پلاره مونږ ځان سره چکر یوسه/ عبدالخلیل جلیلي

لیکنه/ عبدالخلیل جلیلي

له دې جملې کرکه لرم خو بیا هم ځان قابو کړم او وایم راځئ چې لاړ شؤ.

پلار مې درې ښځې کړې وې زه تر اوسه نه یم پوه چې ماماګان مې څنګه خلک ؤل، خو ماته د عمر تر ډیره خپل نوم هم زده نه و چې زمانوم څه دی ،د هر کار لپاره راته د یو ماما نوم انتخاب شوی ؤ .

که به مې پیاله چپهٔ کړه د یوه ماما نوم به یې راته واخیسته، که به مې کار لږ خراب کړ د بل ماما نوم به یې راته واخیست.

دې سره مې د شپږ ماماګانو له نومونو کرکه کولهًچې د کار په ورانېدلو مې د هغو نومونه راته اخیستل کېدل.

مور مې د پلار له قومه نه وه او بل زما ماماګان غریبان ؤل، شاید همدا یې سبب ؤ چې مونږ پهٔ پلار ګران نه ؤ.

له ډیر وخت وررسته مې پلار تر شا پهٔ کوڅه کې  دومره منډې کړې چې ورنږې شوم ایله مې په خوار خوله ورته وویل پلار ما هم ځان سرهچکر ته یوسه.

د پلار هغه څپیړۍ دومره درد رانکړه څومره چې مې د بلې مور زمنو له شیشې ګوتۍ  د تحقیر  لپاره ښورولې، بیا مې هېڅ کله پلار ته ونهٔویل چې ما هم ځان سره چکر یوسه.

زه له نه یم پوه ولې یې له خپله کوره هم وشړلو کنه مور خو مې هلته نوکره ؤ .

کلونه وروسته مې درس وویل، ژوند مو جوړ شؤ ، اوس دا دي بچیان هم لرم، د  ژوند د هوساېنې ټول وسایل لرم،  کله مې چې بچیان راتهووایي، پلاره مونږ هم چکر ته یوسه، هغه د پلار څپیړه او د ورونو تحقیر ول مې پهٔ یاد شي، خو نا زه دوی ته نه  نه وایم او او سمدستيځان چمتو کوم چې چکر ته یې ویسم خو پهٔ لار چې ځم هر ماشوم چې مې پهٔ مخ راځي ځان سره په موټر کې کینؤم. کله موټر له ماشومانډک شي چې نور ځای پکې نه وي، هڅه کوم عر یو ته یې مینه ورکړم چې د مینې د کمښت حس یې په وجود کې پاتې نشي، خو زه د نننه ژاړم پهٔ تیر یاد سترګې پټېوم او بي اختیاره مې له سترګو اوښکې لکه بې موسومه باران راشي او هغه درد چې د پلار له مینې بې برخې شوی یم لکه ښامار مې خوري.

دا هم ولولئ:   موږ او ژبه مو / ډاکتر احسان الله درمل

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*