په سختو حالاتو کې د پېسو سمپولو لارې چارې (دویمه برخه)

زموږ زیاتره خلک خصوصاً د پېسو په برخه کې په لیکلو او ثبت شرمېږي. مثلاً که چا ته پور ورکوي، خط ورسره نه لیکي، ځکه دا ورته یو ډول شرم ښکاري یا که خپل لګښتونه کوي، هم ثبت یې شرم ګڼي او زیاتره یې همداسې بې حسابه بې کتابه مصرفوي.

جالبه دا ده چې پیسې بې حسابه ګټل کېږي نه، ځکه که معاش دی هم په حساب دی، که کاروبار دی هم په حساب دی او که عاید دی هم په حساب دی؛ خو لګښت یې بیا په حساب نه کوو، ځکه دا هم راته شرم ښکاري. ما له ډېرو مشرانو اورېدلي چې د کور د لګښت د حساب لیکلو په اړه وایي: ته یې اوس په حساب خورې.

خو دا حساب کول او ثبتول (لیکل) نه یوازې د شرم لامل نه دی، بلکې دا ګټه یې هم ډېره ده او په اوسنیو شرایطو کې شدیده اړتیا هم ده.

د خپل ځان او کورنۍ د لګښتونو د کنترول او د سمپا لپاره یوه ګټوره، ممکنه او آسانه لار د خپلو ورځنیو لګښتونو لیکل او ثبتول دي.

طریقه دا ده چې یوه کوچنۍ کتابچه پيدا کړئ او هره ورځ چې تاسې پخپله یا د کورنۍ لپاره کوم لګښت کوئ، هغه ځان سره په کتابچه کې یادداشت کوئ. دا کار څو ګټې لري:

1. د لګښتونو یوه تاریخچه به درسره وي او تاسې به پوهېږئ چې کوم لګښتونه مو کړي دي؛

3. د هرې ورځې او هرې میاشتې لګښت به مو هم معلوم وي، هره ورځ، اونۍ او میاشت به ګورئ چې څومره لګښت مو کړی، که زیات شوی ولې او په کومو شیانو زیات شوی او که کم شوی ولې او په کومو شیانو کم شوی دی.

دا هم ولولئ:   د یوې غوره اونۍ د پیل لپاره څو اړینې لارښوونې

4. که چېرې د هر لګښت لیکل حتمي شي، ښایي یوازې د همدې لپاره له ځينو وړو لګښتونو تېر هم شئ، ځکه ډېر داسې شیان به وي چې تاسې یې اخلئ، خو که چېرې یې لیکل اړین شي، بیا لیکلو او اخیستلو ته زړه نه ښه کوئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*