هره ورځ نوې بریا /ډاکټر نورمن وینسټ پیل

ډاکټر نورمن وینسټ پیل/ ژباړه: میراحمد یاد

زیاتره خلک وايي اخر بریا ته ورسېدم، موږ بیا داسې لویو خلکو ته پسخېږو چې د بریا تر لوړو څوکو ته ورسېدل، اوس چې څه غواړي هغهموندلای شي. خو زه بیا بل فکر کوم، زه خوښ یم چې تراوسه مې نه دا ویلي او نه ګڼلي چې بشپړه بریا مې ګني موندلې ده. زه خو وایمچې اوس هم لا ارمانونه لرم، پلانونه جوړوم او د بریا لپاره پرله پسې هڅې کوم. که څوک راته ووایي چې فلانی سړی بریا ته رسېدلی اواوس قرارې د خیر په غونډۍ ناست دی او خوندونه اخلي؛ نو زه به ځان سره ووایم: د دې سړي هغه شوق او جذبه ختم شوي چې دی یې دبریا دې لوړو څوکو ته رسولی و. یوه سړي د خپل ژوند او جد و جهد په اړه خبره کړې او دا خبره یې زما د دې نظر پخلی دی. دا بریالیانسان وایي: ژوند کې اوس هغه د منډو ترړو او مبارزې د وخت خوندونه نشته. په ۳۵ کلنۍ کې د امریکا او ۴۰ کلنۍ کې د نړۍ مشهور اوبریالي سوداګر ویلي وو چې زه نور هم پر مخ ځم، ځکه د ژوند خوند په ستونزو او ننګونو کې دی، دې سره انسان چست، چالاکه اوخوځنده وي، یعنې: وړاندې د ستورو له درشله نړۍ لا هم شته… . ځينې خلک د ژوند اصلي خوند په پرمختګ او نوي منزلونو کې مومي. دلویو ستونزو حل ورته خوند ورکوي، دا نه وايي چې د بریا وروستي منزل ته رسېدلی یم او له یوې بریا وروسته د بلې سترې بریا په تمه وي.

دا هم ولولئ:   خپلو نیمګړتیاو سره څه وکړو؟ / میراحمد یاد

زما یو بلدي ښاغلی اموس پيرش لوی صنعتکار و، زرګونو خلکو یې د پېر و پلور په برخه کې له تجربو ګټه اخیسته او د نیویارک د لویوهوټلونو تالارونو ته به یې د وینا اورېدو ته راتلل. ده به ویل چې تل د نویو مفکورو (ایډياګانو) په لټه وي. چا وپوښت چې دې لویې بریا تهڅنګه رسېدلی یې؟ ده ورته وویل چې زه لا بریا ته کله ورسېدم؟ لا خو راته اوږده مزلونه پراته دي، ډېر کارونه به کوم.

نوموړی په ۹۴ کلنۍ کې مړ شو او ترڅو ژوندی و پرلپسې کار یې کاوه. له مرګه څو ورځې مخکې یې راته وویل چې په یوې نوې مفکورېکار کوم، دومره ستر انسان و چې ما به ولیده ترې اغېزمن به شوم. تل به د نویو مفکورو په لټه و او تر مرګه یې د خپل عمر یا مرګ په اړهڅه ونه ویل. تل به نویو مفکورو پسې ګرځېده او د همدې په عملي کولو به بوخت و.

تاسې هم تراوسه خپلې بریاوې هېرې کړئ. دې بریاوو تاسې ته باور او تجربه درکړې ده. اوس به د نورو بریاوو په راوړلو کې ډېروستونزو سره نه مخ کېږئ. دا مه وایئ چې زه د خپل ژوند هدف ته ورسېدم، ځان ته ووایې چې تراوسه مو هر څه کړي، دا ددې ثبوت دیچې تر دې ډېر او ښه څه کولای شئ. په دې باور ولرئ چې ستاسې راتلونکی ډېر ښه او روښانه دی او د ژوند په ډګر کې به لا ډېر مخ تهلاړ شئ. په همدې باور لومړۍ پسې دویمه او دویمې پسې درېیمه بریا ښکلوئ. دا یاد ساتئ چې تر باور لوی قوت نشته او وړتیا له همدېپيدا کېږي. دې ته مثبت فکر ویلی شو، مثبت فکره په خدای هم باور لري او په ځان هم.

