لږ مصرف او دوامداره ګټه!_ م. ایوب عمري

لیکوال: م. ایوب عمري

اللهﷻ د ځمکې پرمخ په لکونو ژوندي موجودات پیداکړي دي چې دې ټولو موجوداتو ته اللهﷻ پخپل قدرت او رحم سره رزق، روزي او خوراک ورکوي، انسان د رب هغه مخلوق دی چې ټول کائینات یې ورته تابع ګرځولي او اللهﷻ د انسان سره وعده کړې دی چې رزق او روزي به زه درکوم، د انسانانو لارشود کتاب قرانکریم کې اللهﷻ فرمائي: وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ
ژباړه: الله تعالی تر ټولو ښه رزق وركوونكى دی.
هو الله تعالی تر ټولو ښه رزق ورکوونکی دی خو داسې نه چې ته کور کشېنې دروازه بنده کړې او بیا دعوه وکړې چې الله تعالی ماته رزق نه راکوي، دهر څه دپاره یو سبب مهم دی نو د رزق لټولو دپاره به ته هرومرو یو کاروبار پیلوې ترڅو دهغه کاروبار څخه روزي وګټې ځان، کورنۍ او اولادونه ورباندې وساتي، الله تعالی به ستا په کاروبار کې برکت واچوي او دهغه څخه به رزق درکړي.
اوسنۍ نړۍ د ۸ ملیارده انسانانو څخه ډکه دی چې ټول یې پر یوه وخت په بېلابېلو کارونو، دندو او مصروفیتونو لګیا دي، دوی ټول د ځان، کورنۍ او اولادونو دپاره ستړیاوي ګالي ترڅو ورباندې هوسا ژوند تیر کړي.
پدې لویه نړۍ کې څرنګه او کوم کاروبار شروع کړم؟
د (پیسو جوړولو فابریکه) کتاب کې کیوساکي وایې چې د کاروبار دپاره درې شیان مهم دي ترڅو ځان ته یو ګوله ډوډۍ ورباندې وګټئ
(پیسې، نظریه او افراد) د پیسو ګټلو سرچینې دي، که دخپل هیــــواد حالت وځېړو نو پدې سرچینو کې دومره پیسې د افغانستان ۷۰ سلنه وګړي نلري چې په هغه لویه پانګونه وکړي او کاروبار پرې شروع کړي، نظریه بیا هغه سرچینه ده چې زموږ هیــــوادوال یې چندان په کیسه کې ندې او نه هم دلته چندان انتن ورکوي نو پاتې افراد شول چې موږ یې له طریقه کولای شو پیسې وګټو خو دلته هم یوڅه اندازه پیسو ته اړتیا شته، داسې نه چې مفته کیسه دی خو ډیري کمې پیسې غواړي، زه به یې څو نمونيې کارونه د بیلګې په ډول د لږ تشریح سره درته وړاندې کړم چې تاسو کولای شئ په کمو پیسې سره هغه پیل کړﺉ او ورځنی ژوند ورباندې مخته بوځئ.
۱) په کور کې د چرګانو ساتل، په اوسط ډول هره کورنۍ له ۶-۸ پورې غړي لري چې ددوی څخه یې ۴-۵ حتماً د کار کولو وړتیا لري، د چرګانو ساتل کم مصرف، لږ کار او کمې پیسې غواړي، که تاسو ۵۰ جرکوړې وساتئ نو حداقل د ورځې به ۳۰ هګۍ ورڅخه ترلاسه کړئ که د یوې هګۍ قیمت ۱۰ افغانۍ وي نو تاسو د ورځې ۳۰۰ افغانۍ ګټلې دي چې دمیاشتي ۹۰۰۰ افغانۍ کیژي، د چرګانو خرڅول، د غوشي پلورل او نوي بچیان یې تاسو ته هفته وار/میاشته وار ګټه ده.
۲) په کور کې د کالیو جوړول په ځانګړې ډول د افغانۍ جامو ګنډل چې په هر کور کې میرمنې ورسره بلدې دي، د یو جوړه کالیو اوسط مصرف ۵۰۰ افغانۍ کیژي خو تاسو یې په بازار کې د ۱۰۰۰-۱۴۰۰ افغانیو پلورلی شئ، که د میاشتې ۶ جوړې وپلوري نو ۶۰۰۰ افغانۍ به مو ګټه کړې وي.
۳) لږه مالداري ساتل په ځانګړې ډول شیدې کوونکي حیوانات چې مستې، شیدې، غوړي یې ورځنۍ ګټه ده، امبــــار او بچیان یې کلنۍ او میاشتنۍ ګټه دی چې یوازې یوه ټیله امبـــار یې تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې خرڅیژي، که په ورځنې ډول ۳۰ پاوه شلومبې ورځخه ترلاسه کړئ نو د ورځې تر ۴۰۰ افغانیو ګټه درته کوي چې د میاشتي ۱۲۰۰۰ افغانۍ کیژي.
۴) د خشتو او ساده مزایکو جوړول، چې یوازې اوبه، خاوره او دوه ساده غالبونه غواړي، که د هفتې ۱۰۰۰ خشتي او ۱۰۰ ساده مزایکې جوړې کړئ نو د هفتې تر پایه به مو ۱۸۰۰ افغانۍ ګټه کړې وي.
۵) که یو جریب اضافې ځمکه لرئ نو نیمائي یې د چنارانو/ونو دپاره ځانګړې کړه چې د درې کلونه لرګي یې په اوسط ډول ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ درته ګټي، او پاتې نیمائي یې د سبزیجاتو/سوزبر دپاره وتراشه یوازې پیاز، رومیان، بېنډي، کدو، کرم او ګندنه یې په ورځنې ډول تر ۲۰۰ افغانۍ درته ګټي.
ډېر ساده او اسانه کارونه دی یوازې د افرادو موجودیت اړین دی او په کمه اندازه پیسې چې په تدریجي ډول ډیریژي، هیڅوک د پیل څخه میلونر نه ؤ، کوچنی کاروبار پیل کړئ د یوڅه وخت وروسته به ستاسو لږ لږ ګټه یوه لویه شتمني برابره کړي چې معیاري او لوړه پانګونه پرې وکړئ.

دا هم ولولئ:   سالم فکر روزل د ځوان مسئووليت دى / سردار محمد سمسور

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*