بریکس ؛ د افغانستان لپاره فرصتونه او پر وړاندې یې پراته خنډونه / قیام صدیقي

لیکنه: قیام صدیقي

بریکس (BRICS): د هیوادونو د یوې ډلې نوم دی چې د مخ پر ودې اقتصادي قدرتونو لخوا رهبري کېږي. د بریکس نوم د پنځو هیوادونو(برازیل، روسیه، انډیا، چین او (ساوت) جنوبي افریقا) د انګلیسي نومونو د لومړنیو تورو له یو ځای کولو څخه جوړ شوی دی. په لومړیوکې ددې اتحاد نوم بریک و، خو د جنوبي افریقا له یو ځای کیدو وروسته یې نوم په بریکس واوښت. ټاکل شوې چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍله میاشتې به شپږ نور هیوادونه ارجنټاین، ایتوپیا، متحده عرب امارت، ایران، سعودي عربستان او مصر د بریکس په ګروپ کې شاملشي. د کویټ، ټایلند او بنګدیش په شمول نورو شپاړسو هیوادونو په رسمي ډول په بریکس کې د غړیتوب غوښتنه کړي. دا هیوادونهبریکس ته  د لویدیځو هیوادونو تر ولکې لاندې بنسټونو د بدیل په نظر ګوري او هیله لري چې له بریکس سره د یو ځای کیدو په پایله کې بهد  اقتصادي پرمختګ، تجارت زیاتوالي او پانګونې زیاتوالي په څېر ګټو څخه برخمن شي.  که څه هم د بریکس ګروپ پنځه بنسټایښودونکي هیوادونه ټول مخ پر وده اقتصاد لري، خو دوی د چټکې او هراړخیزې اقتصادي ودې او په سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو کې دپراخ نفوذ له امله له نورو پرمختیایي هیوادونو څخه توپير لري. بریکس د نړۍ د نیمایي نفوس استازیتوب کوي او د همدارنګه د نړۍ ۲۸سلنه اقتصادي ځواک په واک کې لري.

د بریکس اتحاد مالي جوړښت:

د بریکس مالي جوړښت په ټوله کې په دوه برخو ویشل کېږي: (نوی پراختیايي بانک) NBD، چې (د بریکس پرمختیايي بانک) په نوم همپېژندل کېږي. دوهم د (احتیاطي زیرمو تړون) یا CRA دی، چې دواړه برخې په ۲۰۱۴ کال کې لاسلیک او له ۲۰۱۵ کال را پدیخوا عمليشوې دي.

دا هم ولولئ:   ای وخته بیا راستون شه.... / ډاکټر مبارک علي

نوی پراختیایي بانک(New Development Bank)

نوی پراختیایي بانک یو څو ملیتي پراختیايي بانک دی چې د بریکس غړو هیوادونو له لورې اداره کېږي. د پورونو په برخه کې ددې بانک دتمرکز اصلي محور د زیربنایي پروژو تمویل دی. دا بانک د ۵۰ ملیاردو ډالرو په لومړنۍ پانګې سره رامنځته شو، چې هر بنسټایښودونکی هیواد د ۱۰ ملیارد ډالرو په ورکولو مکلف و. په ۲۰۲۰ کال کې یاد بانک د ۱۵ ملیارده ډالرو په ارزښت ۵۳ پروژې په پام کېنیولې وې.

د احتیاطي زیرمو تړون(Contingent Reserve Arrangement):

هغه چارچوب دی چې د بریکس غړو هیوادونو د نړیوالو نقدینګۍ فشارونو پر وړاندې د ځان ساتلو لپاره تصویب کړی دی. دا ځان ساتنه دنورو کړنو ترڅنګ له هغو  اسعاري فشارونو سره مقابلې  ته هم شاملېږي چې د نړیوال اقتصاد له لورې د بریکس غړو هیوادنو په مليپیسو واردېږي. شنونکي د احتیاطي زیرمو تړون د IMF سیال ګڼي او د پرمختیا په برخه کې یې د نوي پراختیايي بانک همکار بولي.

