بیا فکر وکړئ / حکمت الله همت

لیکنه: حکمت الله همت

مونږ په یوه بدلېدونکې نړۍ کې ژوند کوو، نو پکار ده ترڅو دداسې فکر او سوچ څښتن وو، چې له بدلون سره سم پرمختګ وکړو اوضروري ده چې د زماني تغیراتو د منلو حوصله راسره وي.

هر انسان ته پکار ده چې بیا بیا فکر وکړي، او پخوانۍ کړنلارې ته بدلون ورکړي .

ادم ګرانټ په کتاببیا فکر وکړئکې یوه خورا اساسي او مهمه پوښتنه کوي دا چې څنګه به وي چې پدې تل بدلېدونکې دنیا کې د هغهباورونو په اړه فکر وکړو چې د تېرې شوې دنیا لپاره وو او د هغو د نویو کولو لپاره کوښښ وکړو؟

بیا فکر وکړئ ځکه بیا فکر کول زمونږ زاړه او نوي باورونه سره جلا کوي.

بیا فکر وکړئ ځکه چې ننۍ پرمختللې نړۍ د نویو فکرونو په وسیله مخکې ځي.

بیا فکر کول د هوښیارتیا ښه بېلګه او بیا غور کولو لپاره لارې پرانیزي.

بېا فکر وکړئ ځکه چې رب العزت په دې نړۍ کې انسان بې فکره نه دی پیدا کړی، هر انسان لره یې فکر ورکړی، ددې لپاره چې د عقلپه رڼا کې د ژوند ښه او بد تفکیک کړي.

بیا فکر وکړئ فکر د کړنو ترسره کولو، مطالعې کولو، چلند او د اخلاقو لرلو لپاره دقیق پام کول دي.

بیا فکر وکړئ که چېرې تاسې په لمړي لید سره په یوه لرې ځای کې یوه رڼایي وینئ، نو فکر ته مو سل خبرې راځي، چې دا به لاټين وي،برق به وياو داسې نور شیان مو ذهن ته تداعي کیږي؛ خو چې ورنیږدې شئ بل شی او ستاسو د فکر خلاف وي.

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / څلورمه برخه

بیا فکر وکړئ ځکه موږ تل د احساساتو له مخې پرېکړه کوو او پایله یې بیا پښېماني وي.

بیا فکر وکړئ ځکه چې موږ تل سپي پسې منډه کړې او خپل غوږ مو ندی لیدلی.

مخکې له دې چې د یو څه په اړه پرېکړه ورکړئ، بیا فکر وکړئ چې ستاسې نظر سم دی او کنه؟

هغه کسان چې څومره بیا فکر او غور کوي، هغومره کولای شي پېچلې ستونزې حل کړي او د نورو په پرتله چټک حل ته رسېږي.

تر ټولو ښه لاره داده؛ چې د یو څه په اړه څو څو ځلې فکر او غور وکړو وروسته بیا پرېکړه او قضاوت وکړو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*