نشه نه کوم دردونه د زړه وژنم_حکمت الله همت

لیکوال: حکمت الله همت

په ننۍ نړۍ کې د ساینس او تکنالوژۍ برخې داسې نوښت وکړ: اوس ممکنه ده د یوه کوچني میموري کارد په وسیله د یو انسان مغز او حافظه په مکمل ډول بل انسان ته انتقال کړي بې له دې چې لمړنی اړخ کومه روغتیایي ستونزه او کمښت حس کړي.

زمونږ د وطن ځوانان په کوم لوري روان دي؟

افغانستان!

زمونږ په ځوانانو  او نوي نسل کې کوم لیدلوری او د پرمختګ خوځښت شتون لري؟ زمونږ ځوانان د چاپیرال، کورنیو او تر ډېره په کاري چاپیریال او د ورځني ژوند د کړنو په پرمخته وړلو ځینې کې ناکام پاتې دي. ددې وطن ځوانان د خپل درد او رنځ د کموالي او سکون تر لاسه کولو په پار په دې موخه نشه یي توکي استعمالوي چې ګواکي  نشه د یو انسان درد کموي او په زخمونو یې پټۍ لګوي.

روغتیایي پوهانو دا په ډاګه کړې ده چې: په نشه یي توکو روږدي کېدل د انسان ریښتینی ژوند وژني، نشه د انسان څخه د حقیقي ژوند معنی او مفهوم په پوره ډول اخلي، هغه کسان چې په ژوند کې نشه د درد او رنځ لپاره پټۍ ګڼي په ننۍ پرمختللې نړۍ او یوویشتمه پېړۍ کې تر ټولو شاته او د پرمختګ او نوښت څخه محروم شوي وګړي دي.

که چېرته نشه یي توکو د انسان په ژوند کې مثبت رول لوبولی او یا د یو هېواد د پرمختګ او آبادئ سبب ګرځېدلی : زمونږ ګران هېواد افغانستان به نن د نړۍ د هغو هېوادونو په جدول کې ځای درلود چې په نړۍ کې تر ټولو بډا،غني او پر خپلو پښو ولاړ او د خپلواکه هېوادونو په قطار کې به شمېرل کېدو.

په نشه یي توکو روږدي کېدل او د هغه بدمرغۍ !

هغه ځوانان چې نشو ته مخه کوي  تر ټوله بدې پایلې یې: د خپل ژوند د چارو او مسئوولیت واګې له لاسه ورکوي، په ټولنه کې په یو بې مسئوولیته او داسې وګړي بدلیږي چې ګویا دا یو تش کالبوت دی ، نشه د وخت په تېرېدو سره وجدان،هوډ،اراده او نوښت د انسان په بدن کې د تل لپاره له منځته وړي انسان په داسې ناروغیو اخته کیږي چې ډېرې یې د درمل وړ نه دي.

دا هم ولولئ:   له دلیل پرته مو ځینې کسان بد راځي؛ خو ولې؟ بختیار پښتون

هغه ننګ چې تر ډېره په افغاني ټولنه کې شتون لري !

کوم ځوانان چې په ژوند کې د ماتیې، غم، ستوزو او یا هم د خپلې کورنۍ غړي یا خپله معشوقه له لاسه ورکوي  ددوی لیدلوری دادی چې د خپل درد او رنځ لپاره نشې ته مخه کوي او په دې عقیده دي چې نشه ددوی لپاره تر هر څه ښه پټۍ او دارو ده.

له بده مرغه!

زمونږ ډېر لوستي، په کاري چاپیریال او ټولنه کې د ګوتو په شمار داسې ځوانان چې د یوې ادارې،ټولنې او اجماع ستنې یې بللی شو داسې لیدلوری لري«نشه کوم ځکه چې نشه زما د زړه دردونه وژني او یا هم کومې کورنۍ،ټولیزې یا هم د مینې،مییتوب او ګرانښت د لارې په سر شته ستونزې په نشه هوارېدلی شي» دغه لیدلوری او بده مفکوره ددې سبب شوې چې نن ورځ  تر ډېره په تحصیلي بسنټونو، روزنیزو مرکزونو او رسمي ادارو کې ځوان او لوستي وګړي په نشه یی توکو روږدي دي او ددوی لیدلوری چې پورته مو ذکر کړ ددې سبب ګرځېدلی چې نشه او په هغه روږدي کېدل ورځ تر بلې په ځنځیره یي شکل په ځوانانو کې ډېره او ددوی په ژوند کې ځای ونیسي.

