د نوی کال لپاره هوډ او اميدونه_ عبدالرحمن اریوبي

لیکنه: عبدالرحمن اریوبي

هسې خو هم د ژوند هره لحظه غنیمت دی، سره زر دي او باید ګټه ترې واخیستل شي خو ځيني ورځې، ځيني کارونه او حتی پېښې د انسان لپاره یوه انګېزه شي.

دا انګېزه داسې وي چې انسان ورته خپلې هیلې وسپړي او خپل هدف ته د رسېدو لپاره ورته پلان ګذاري وکړي.

همدغه پلان ګذاري او انګېزه د نوي کال په پيل کې هم انسان ته ورکول کېږي، فکر کوي او د نوي کال لپاره خپلې برنامې جوړوي او اهداف ټاکي.

نوی کال عموما له نویو هيلو، امیدونو او نوښتونو سره پیلیږي، هوښيار او ځيرک انسانان هغه دي چې له همدې طلایي فرصت اغېزناکه ګټه واخلي او خپلو موخو ته ځان ورسوي.

د دې لپاره چې تاسو د تېر کال په نسبت نوي کال کې څو قدمه مخته لاړ شئ نو لاندې کارونه باید ترسره کړئ.

لومړی: د تېر کال لاسته راوړنې مو ټولې په یو کاغذ کې لېست کړئ، پرې وویاړئ، چې دا به تاسو ته انرژي او مثبته انګېزه درکړي.

دویم: تېر کال کې هغه کوم کارونه وو چې تاسو باید ترسره کړي وای خو د ځينو ستونزو، خنډونو او یا حتی د لټۍ له امله تاسو ونه توانېدئ چې ترسره یې کړئ، هغه یاداشت کړئ او د نوي کال په پلان کې یې ځای کړئ.

درېیم: نوي کال ته نوې موخې وټاکئ د رسېدو لپاره ورته قوي هوډ وکړئ او ځان سره همدا تکراروئ چې دا کار زه کولی شم.

څلورم: نوښتګر اوسئ، فکر مو پر مهمو کارونو متمرکز کړئ او فکر وکړئ چې سبا څنګه له نن نوښتګر کېدلی او بهتر کېدلی شم.

دا هم ولولئ:   منفي او مثبت یواځېتوب / حکمت الله همت

پنځم: د پورته ټولو چارو د ترسره کېدلو لپاره رښتيني اوسئ او هر کار پرته له فریب او دوکې ترسره کړئ، صداقت او اخلاص مو کارونو کې پرمختګ راویستلی شي او هغه د چا خبره کار به خپل کوئ شاباسی به د نورو اخلئ.

نوی کال د کار، زده کړو، شخصیت جوړونې، اقتصاد د ښه کېدو، ملګرو د موندلو، پرمختګ، لاسته راوړنو او نورو ډېرو چارو لپاره نوی پیل دی، تاسو ښه پيل وکړئ، ښه پلان ګذاري وکړئ او د خپلو پلانونو د تطبيق لپاره قوي، هوډمن او با تدبیره اوسئ.

د نړۍ د پرمختللو ملتونو د پیشرفت او بري راز په همدې کې دی چې هر څه ته د فرصت په سترګه ګوري، له هر فرصت پر خپل ځای او سمه استفاده کوي او په خپلو لاسته راوړنو وياړي.

نوی کال دې تاسو ټولو ته نېکمرغه او د ښه ژوند پیل شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*