همينګوي څه وايي!؟

ارمان مهربان

ارنیسټ همينګوي چې په کال ۱۸۹۹ ميلادي کال کې زيږيدلی او په کال ۱۹۶۱ کې يې پخپل قيمتي ټوپک ځان وواژه. دده له مرګ څخه وروسته خلکو ويل چې همينګوي ته د ټوپک پاکولو پر مهال تصادفاً خپل ټوپک ور خلاص شوی،خو پنځه کاله وروسته يې خپله ميرمن پوه شوه چې همينګوي پخپله ځان وژلی دی.

“همينګوي څه وايي” د ارنیسټ همينګوي د۱۲ لنډو کيسو کتاب دی چې تازه ښاغلي عصمت څاروان ژباړلی او شننه يې پرې کړې ده. په دې کتاب کې نه يوازې د همینګوي پر کيسو شننه شوې ده، بلکې د ارنیسټ همينګوي د ژوند او آداب په اړه هم خبرې شوي دي.

همينګوي په داستان ليکنه کې ډېر شهرت موندلی، همدا ده چې آثار يې د هغه کتابونو په قطار کې ځای لري چې له مرګ مخکې بايد يو ځل ولوستل شي. د همينګوي د ليکوالۍ خوند په دې کې دی چې د هرې سويي لوستونکي د پوهيدو وړ دي، هغه په نثر کې ډېرې مناسبې کلمې او لنډې جملې کارولي دي.

همينګوي کيسه دومره ساده پيلوي چې لوستونکی ډېر ژر د خپل ځان په لورې جلبوي او د کيسې په هره کليمه او جمله کې واقعیت تصور کوي.

د همينګوي په کيسو کې اکثراً د جنګ او د جنګي چاپيريال انځور وړاندې شوی دی، شايد دليل يې همدا وي چې د نوموړي په وخت کې دوه نړيوالې جګړې رامنځته شوې وي او دی په هغه مهال کې ژورناليست وو.

همينګوي ډېر نور ښايسته او مشهور آثار لري، تر ټولو مشهور آثار چې همينګوي مخکې له چاپيدو تر دوه سوه ځله زيات لوستلی او ايډيټ کړی دی “بوډا او سيند” نومېږې چې له ښه مرغه پښتو ته هم ترجمه شوی دی.

دا هم ولولئ:   بریا ته لار کتاب کې څه راغلي؟

همينګوي د خپلو غوره آثارو (ناولونو او لنډې کيسو)د ليکلو له امله د نوبل او پوليټزر نړيوالې جاېزې ګټلي دي. د د همينګوي د ژوند ليک د ليکوال په نظر “بوډا او سيند” “لمر لا هم ځلیږي” او “له وسلې سره خدای پاماني” د همينګوي ښه آثار دي.

د همينګوي همدا دوولس کيسې هغه غوره شوې کيسې دي، چې زموږ د ژوند، حالاتو او چاپېريال سره ډېرې سمې جوړې شوې دي. او په دې برخه کې ژباړن هم هڅه کړې ده چې نوموړي کيسې د نړيوالو کره کتونکو او شنونکو د نظر په رڼاکې وشنې او تر ډېره پکې بريالی هم دی.

همينګوي په خپل کې ژوند کې ډېر حيرانونکي کارونه هم ترسره کړې دي. د همينګوي په اړه دغه کيسه ډېره مشهوره ده: يوه ورځ همينګوي له څو نورو ليکوالانو سره شرط کيښود چې په شپږو کليمو يوه لنډه کيسه وليکي. همينګوي دغه کيسه چې” د خرڅلاو: د ماشوم بوټونه؛ چې هيڅکله پښو شوي نه دي. وليکله او د همينګوي د ډېرې لنډې کيسې څخه شمېرل کېږي.

کتاب واخلئ او د همينګوي،ژوند او کيسې ولولئ او د کيسو په اړه د ښاغلي څاروان شننې ولولئ او خوند ترې واخلئ!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*