ناکامي، د بریا زینه / جاوېد کریمي

جاوېد کریمي

ناکامي،ماته یا هم شکست تقریباً هر چا لپاره ناخوښه کلیمه ده،او هيچا ته د منلو او قبلولو وړ هم نده،ناکامۍ سره د ناکامۍ ویره هم هروخت تړلې وي.اما ناکامي د ژوند يوه برخه ده،کیدای شي دا خبره موږ او تاسې ته د منلو وړ هم نه وي چې (کامیابۍ ته د رسېدو يوه لارهناکامي هم ده)او یا هم که ووایو ناکامي د بریا  بنیاد هم دی.ځینې خلک پر ناکامۍ خجالته کیږي او بیا خبره تر مایوسۍ رسیږي،خو کهدغه خلک خپل فکر ته تغییر ورکړي کولای شي همدا ناکامي خپلې بریا لپاره يو قدم تصور کړي.

که د نړۍ مشهورو خلکو ژوند ته يو نظر وکړو،نووبه وینو چې هغوی په خپل مزل کې څو څو ځله ناکامه شوي،غورځيدلي او بیا را پورتهشوي،مثلاً د مایکروسافټ د کمپنۍ د مشر بیل ګېټس چې د نړۍ له مالدار ترینه اشخاصو څخه شمیرل کیږي ،بایيو ګرافي ولولو وبه وینوکله چې هغه په لومړي ځل کمپنۍ جوړه کړه،له ماتې سره مخ شو،اما له مسلسلو هڅو وروسته هغه نن د نړۍ له کامیاب ترینو افرادو څخهشمیرل کیږي.

Michael Jordan د نړۍ مشهور فټبالر يو ځل د لیسې د فټبال ټیم نه شړل شوی ،Albert Einstein خپل ښوونځي کې د کورمغزه /کمزورو مغزو درلودنکي په څير پيژندل شوی وو،د اېپل کمپنۍ اوسنی مشر Steve Jobsیو وخت د اېپل کمپنۍ کې د يو بې کفایته مامورپه توګه منفک شوی او شړل شوی دی ،اوس د همغې کمپنۍ مالک دی چې ۲ ميلیارده ډالره سرمایه او ۴۰۰۰ کسان پکې کار کوي.

دا هم ولولئ:   د پادشاهانو وسایل (دویمه برخه) / ژباړه: وصي ابهام

که ناکامۍ ته د يوه نوي فرصت او موقع په نظر وکتل شي،نو له هغه استفاده کیدای شي،ځکه ناکامي انسان قوي کوي،او انسان پدېمجبوروي چې خپل هغه پټ استعدادونه او وړتياوې پکار واچوي کوم چې کولای شي دوهم ځل لپاره يې له ماتې وژغوري.

که له ناکامۍ عبرت واخیستل شي،د انسان پر ځان باور کچه هم لوړيږي .

اوس پوښتنه دا ده چې څنګه کولای شو،ناکامي د بريا لپاره د يوې زینې په څير وکاروو؟ که لاندې يو څو کارونه په نظر کې ونیسو کولایشو ناکامي د بریا/کامیابۍ په لور لومړی قدم او د بریا لپاره د زینې استفاده وکړو:

تر ټولو لومړی د خپلې ناکامۍ پړه په نورو خلکو،حالاتو او …..اچولو پر ځای باید خپله ناکامي په پوره حوصله مندۍ قبوله شي.

د مایوسۍاو خجالتۍ پر ځای باید ناکامۍ هر اړخیزه څيړنه وشي،چې کوم عوامل ول چې زما هڅه ناکامه شوه؟

آیا يو ښه پلان ورته نه وو جوړ شوی؟ پلان په ښه شکل ندی تطبیق شوی؟ دغه هدف مې مهم نه وو ګڼلی ؟ او که نور عوامل ول.

د مایوسۍ،خفګان او پرېشانۍ پر ځای راتلونکي چانس لپاره باید خوشبیني په ځان کې پیدا شي.

هر هدف د ترلاسه کولو لپاره باید يو جامع او هر اړخیز پلان ورته جوړ شي.

د خپل Comfort zone (ارامي ساحه) نه باید ووځو او سختې خوارۍ سره ځانونه اموخته کړو.

څنګه چې پوهیږو ،مسلسل کوشش موږ بریا ته رسولای شي،باید مسلسل کوشش ته دوام ورکړو.

دا خبره هم باید په ذهن کې ونیسو چې ،پآیداره او دوامداره بریا هغه وي چې،له څو ناکامیو وروسته ترلاسه کیږي.

دا هم ولولئ:   ځوان او ټولنه _سیف الله صدیقي

د خپل مقصد او هدف د ترلاسه کیدو په اړه باید د هغه خلکو نظریات واخیستل شي،چې دغه مزل يې طی کړی وي او یا هم درسره هممسلک مو وي.

په زړه کې د بیا ځل ناکامۍ د ویرې پر ځای باید په میړانه ورسره مخامخ شو.

تر ټولو مهمه خبره ،ذهنیت مو بدل کړئ ژوند مو پخپله بدلیږي،که ستاسې ذهنیت داسې جوړ وي چې نا زه نشم کامیابیدای،حالاتداسې دي،مشکلات ډير او داسې نورې کیسې نو،مطمئین اوسئ چې تاسې به هيڅکله هم کامیابه نشی،او که برعکس ذهنیت مو د بریالپاره جوړ وو،بریا ته له رسېدو مو هيڅ خنډ نشي را ګرځولای.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*