ډول ڪار ڪولووړتياوې درڪړې دي.

۱۰ڪله چې انسان د ځان بدلولو قوي هوډ ولري، نو الله تعالی ورسره هر اړخيزه مرسته ڪوي او هغه په بشپړ ډول بدلون مومي. دا تجربهوڪړئ او ويې ازمویئ، تاسو به ددې خبرې رښتيني شاهدان واوسئ.

۱۱ڪله چې پر دې حقیقت پوه شئ چې په نړۍ ڪې د هرې ستونزې حل لاره شته، نو هېڅڪله به و نه وېرېږئ.

۱۲ڪه زموږ په ژوند ڪې ستونزې نه وي، نو پرمختګ نه شو ڪولای. ستونزې زموږ د ژوند لړۍ روانه ساتي، ستونزې مو ماغزه پیاوړيڪوي، نو پر دې اساس له ستونزو مه وېرېږئ.

۱۳انسان د پوخ باور په مرسته پر لويو ستونزو بریالی ڪېږي.

۱۴په خپلو ڪارونو ڪې زیار وباسئ، تر څنګ يې له الله تعالی مرسته هم وغواړئ او دعا وڪړئ، چې خدایه پاڪه! تا ډېر خلک سمې لارېته برابر ڪړي، زه پر دې هم پوهېږم چې غلو او بد عملو ته دې نېڪه لاره ور وښوده. ته متعال ذات چې څه وغواړې، هغه ڪېږي او چې ويې نهغواړې، ستا له اجازې پرته یوه پاڼه هم نه رپېږي. ستا په دربار ڪې ڪمی نه شته، ڪه وغواړې، له غريب نه پاچا او له پاچا نه غریب جوړولیشې؛, نو په دې هیله زما په شان دردېدلي انسان ته سمه لار راوښیه، په همدې هيله ستا په در ڪې لاس په دعا یم او زما دعا ستا په دربارڪې قبوله وګرځوې.

دا هم ولولئ:   شخصیت جوړولو لپاره څه مهم دي؟ / سباوون ملکزی

۱۵د دعا په مرسته مو باور، له خدای پاک نه له مرستې غوښتلو وروسته به احساس ڪړئ، چې له دې څنګه قوي او مثبته پايله را منځتهڪېږي.

۱۶د يو ڪار جدي غوښتنه او رښتينی شوق يو قيمتي څيز دی، چې يو شخص خپلو موخو ته رسولى شي.

۱۷ڪوم شخص چې خپل ځان بدل ڪړي، هغه هرڅه بدلولای شي؛ ځڪه د ذهن بدلول د انسان هرڅه بدلولای شي، تر دې چې د هغهحالات هم بدلولای شي.

۱۸خلک د یو ڪار په ڪولو ڪې ځڪه پاتې راځي، چې په مغزو ڪې يې دغه فڪر له وړاندې ځای نیولی دی، چې دغه ڪار نه شي ڪولای.

۱۹ڪله چې يو شخص مثبت فڪر خپل ڪړي، په ځان ڪې يې مثبت قوتونه په حرڪت راځي او د ماتي منفي افڪار ترې وځي.

۲۰د بریا باور بریا درڪوي، دومره پرېڪړه ڪول پڪار دي چې پلانی ڪار ڪولای شم، باور د برياليتوب ضمانت ڪوي.

۲۱د انسان هدف باید لوړ وي چې د ژوند سفر يې په لوړېدو شي.

۲۲فڪر د انسان پر ڪار ژور اغیز ڪوي. ڪه د روغتیا په اړه فڪر وڪړې، نو روغ به یې؛ ڪه د ناروغی په اړه فڪر ڪوې، نو ناروغ به يې؛ ڪه دبریا په هڪله فڪر ڪوې بریالی به یې او ڪه د ناڪامۍ په اړه فڪر وڪړې، ناڪام به يې؛ څه چي زموږ په ذهن ڪې دي، له هغو سره مخ ڪېږو.