دا هم ولولئ:   د لوی مثبت فکره خلکو عادتونه!!

زه چې دا نن کومه وینا کوم د نویو مفکورو له امله ده. دا چې مفکورې نه ختمېږي؛ نو ښکاره خبره ده چې زه به هم له خپله کاره بیخي نهراضي کېږم.

دیوتوماس نن سبا مشهور او شتمن سوداګر دی، ده په ژوند کې ډېر کړاوونه لیدلي او ناسکه مور او پلار رالوی کړی و. دا  بې موره او بېپلاره بچی چې عملي ډګر ته راغی په جېب کې یې یوازې څو ډالر وو او نن دا دی په نړۍ کې ۱۳۲ هوټلونه لري. دې سړي خپله د هوټلونولړۍ د خپلې لور (پروینډي) په نامه نومولې ده. که تاسې همدا (دیوتوماس) وپوښتئ چې خپل اخري منزل ته رسېدلی،دستي به درته (نه) وکړي.

یوه ورځ مې یوې لویې ډلې ته وینا کوله، د وینا پر وخت یوه زلمي وپوښتلم چې له څه وخت راهیسې دا ویناوې کوې؟ ما ورته وویل چې ۵۰کاله به کېږي. زلمي راته وویل چې تا دې برخه کې بریاوې موندلي او زه د بریاوو په لټه یم.

ما هغه زلمي ته وویل چې خفه نشې، خو ما تراوسه په دې ډګر کې هېڅ بریا نه ده ترلاسه کړې، ځکه زما نننۍ وینا هم د نویو مفکورو پهاساس ده، دا چې نوې مفکورې نه ختمېږي؛ نو زه هم به خپل کار بشپړ راضي نه یم.

څو کله وروسته هغه ځوان سره بیا هم مخ شوم، دا ځل ډېر پوه شوی و، راته یې وویل چې هغه ورځ دې رښتیا خبره وکړه، ما چې ځانسره وویل بریا ته ګني رسېدلی یم، لټ شوم. بیا مې وویل چې نه، دا لاره لا ډېره پاتې ده، لا ډېر کارونه پاتې دي او همدې فکر ماته ددومره مزل کولو زړه راکړ.

دا هم ولولئ:   په خپله بریا باور ولې ضرور دی؟

ما ددې کتاب لوستونکو ته، ژوند کې د بریا په اړه ځينې اصول ټاکلي دي، دا اصول ورسره مرسته کولای شي. هغه اصول دا دي.

دا پرېکړه وکړئ چې ژوند کې څه ترلاسه کوئ؟ یعنې منزل مو څه دی؟

څه ته مو چې زړه وي په ترتیب یې ولیکئ او عمل پرې پيل کړئ.

څه چې کوئ په اړه یې ټول معلومات پيدا کړئ او څه چې ورته اړین وي هغه زده کړئ.

دا سپینه کړئ چې خپلو موخو ته به څومره وخت کې رسېږئ؟

دعا کوئ چې پرېکړه مو سمه وي او که ناسمه وي؛ نو بدله یې کړئ.

موخو ته د رسېدو لپاره تل هلې ځلې کوئ او پرېږدئ یې مه.

د موخو په اړه فکر روښانه او څرګند کړئ.

هېڅکله دا مه ګڼئ چې اخېري بریا ته ګني ورسېدئ.

دا یاد ساتئ چې یوه بریا بلې ته لاره هواروي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*