ددې بدمرغې څخه د ځان ژغورنې او بدیل حل لارې څه دي؟

(الف):-  نشه نه کوم دردونه د زړه وژنم:

که څومره په دې نړۍ ژوند خوږ، د نېکمرغۍ او ښو خاطرو ډک دئ او ځینې وخت د خپل ژوند په خوښیو او ښادیو کې دومره غرق کېږو چې کله د میاشتو او کلونو شمار زمونږ له یاده وتلی وي. بل لوري ته د ژوند د خوږوالي او تلې د برابرښت په پار دومره ستونزې او کړاوونه شتون لري چې تر ډېره انسان په تدریجي مرګ وژني . مونږ ته په کار ده چې د ژوند ځینې نیمکرغۍ د بدمرغیو په څېر معامله کړه په دې سره به مو د ژوند بدمرغي په نېمکرغۍ داسې وژل شوي لکه د اورلګېدنې په وخت کې چې بل شوی اور په اوبو سره وژنو. دلته اوبه د ژوند او پاک رب لوی نعمت دی چې زمونږ ژوند پرې نېکمرغه دی او اور د دوزخ یو آفت دی چې مونږ ته د لارښوونې او په یاد پاتې کېدو په پار د ځینې ستونزو په  حل کې هم رول لري. لڼده دا چې مونږ په ژوند کې  خپل ډېر ګرم اورونه په یخو اوبو او ډېرې لویې بدمرغۍ،دردونه او رنځ په نېکمرغۍ معامله کولو سره وژلی شو.

دا هم ولولئ:   که غواړئ ژوند مو په آسانۍ سره تير شي له ذهن څخه ګټه واخلئ / جلا سلطان

(ب): د بدمرغه ژوند ،نشه او نورو آفتونو بدیل لارې:

په خپل ځان کې د ځانګړو مهارتونو لټول، لیک او لوست، ورزش، یو نوی مهارت او کسب زده کول تر ټولې ښه بدیل لارې دي خو لیک او لوست د هر انسان لپاره په یوه ټولنه کې یوې میوې لرونکې ونې ته د اوبو ، انرژۍ او ښه ساتلو په شان دی. که چېرې مو میوه لرونکې ونې ته په خپل وخت اوبه ، د کال په هر فصل کې دارو او کیمیاوي کود ورکړل په همغه پیمانه میوه به ترې حاصل کړئ. په لیک او لوست کې د انسان ډوب پاتې کېدل هم ددې سبب کیږي چې د یو کتاب د هرې پاڼې په لوستلو او لیکلو سره خپل ځان جوړ کړي ستونزې له شته نېمکرغیو سره معامله کړي په دې سره به یې هم ځان له بدمرغۍ او تاپوهئ ساتلی وي او هم به خپلې ټولنې ته ګټور پاتې کیږي د ژوند د کړنو او پانګې تله به یې مساوي وي(۵۰/۵۰) نېمکرغۍ او بدمرغۍ

(ج):- خپلو ستونزو او درد ته  په ریښتینې هنداره کې وګورئ :

خپلو ستونزو ته وخت ورکړئ تر څو درسره مخامخ شي، د بریالیو او غښتلو انسانانو یوه مهمه ځانګېړنه داده، چې تل خپلو ستونزو او دردونو ته په ریښتینې هېنداره کې ګوري . دوی د خپلو ستونزو سره مخامخ خبرې کوي وخت ورکوي تر څو د حل لارې چارې په ډېرو سختو او بدمرغه حالاتو کې ولټوي.

که غواړئ چې خپلې ستونزې په ښه توګه حل کړئ ستونزو ته په ریښتینې هېنداره کې وګورئ او د حل لپاره یې د نیکمرغۍ او بدمرغۍ معامله کولو(۵۰/۵۰) فورمول څخه کار واخلئ په دې کار سره به مو د ژوند د مخته وړلو تله په مساوي ډول او عادلانه ساتلې وي.

دا هم ولولئ:   مینه او مننه د پرمختګ لپاره ښه وسیله ده_حکمت الله همت

پورتنیو ټکو او سپارښتنو ته په کتلو سره په پاې کې دې پایلې ته رسېږو چې ښه ژوند او نېکمرغه راتلونکې ته د رسېدو ځینې مهم د بریا رازونه د نشه یي توکو څخه ځان لرې ساتل او په دې هوډ پاتې کېدل چې نشه نه کوم خپل دردونه وژنم،د نشه یي توکو او بدمرغه ژوند څخه ځان د ژغورلو لپاره بدیل لارې غوره کول دي چې ښه بڼه یې لیک او لوست دئ او همدارنګه خپلو ستونزو او درد ته په ریښتینې هنداره کې کتل او د کړاوونو سره مخامخ ناسته او ولاړه مونږ یو ښه، نېمکرغه او سوکاله ژوند ته رسولی شي.

پای!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*