څنګه بریالیتوب په کار دی؟ / مولانا وحیدالدین خان

د ۱۹۹۲ کال، فېبرورۍ میاشت کې په ډيلي ښار کې د کتابونو لوی نندارتون ساز شو. زه هم ورته ورغلم. ډېر زیاتې غرفې لګېدلې وې، خو د یوې لوحې ځان ته راکاږلم. په لوحه یې لیکلي وو: 

Think Incorporated

دا د نندارتون جالبه غرفه وه. موخه یې دا وه چې خلکو ته د فکر کولو هنر ور وښيي، ځکه ناسم فکر انسان ناکامۍ او سم فکر انسان بریالیتوب ته وړي. 

دلته د ښاغلي پرمود کمار بترا یو ښایسته انګلیسي کتاب پروت و. نوم یې د مدیریت افکار Management Thoughts و. ۲۱۵ مخه کتاب دی او ۱۳۶۰ ګټورې ویناوې په کې راغلي دي. مثلاً یوه وینا په کې دا وه چې زموږ ذهنیت، زموږ لوړتیا ټاکي. 

Our attitude determines our altitude.

په دې لوحه ځینې نورې روزنیزې لوحې هم را ځړېدلې وې. په لوحه د اورلګید تیلی رسم شوی و. ور لاندې یې لیکلي وو چې تیلی سر لري، خو ماغزه نه لري، نو څوک یې چې څنګه وموښي، دستي اور واخلي. راځئ له همدې تیلي یې زده کړو، موږ او تاسې هم سرونه لرو او په سرونو کې مو ماغزه هم شته، په دې خاطر به باید د نورو په لمسه را ونه پارېږو او احساساتي نه شو. 

یو هغه انسان دی چې د غوسې یا احساساتو خبره وي او دی پرې غوسه یا احساساتي شي. سمدستي په احساساتو کې راشي، پورته شي او غبرګون وښيي. دا انسان تل ناکام وي. دویم هغه انسان دی چې په احساساتي خبره هم نه احساساتي کېږي. دا انسان په ارام ذهن فکر کوي او له هراړخیزه فکره وروسته بیا عمل کوي. دا انسان به تل بریالی وي. دویم ډول انسان، انسان دی او لومړی ډول انسان د اورلګید تیلی دی. 

دا هم ولولئ:   سپین دروغ!!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*