۲۳ورځ په ښه فڪر پیل ڪړئ، چې نن به ډېره ښه او مبارڪه ورځ وي، په تاسو به د الله تعالی رحمتونه وورېږي او هر څه به د ښه ڪېدو پرلور روان شي ان شاء الله.

۲۴په خبرو ڪې ډېر قوت وي، مثبتې خبرې ذهن پياوړی ڪوي او منفي خبرې ذهن او شخصیت ڪمزوری ڪوي؛ ځڪه هېڅڪله د خپګان اوماتې خبرې مه ڪوئ، تل د بریا یادونه وڪړئ، له منفي فڪر او خبرو ځان وساتئ.

۲۵د ژوند هره ورځ ځانګړې او مهمه و ګڼئ، فڪر وڪړئ، چې نننۍ ورځ د ډېرو ڪارونو د ڪولو ورځ ده، نن چې ډېر څه ڪولای شئ، ښاييداسې فرصت درته بيا برابر نه شي.

دا هم ولولئ:   لس #ښې_خبرې – درېیمه برخه

۲۶هر سهار چې له خوبه پاڅېږئ، نو له ځان سره ووایئ، چې نن په ما ڪې ډير طاقت او وړتیا ده، نننۍ ورځ ډېره په زړه پورې ده، ننداسې احساسوم چې د پخوا په پرتله ډېر ځواک او وړتیا لرم.

۲۷وخت ستاسو په ژوند ڪې تر ټولو قیمتي څیز دی، هره شېبه يي مثبت و ڪاروئ، ڪه دوخت درناوی مو وڪړ او له هرې شيبې مو ګټهواخيسته، نو په ژوند ڪې به له هېڅ ډول ستونزو او خنډونو سره مخ نه شئ.

۲۸په ژوند کې هېڅڪله ځان لټ او بې ڪاره مه ګڼئ، پر ځان باور پیدا ڪړئ، له شک پرته ډېرې وړتیاوې لرئ.

۲۹سبا هیچا نه ده ليدلې او هیڅوک نه پوهېږي، چې سبا به څه پېښېږي، هغه ڪار چې نن ڪېږي باید همدا نن يې وڪړئ، سبا ته یې مهپرېږدئ.

۳۰په ژوند ڪې لوړې او ژورې ځي راځي، ڪله ورځ لویه وي او ڪله شپه؛ ځڪه هيڅڪله مه خپه ڪېږئ. خپله حوصله مه بایلئ او رغنده اومثبت افڪار لرونڪي خلک په پای ڪې پر حالاتو برلاسي ڪېږي.

۳۱له مغزو منفي افڪار لرې ڪړئ، ڪله چې منفي افڪار په ذهن ڪې خواره شي، د ماتې او بربادۍ لامل ګرځي. ڪله چې انسان خپلمنفي افڪار په مثبتو افڪارو بدل ڪړي، نو په هغه ڪې دننه روحاني قوتونه په حرڪت راځي او د حالاتو په ڪنټرولولو ڪې مرسته ڪوي.

۳۲د ستونزو پر وخت خدای تعالیٰ ته رجوع وڪړئ او پرلپسې مرسته ترې وغواړئ تر څنګ يې خپله هم هڅه وڪړئ، چې ستونزې حلڪړئ.

۳۳ګټور، رغنده او مثبت افڪار په روح ڪې لوړوالی راولي، ڪله چې له روحاني پلوه لوړ او قوي اوسئ، نو پرېڪړې به مو هم لوړې وي.

۳۴منفي خبرې ڪول پرېږدئ؛ ځڪه منفي خبرې منفي افڪار پيدا ڪوي او منفي افڪار ناڪامي زېږوي، هېڅڪله هم منفي خبرې په ژبه مهراوړئ د خپلو خبرو اترو له لارې يې لرې ڪړئ.

۳۵په یاد مو وي، چې افڪار، نظریات او د ژوند فلسفه زموږ په مغزو ڪې د بریا یا ناڪامۍ تخم ڪري، د مغزو په ځمڪه ڪې چې هر څهوڪرو، هغه به رېبو.

