لټۍ باندې د بريالي کېدو لپاره د جاپانيانو شپږ تخنيکونه/ حامد مشواڼی

لیکنه: حامد مشواڼی

۱.ايکيګای

د ايکيګای معنی دا ده چې د ژوند موخه دې پيدا کړه يا په بل عبارت د ژوند مانا دې پيدا کړه، داسې څه پيدا کړه چې سهار وختي دې له خوبه راپاڅوي، ځکه چې ستا موخه ستا تېل [انرژي] دي. که د ژوند موخه او مانا درته معلومه نه وي، نو  ژوند خوند نه درکوي، د ژوند موخه او مانا تا ته د لا ډېر کار انرژي او حوصله درکوي.

۲.کايزن

هره ورځ په کوچنيو پرمختګونو تمرکز وکړه، د دې هڅه مه کوه چې ټول کارونه په يو ځل ترسره کړې. کوچني پرمختګونه مو په اسانۍ تر بريا رسولای شي، خو افراطي اقدامات مو په يو ځل انرژي ختموي او د کار حوصله درڅخه اخلي.

۳.د پامادورا تخنيک

دېرش دقيقې له توقف پرته کار وکړه، بيا پنځه دقيقې دمه وکړه، بيا بېرته خپل کار شروع کړه. دا په لږ وخت کې د ډېر کار د کولو لپاره يو عالي روش دی. په مسلسل ډول ډېر کار کول او يا له پنځه دقيقو څخه زياته دمه ستاسو د کار کولو يکنواخته کېدل زيانمنوي.

۴.هاراهاچي

ځان په ډېر خوراک مه درنوه، کله چې اتيا سلنه د مړښت احساس وکړې، نور خوراک مه کوه، دې سره به دې انرژي زياته وي. په ډېر خوراک سره انسان لټ اموخته کېږي.

۵.شوشين

هر کار چې کوې، د يو نوي زده کوونکي په څېر يې ترسره کړه، هماغسې کنجکاوي په کې کوه لکه څوک يې چې په لومړي ځل ترسره کولو کې کوي. ډېری خلک چې کوم کار په لومړي ځل کوي، پوره کوشش په کې کوي، خو کله چې يې هغه کار د روټين برخه شي، بيا ترې ځان خلاصوي، پوره پاملرنه ورته نه کوي.

دا هم ولولئ:   ځوان او ټولنه _سیف الله صدیقي

۶.وابي سابي

د دې پر ځای چې په ممکنو جزئياتو له حده زيات تاکيد وکړې، په شتو معلوماتو باندې ګوزاره وکړه. د يو کار ترسره کول له دې څخه ښه دي چې د ايډيال ترسره کولو لپاره يې انتظار وباسې، ځکه چې ډېری وخت د ايډيال ترلاسه کېدل ناشوني وي. که چېرته شته امکانات او معلومات و نه کاروې، کار پرېږدې او د ايډيال وخت لپاره انتظار پاتې شې، هم به درڅخه شته کار خراب شوی وي او د ايډيال خو هسې هم معلومات نه شته دی.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*