د افغانستان لپاره فرصتونه:

د بریکس هیوادونو سره  اقتصادي همکاري د افغانستان لپاره ځینې فرصتونه درلودلی شي.

1. د بریکس په مشرۍ بنسټونو څخه تمویل او پانګونې ته لاسرسی: افغانستان کولای شي چې د بریکس په مشرۍ بنسټونو څخهتمویل او پانګونې ته لاسرسی پیداکړي ( لکه: نوی پراختیایي بانک او د آسیا د زیربنایي پانګونې بانک چې  مخ پر ودې هیوادونو کې دزیربنايي پروژو ملاتړ کوي). افغانستان کولای شي له دې پورونو او مرستو څخه ګټه پورته کړي خو په هغه صورت کې چې  معیارات پورهکړي  او د بریکس غړو هیوادونو تائید ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ:   د اتصال لاره / نذيراحمد نصرت

2. په سیمه ییزیوالي او سوداګریزړ نوښتونو کې ونډه اخیستل: افغانستان کولای شي د BRI، EAEU، INSTC او شانګهای همکارۍسازمان له طریقه سیمه ییز اتصال او له ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې او همکارۍ زیاتې کړي.

3. د خپلو سوداګریزو او پانګوالو شریکانو متنوع کول: په ځانګړې توګه د چین او هند سره د لا زیاتو همکاریو رامنځته کول؛ چې پهبریکس کې تر ټولو لوی او چټک اقتصادي وده کوونکي هیوادونه  دي. افغانستان کولای شي د یادو هیوادونو بازارونو ته د خپلو کرنیزومحصولاتو، منرالونو، غالیو، لاسي صنایعو او نورو توکو صادرات پراخ او متنوع کړي او همدارنګه له له دغو هیوادونو مستقیمې بهرنۍپانګونې را جلب کړي.

4. د بریکس هیوادونو له تجربو څخه ګټه اخیستنه: افغانستان کولای شي چې اقتصادي پرمختګ، نوښت، د فقر کموالي، ټولنیزې رفاهاو نورو برخو کې د بریکس هیوادونو له تجروبو څخه ګټه واخلي. همدارنګه افغانستان کولای شي د پوهې شریکولو، ظرفیت لوړولو،تخنیکي مرستو او د بریکس هیوادونو له لورې د همکارۍ مختلفو پروګرامونو څخه استفاده وکړي.

دا هغه ځینې احتمالي فرصتونه وو، چې افغانستان به د بریکس هیوادونو سره د اقتصادي همکاریو په پایله کې ورڅخه برخمن شي. خوځینې ستونزې او خنډونه هم شته چې باید لېرې شي، لکه:

د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت نه پيژندل کیدل  او د بریکس د ځینو غړو هیوادونه (لکه هند او جنوبي افریقا) سره یې ددیپلوماتیکو اړیکو نشتوالی هغه ستونزه ده چې کولای شي د افغانستان او بریکس هیوادونو ترمنځ د همکاریو لمن په مختلفو برخو کېمحدوده کړي. د افغانستان د مسئلې د ځينو اړخونو په اړه د بریکس غړو هیوادونو ترمنځ د ګټو او لیدلورو توپیر ( لکه: د پاکستان رول، داقلیتونو او ښځو د حقوقو ساتنه او د نورو بهرینو لوبغاړو ښکیلتیا) بله هغه موضوع ده چې ممکن  د بریکس د غړو ترمنځ د خپل منځي اویا د بریکس او په افغانستان کې د نورو نفوذ لرونکو احزابو ترمنځ د جنجالونو سبب شي. پر دې سربیره په افغانستان کې روانتاوتریخوالی، بشري ناورین، اداري فساد، د بشري حقونو سرغړونې هغه فکتورونه دي چې د افغانستان او بریکس ترمنځ د همکاریو مخهنیولی شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*