میرمن ګل غوټۍ خاورې / څېړونکې او ژورناليسته

راټولوونکې: ميمونه کامران

تکړه ژورنالیسته، شاعره او څېړونکې   ارواښاده مېرمن غوټۍ خاورې د اروا ښاد شاه ولي خاورې لور د ۱۳۴۰ ل کال د کب په میاشت کې د ننگرهار په رودات ولسوالۍ کې زېږېدلې وه .

اغلې خاورې خپلې لومړنۍ او د لېسې زده کړې د رابعه بلخي په عالي لېسه کې پای ته رسولې وې.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانگې څخه يې د ليسانس بری لیک له اخيستلو وروسته په همدې څانګې کې ماسټري هم ترسره کړه .

اغلې خاورې د ښکلي غږ او عالي استعداد خاونده وه، هغه وخت چې په ثانوي زده کړو بوخته وه د خپل لياقت، ښه غږ او د ژبې د فصاحت په وړتيا يي په راډيو افغانستان او ټلويزيون کې نطاقي پيل کړه.‌

ګل غوټۍ خاورې په ۱۳۶۰ ل کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړې ویاړ تر لاسه کړ او په همدې کال د «زیري جریدې » مرستیاله هم شوه. په علومو اکاډمي کې يې د کابل مجلې مدیریت، د ژبو او ادبياتو مرکز ریاست او د فولکلور د څانګې د آمرې دندې هم تر سره کړي دي.

د ۸۰مې لسیزې په لومړیو کلونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رسمي غړې شوه او په ۱۳۸۵ل کال د هېواد پخواني جمهور رييس ښاغلي حامد کرزي د فرمان پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمیسیون کې کمېشنره مقرره شوه، د کمشنري تر څنګ د نوموړی ادارې ویانده هم وه. د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک رياست کې له یوولس کلنۍ دندې وروسته په ۱۳۹۶ل کال کې بيا ځلي د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز اړوند د پښتو انستیتوت د ادبیاتو او متنپوهنې څانګې کې دنده وکړه.

دا هم ولولئ:   د « راډیو افغانستان» د خبرونو لومړنۍ نطاقه څوک وه؟

اغلې خاورې په خپل علمي او اکاډميک ژوند کې یو شمېر مستقل علمي_څېړنیز اثار او لسګونه علمي مقالې وليکلې او د علم او فرهنګ لارویانو ته يي درنه علمي او ادبي زېرمه له ځان په ميراث پريښوده.

مېرمن غوټۍ خاورې له ۱۳۶۰  ل کال څخه علمي او څېړنيزې لیکنې کولې، چې ډېر شمېر علمي او څېړنيزې لیکنې یې د هېواد په بېلابېلو چاپي رسمي او غير رسمي ورځپانو، مجلو او رسالو کې خپرې شوې دي. د اغلې خاورې راټول شوي او چاپ کتابونه په دې توگه دي ː

۱- د پښتو شفاهي ادبيات ـ بڼه او مضمون چاپ کال ۱۳۶۶ لمریز

۲- د پښتني فولکلور جامع کتابښود

۳- د ننگرهار نکلونه

۴- پښتو لنډۍ د يوې تحقیقي مقدمې سره

۵- په پښتو شفاهي ادبياتو د ښځې ټولنیز دريځ انعکاس

۶- کجاوې د لڼدو کیسو ټولگه

۷-  ننگرهار نکلونه دويم ټوک

ارواښادې غوټۍ خاورې په علومو اکاډمي کې د څېړنوالۍ علمي رتبې په برياليتوب تر لاسه کړه.

ارواښاده غوټۍ یوه زیارکښه علمي څېره، تکړه او خوږ غږې ژورناليسته او په رسمي دندو کې بريالۍ کارکوونکې وه. اغلې خاورې د ژوند تر پايه د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړې او کارکوونکې وه، په لږه موده او لږ عمر کې يې ډېر علمي کار او خدمت وکړ‌.

اغلې خاورې په ۲۰۱۹ ز کال کې د سرطان ناروغۍ د علاج له پاره هند ته لاړه. د همدې کال د اپریل مياشت په ۵ مه نېټه د ۵۸ کالو په عمر يې له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

اروا يي ښاده!

دا هم ولولئ:   د مهاتما ګاندي لنډه پېژندنه او څو ويناوې/ محمد عزيز پردېس

#دافغان_ښځوژوندلیکونه

#اغیزناکې_څیرې

#8March

#اتم_مارچ

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر مننه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*