٣۶مثبتې خبرې درڪې د ايمان او باور قوت پیدا ڪوي، دا قوت درسره لویو بریاوو ته په رسېدو ڪې مرسته ڪوي.

۳۷ناسم او منفي افڪار د انسان درون ګونګی ڪوي، ځان ترې وژغورئ.

۳۸په رښتينو، حقيقي او ژورو هیلو ڪې ډېر قوت وي. خپل باور قوي ڪړئ، خپل ځان ته ووایئ: زه وړتیا لرم، زه يې ڪولای شم، خامخا یېڪولای شم.

دا هم ولولئ:   د ويده کيدو د مخه دغه لاندې کارونه مه کوئ!

۳۹قوي او پوخ ایمان بدن روغ ساتي، ڪوم خلک چې په ځان ڪې د باور قوت ساتي، پر وړو ناروغيو سربېره له لويو ناروغيو هم خونديپاتې ڪېږي.

۴۰ښه افڪار پر ژوند غوره او بد افڪار بد اغېز ڪوي. ڪه روح او ذهن مو له بدو افڪارو او ګناهونو پاک شي، نو بدن به مو روغ او سالموي او ڪه روح مو ناروغ شي، نو تاسو به هم ناروغېږئ.

۴۱پر انسان ډېری ناروغۍ د منفي افڪارو له امله حمله ڪوي، د انسان فڪر لومړی او بدن يې وروسته ناروغېږي. ناروغۍ لومړی روانيوي او وروسته بدني ڪېږي.

۴۲ښه ذهن، ښه افڪار او ښه چلن د روغ بدن ضمانت ڪوي، ڪه تاسو ډاډمن او خوشحاله واوسئ، نو ارامه به وئ او د دې ارامتیا له املهله ناروغیو هم ژغورل ڪېږئ.

۴۳ڪه غواړئ، یوه ناروغی درته رانشي نو درې څيزونه (بدن، ذهن او روح) پاک ڪړئ.

۴۴هر ماشوم له مثبت فڪر سره نړۍ ته راځي، په منفي افڪارو لرونڪو ڪورنیو ڪې ماشوم د لويانو له منفي ڪړنو او خبرو اغېزمنېږي او پهځان ڪې منفي افڪار پیدا ڪوي.

۴۵نويو څېړنو دا خبره ثابته ڪړې، چې ڪه انسان منفی افڪار او چلن بدلول غواړي، نو دا ڪار کولای شي. انسان د منفي افڪارو پهپرېښودو د مثبتو افڪارو د خپلولو بشپړه وړتيا لري.

۴۶منفي افڪار انسان په بېلابېلو ذهني او بدني ناروغيو اخته ڪوي او په پای ڪې یې د ناڪامۍ، ماتې او تباهۍ په ڪنده ڪې اچوي.

۴۷مثبت افڪار په انسان ڪی پوخ باور پيدا ڪوي، له هرې ستونزې سره په زغم مقابله ڪوي، په توپانونو او تیارو ڪې لار پخپله پیدا ڪوي اوهېڅڪله هم ماتې نه مني، هغوی په ڪاروبار ڪې تل بريالي وي.

۴۸انسان باید ژر دا پرېڪړه وڪړي، چې آيا ڪړنې يې سمې دي؟

۴۹په ژوند ڪې چې هرڪله د تېروتنې احساس وڪړئ، ژر ترې مخ واړوئ او د ښۀ ڪار پر لور را وگرځئ، خپلې تېروتنی اصلاح ڪړئ.

۵۰څوک چې باوري ژوند تېروي په حقیقت ڪې همدا ڪس بریالی دی، په شتمنۍ ڪې هغه عزت نه شته، چې له غوره موخې سره په مینه اولېوالتيا ڪې وي، ستر هغه دی چې ستر ڪارونه ڪوي، هغه نه دی چې یوازې پیسې ګټي.

۵۱څومره چې له نورو سره نېڪي او مهرباني ڪوئ یا نور له تاسو سره نېڪي او مهرباني ڪوي همدومره خوښي ترلاسه ڪوئ او ذهن موارامېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*