ځان غښتلی کړئ_ثمیرا سیدي

ليکواله: ثمیرا سیدي

ډيری خلک د خپلو وړتياؤ او هڅو يوه کمه اندازه، د خپل ځواک ته د رسېدو لپاره کاروي، دوی د ودې لپاره هېڅ راز ليوالتيا نه لري او ځينې يې بيا په طبيعي ډول دا اندېښنه لري، چې يو څه په ارامه فضا کې ترسره کړي، همالته چې دوی راحتي پر ځواک غوره بولي او ټاکي یې.
د يو شان کارونو ترسره کول، ورته تګلاره ټاکل، په ورته حالت کې حرکت کول به ورته پايله په لاس درکړي. که تردې دمه له دې ډول حالت سره مخ ياست؛ نو حتماً دا پوښتنه به مو له ځانه کړي وي، چې ولې دې ژوند هغسې پرمخ نه ځي څنګه چې هيله يې لرئ؛ نو بايد درک کړئ چې يوازې هغه وخت خپل ځواک ته رسېدلی شئ، چې له آرامه حالت څخه د متحرک حالت په لور، د تللو جرئت وکړئ.
تاسې بايد په پوره ليوالتيا له فشار سره مخ شئ، هغه فشار چې ستا د ځواک له غښتلتيا ترلاسه کېږي.
غښتلتيا له منځه پيليږي، ډيری خلک خوبونه لري؛ خو د ځينو لپاره دغه خوبونه د دوی د ژبو پر سر وي او د ځينو لپاره بيا دغه خوبونه د زړه په ژورو کې خښ وي‌، د بېلګې په توګه:
تر ډيره هغه کسان چې وزن يې زيات دی، غوښتنه يې دا وي چې وزن کم کړي؛ خو دوی ددې کار لپاره هڅه او زيار نه وباسي.
د هيلو، غوښتنو او انتظار پرځای بايد خلک د خپل ځان پلټنه پيل کړي او د پيل لپاره يو دليل پيدا کړي.
غښتلتيا په ارامه فضا کې له اوسېدو نه رامنځته کېږي، چې هم وده وکړئ او هم له بدلون ځان وساتئ.
کوښښ مه کوئ چې په تېر باندې د تمرکز کولو په مرسته، اوس ته بدلون ورکړئ، جان مکسويل وايي: له کلونو راهيسې مې د کاري مېز پر سر په کوچنۍ لوحه داسې ليکل شوي″تېره شپه پرون پای ته ورسېده″ او دې جملې ماسره مرسته وکړه چې په اوس تمرکز وکړم؛ نو همدا نن کار وکړئ او د ودې لپاره همدا نن يو څه وکړئ، دا ډيره مهمه ده.
که غواړئ وده او بدلون وکړئ؛ نو بايد خطر ومنئ، نوښت او حرکت ډيری وخت د هغو کسانو له لوري پيليږي، چې د بدلون لپاره مخ په وړاندې ځي.
په ژوند کې د غښتلتيا تر ټولو لوی څپرکی هغه وخت راځي چې موږ يو داسې څه ترسره کړو، چې هيڅ وخت مو نه وي ترسره کړي. که په سختۍ هم وي، ځان هغه ځای ته ورسوئ چې وړتيا يې لرئ او فکر کوئ چې تر ناراحتۍ وروسته پکې آرام کولی شئ.
مهاتما ګاندي وايي: ″ د هغه څه چې ترسره کوو او د هغه څه چې وړتيا يې لرو، ترمنځ توپیر يې کولی شي، په کافي کچه د نړۍ ستونزې حل کړي.″ دا توپير د ښه او غوره والي ترمنځ يوه خلا ده. همداراز دا ليوالتيا او غښتلتيا ده، چې دې خاليګا ته نژدې کېږو.
که غواړئ چې غښتلتيا څه ډول د ځان لپاره وکاروئ؛ نو بايد ستراتيژيک واوسئ، څو وکولای شئ د ( چيرته يئ او غواړئ چيرته ورسېږئ؟) ترمنځ توازن وساتئ او دا په دوامداره توګه تنظيم کړئ او خپلې منځنۍ موخې پرې ترلاسه کړئ.
کوښښ دا وکړئ چې داسې موخې وغواړئ چې يوازې په سختۍ او ستونزو زغملو ورته رسېدلی شئ؛ نه په ډيره اسانۍ، ددې ستونزو حلول يو هنر دی؛ خو دا کار به ټول عمر درته ګټه ورسوي.
نو دا چې هر څه رښتيني کولی شئ ، يوازې همدا تاسې يئ، لوی خوب ولرئ! د ژوند موخه مو وګڼئ! په رب مو توکل وکړئ او په غښتلتيا مخته لاړ شئ.

دا هم ولولئ:   بیا فکر وکړئ / حکمت الله همت

 

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*