د تېر کال ارزونه، راتلونکي ته پلان او هیلې / حکمت الله همت

لیکوال: حکمت الله همت

تېر شوی کال د راتلونکي کال لپاره لکه د لیکوالۍ خاکه(Draft) نسخې په شان ده، کله چې لیکنه کوو لمړی یې خاکه جوړوو بیا یې څو څوځلې چڼو، غور پرې کوو، کله چې ښه ډاډمن شوو راتلونکو مرحلو ته ځو.

هر تېر شوی کال مونږ ته د نوي کال د پلانونو فرصت او هیلو بښوونکی دئ، بریالي انسانان تل د هر نوي کال په رارسېدو سره یو ځل تېرشوي کال ته کتنه کوي؛ ځکه دوی تېر کال او کړنو ته په کتو سره کولای شي په آسانۍ سره نوي کال ته د ځان سره له لاسته راړونو ډکنېکمرغه پیغامونه یوسي او هغه غلطې کړنې او تېرونې نوټ کړي، نوي کال ته یې د جبران او اصلاح لپاره له ځان سره یوسي، چې ددوی دبریا او موخو ته د رسېدو په لاره خنډ ګرځېدلې وې.

په ژوند کې میاشتې او کلونه تېرېدل هسې د اعدادو شمېر دئ،  په کلونو میاشتو او ورځو د وخت وېش ددې لپاره ترسره شوی دئ تر څوانسانان وکولای شي په آسانۍ سره خپلو موخو ته د رسېدو لپاره غوره لارې تمرین او د هر کال د پای په شېبو کې ځانته ځانګړی وختورکړي تر څو په ټوله کې په تېر شوي کال غور، راتلونکي ته پلانونه جوړ کړي او هغه لاسته راوړنې او هېلې بښوونکي پیغامونه له ځان سرهنوي کال ته یوسي، چې تر هر څه یې دوی ډېر خوشحاله کړي دي، همدارنګه د مثبتو لاسته راوړنو او هیلو بښوونکو پیغامونه ترڅنګ هروګړي ته په کار ده چې هغه ستونزې، کړاوونه، تېروتنې او خنډونه هم له ځان سره نوټ کړي؛ کوم چې بریاوو ته د رسېدو لپاره ددوی دلارې پر سر خنډ شول او موخو ته د رسېدو لارې یې لنډې کړې .

دا هم ولولئ:   افغانستان سره د ۴۰ جنګي الوتکو مرسته کېږي

زه دې هر کال په پای کې په یوه ځانګړي وخت کې له خپل ځان سره حساب او کتاب کړم، څو ساعته ځانګړی وخت ددې لپاره غوره کومچې د تېر شوي کال په کړنو غور وکړم، په ټوله کې کال ارزوم، لاسته راوړنې، مثبتې کړنې، هیله بښوونکي پیغامونه، نېکمرغۍ او خوښۍله ځان سره نوي کال ته وړم، همدارنګه هغه ټکي، ستونزې، کړاوونه او خنډونه له ځان سره نوټ کوم چې په دغه کال کې یې زه خپلو موخوته له رسېدو عاجز کړم، زما د لارې په سر خنډ شول او ناهیلۍ یې راکړې دي.

کال ارزونه ددې سبب کیږي چې انسان خپل ځان او ژوند په ښه توګه مدیریت کړي، په چاپیریال کې غوره ځای ترلاسه کړي او د نوي پیلشوي کال لپاره پوره آماده وي، د نظر خاوندان وړاندوینه کوي چې د هر کال په پای کې د څو ساعتونو لپاره په ځانګړي وخت کې خپل تېرشوی کال و ارزوئ، له خپل ځان سره حساب او کتاب وکړئ، په دې کار سره به مو د تېر شوي کال ټول حساب او کتاب صفر کړی وي،نوی کال به له پوره انرژۍ، مثبت اند، ټینګ عزم او ارادې سره پیلوئ

نوی کال، نوی پیل او نوې نړۍ مو نېکمرغه او د ښادۍ ډکه شه!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*