که موخې ونه لرئ د نورو د لاس آلې به شئ / عبدالرحمن اریوبي

لیکنه: عبدالرحمن اریوبي

ژوند کې موخې لرل درته تګلوری درښېي او خپلو هيلو ته مو رسوي.

هغه انسانان چې موخې نه لري هغوی خپلو هيلو ته رسېدلی هم نشي او ټول عمر یې په خیالونو او ارمانونو کې تېرېږي.

بې موخې انسانان همېشه د نورو د لاس آلې وي او هر څوک یې استعمالوي.

یا که ووایو هغه انسانان چې خپل ځانګړي اهداف نه لري، د نورو د ګټو قرباني کېږي خو څوک چې خپل ژوند ته منظم پلان ولري کولیشي د بریالیتوبونو لوړو پوړیو ته ورسیږي.

په افغاني ټولنه کې ځوانان توکل په خدای ج ژوند کوي، د ژوند لپاره هیڅ پلان او د ورځنيو کارونو لپاره هیڅ مهالوېش نه لري چې دېچارې هر څه ګډ وډ کړي دي.

موږ او تاسو د مهالوېش او د پلان د نشتون له امله ډېری مهم کارونه شاته پرېږدو او نا اړین کارونو ترسره کوو یا لومړیتوب ورکوو.

خپل ورځني، اوونیز، میاشتني او کلني کارونه کټګوري کړئ، په یو کاغذ یې ولیکئ، هغه چې مهم او ارزښتناک دي لومړیتوب ورکړئ، وختورته وباسئ چې پر خپل وخت ترسره شي، که د مهمو کارونو په ترسره کولو د غیر مهمو فعالیتونو وخت ونیول شي هم مو تاوان نه دیکړی.

فرضاً زما مخته دوه کارونه دي، د انګلیسي ژبه زده کول او اس ځغلونه ترسره کول، زه د سهار لخوا فقط دوه ساعته وخت لرم، دلته ماتهاس ځغلونه مهمه ده که انګلیسي ژبزده کړه؟

مالومه خبره ده چې د انګلیسي ژبې زده کړه زه باید مهم لېست کې راولم، ځکه دا یوه جدي اړتیا ده، د علم، هنر، پرمختګ او لاسته راوړنوژبه ده، دا فقط یو مثال و، ډېرې بېلګې شته.

دا هم ولولئ:   د يو ښه ژوند لپاره ۱۳ ارزښتناکه لارښوونې!

له پورته مثالونو څخه زما هدف دا و چې موخې درلودل هغه وخت ممکن دي چې تاسو پلان ولرئ، مهالوېش ولرئ، د خپل مهالوېش د تطبیقلپاره کار وکړئ.

د دې لپاره چې خپلو موخو ته په اسانۍ ورسېږئ او ښه اهداف وټاکئ، خپل فعالیتونه لېست کړئ، راتلونکي پلانونه مو کټګوري کړئ،مشوره وکړئ، ارواپوهنې کتابونه وګورئ چې په دې سره به ستاسو چارې نورې هم اسانه شي.

ژوند هیڅکله بې هدفه مه کوه، موخې وټاکه او هیلې دې په حقیقت بدلې کړه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*